وروستي

مذهب څه ته وايې؟ او اسلامې فقه څه وخت مينځته راغله؟

مذهب څه ته وايې؟ او اسلامې فقه څه وخت مينځته راغله؟ مذهب څه ته وايې؟ او اسلامې فقه څه وخت مينځته راغله؟

رحمت الله مومن

مذهب: په لغت کې لارې او طريقې ته وايې او په اصطلاح کې علمي رائيو او نظرياتو ته مذهب وايې.

په اسلامې شريعت کې مذهب د قرآنکريم او احاديثو په تشريح او توضيح کې او همدارنګه د اجتهادي اصولو کې د لوړ فهم او ادراک واله علماء رايو او نظرياتو ته مذهب وايې.

مذهب يا د دين د مسائلو پوهه يا اسلامې فقه څه وخت مينځ ته راغله؟

د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د حيات په وخت کې به خلکو خپلې پوښتنې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پيش کولې، قرآنکريم به نازليدو او د هغوی د پوښتنو ځوابونه د وحي په واسطه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښودل کيدل.
الله جل جلاله فرمايې:

( يستفتونك قل الله يفتيكم في الكلالة …)

لکه د ظهار د مسئلې په باره کې يوې ښځې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه، د هغې په ځواب کې د سورت مجادلة لومړي آيتونه نازل شول او داسې نور …

رسول الله صلی الله عليه وسلم د شرعي نصوصو او بيان د پاره يوه ډله صحابه رضی الله عنهم و ټاکل، چې ځنې اهل علم يې څوارلس کسان بولي او ځنې يې تر هغه زيات بولې، د هغوی په رأس کې معلم الناس صلی الله عليه وسلم وو، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د مسائلو اختلافات نه وو ځکه چې ټول مسائل به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پيش کيدل.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته صحابه کرام رضی الله عنهم په نړۍ کې د دعوت او جهاد د پاره تيت شول، اسلام مختلفو قومونو او مختلفو لسانو واله خلکو ته ورسید.

او صحابه کرامو به د هغو صحابه کرامو په قول فتواوې ورکولي، چې د فهم، ادراک او اجتهاد قوه به يې لوړه وه، د دغو صحابه کرامو شمير ځنې اهل علم تر زرو کسانو زیات بولي، ابن قيم رحمه الله وايې، د دغو صحابه کرامو شميره اوه کسان وو، لکه: عمر بن الخطاب، و علي بن أبي طالب، و عبدالله بن مسعود، و عائشة أم المؤمنين، زيد بن ثابت، عبدالله بن عباس، عبدالله بن عمر رضي الله عنهم جميعا.

او د دغو صحابه کرامو رايې او نظريې ته به يې مذهب فلان او فلان ويل لکه:

مذهب عائشة رضی الله عنها

مذهب عبد الله بن عمر رضی الله عنه

مذهب عبد الله بن مسعود رضی الله عنه

مذهب عبدالله بن عباس رضی الله عنه او نور ……

همدارنګه په تابعينو کې مذهب: د سعيد بن المسيب و عروة بن الزبير و القاسم بن محمد و خارجة بن زيد، أبو بكر بن عبد الرحمن بن حارث بن هشام وسليمان بن يسار و عبيد الله بن عبد الله بن عتبة بن مسعود وو.

او دوی مبارکانو په وسليه د دين پوهه عالم ته ورسيده، د شرعي علومو استاذان او زده کوونکي زيات شول، د هغوی مبارکانو وروسته به هر چا د ديني مسائلو په استنباط کې مداخله کوله او په اسلامې امت کې زيات اختلافات رامينځته شول، وروسته الله جل جلا له پخپل فضل د دين د حفاظت د پاره د ډيرې لوړې تقوی او پوره احتياط او لوړ ادراک او فهم واله علماء کرام را مينځته کړل او هغوی د قرآن او حديث څخه په ډير احتياط، لوړ فهم او ادراک سره مسائل ترتيب کړل چې څلور اسلامې فقهې يا څلور مذاهبه بلل کيږي، کوم چې د ټول امت ور باندې اتفاق دی .

چې مذاهب اربعه په لاندې ډول دي:

– المذهب الحنفي

– المذهب المالكي

– المذهب الشافعي

– المذهب الحنبلي

دا مذاهب د تابعينو له دور څخه شروع شوی دي او په دې مذاهبو باندې د ټول امت اتفاق دی .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*