وروستي

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت ((لومړۍ برخه)

لیکوال: حامد افغان

د شاګرد لنډه پیژندنه

امام یوسف بن خالد السمتي رحمه الله د امام ابوحنیفه رحمه الله مشهور شاګرد دی دا وصیت یې ده ته کړی ده لومړی په لنډو ټکو کې د امام دا شاګرد درپیژنم، دی د امام الشافعي رحمه الله استاد دی ابن حجر رحمه الله د امام الشافعي په مناقبو کې د ده د استادانو په لړ کې دی هم راخیستی دی، او د معاني الاثار په رجالو کې البدر العیني هم راخیستی دی، ابن ماجه د ده یو روایت هم راخیستی دی، امام الطحاوي د المزني په روایت د امام الشافعي دا خبره راخیستې ده چې هغه وایې: یوسف بن خالد السمتي غوره انسان و، دی په کال 189هـ کې وفات شوی دی رحمه الله .

د وصیت مأخذ

د هدایي د مصنف برهان الدین المرغیناني او قاضي خان شاګرد برهان الدين الزرنوجي رحمه الله (مړ 591 هجري) د ” تعلیم المتعلم طریق التعلم ” په نوم په خپله موضوع کې یو ښایسته کتاب لیکلی دی نوموړی عالم زموږ د زرنج د سیمې اوسیدونکی دی، د ده کتاب نن سبا په اسلامي نړۍ کې ډیر مشهور دی او مختلفو علماو تحقیقونه پرې کړي په دې کتاب کې خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه رحمه الله دا وصیت راغلی دی چې د هغه د اهمیت لامله یې زه ستاسو سره شریکوم، دا وصیت ډیر مهم او د نن ورځي علماو او پوهانو له پاره ډیر ګټور ده نو زه یې له ژباړې او مختصر تفصیل او شرحې سره درته وړاندي کوم،

د وصیت ترتیب

يوسف بن خالد السمتي رحمه الله چې له ستر مام ابوحنیفه رحمه الله نه علم ترلاسه کړ او اراده یې وکړه چې خپل وطن بصري ته ستون شي نو خپل استاد ابوحنیفه رحمه الله ته ورغی چې اجازه ورنه واخلي، هغه ورته وویل: تر هغو به نه ځې څو زه خپل وصیت در ته تیار کړم زما وصیت ستا له پاره د ژوند په مختلفو برخو کې ګټور ده لکه: له خلکو سره د ژوند کولو په برخه کې، له مختلفو علماو سره اړيکې، د ځان روزنه، د خلکو روزنه، د خاصو او عامو خلکو تزکیه او د عامو خلکو حال پوښتنه، په دې وصیت سره به ستا پوهه او علم د دې وړ وګرځي چې په رڼا کې به یې لوړ کارونه په ښه توګه سر ته ورسولی شې او پخپل علم سره به ښایسته وګرځې.

او پوه شه که له خلکو سره ښه ژوند ونکړې هغوی به ستا دښمنان وګرځي هغه که ستا مور او پلار وي هم او که له پردیو خلکو سره ښه چلند غوره کړې په هغو به ته دومره ګران شې لکه مور او پلار ته چې څومره خپل اولاد ګران وي، امام رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي رحمه الله ته وایې: ته یو څه صبر وکړه چې زه لیږ خلاص شم نو ستا د موضوع په اړه به ښه فکر وکړم او داسي وصیت به درته تیار کړم چې بیا به له ځانه سره زما ستاینه کوې، وما توفيقي إلا بالله.

وصیت

یوسف السمتي رحمه الله وایې: څه موده وروسته له وعدې سره سم زه امام ابوحنیفه ور وغوښتلم، او راته ویې ویل: له کوم حالت سره به چې ته مخامخ کیږي د هغه په اړه ما سوچ وکړ، ګواکي زه تا وینم چې بصرې ته ننوتلې او په بصره کې زموږ له مخالفینو سره مخامخ شوې، اوس که ته له خپلو مخالفینو ځان لوړ وبولې په خپل علم سره په هغوی باندي غرور او تکبر وکړې، له هغو سره ناسته او ولاړه نه کوې، ته د هغوی مخالفت پیل کړې هغوی ستا مخالفت پیل کړي ته له هغوی نه خوابدی وې او هغوی ستا نه خپه وي، ته هغوی ته ښکنځلې کوې او هغوی یې تاته کوي، ته هغه ګمراه او بیلارې بولې او دوی تا ګمراه، بیلارې او بدعتي بولي، په دې صورت کې به موږ هم شرمنده کړې او ته به هم شرمنده شې، د امام ابوحنیفه د وصیت د دې برخې عبارت داده: كأني بك، وقد دخلت البصرة ، وأقبلت على من يخالفوننا بها، ورفعت نفسك عليهم، وتطاولت بعلمك لديهم، وانقبضت عن معاشرتهم ومخالطتهم، وخالفتهم وخالفوك، وهجرتهم وهجروك، وشتمتهم وشتموك، وضللتهم وضللوك وبدعوك، واتصل الشين بنا وبك.

امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد ته وایې: او بیا به ته مجبوره کیږې له دوی به لیري کیږې او له هغوی به تښتې، نو دا ډول کړنې له عقل سره سمون نه خوري او دا مناسب فکر نده، له یو چا سره چې دي له ښه ژوند تیرولو او ښه چلند کولو خلاصی نه وي او له هغه سره بیا هم ښه چلند نه کوې دا د عاقل او هوښیار انسان کار نده.

سبحان الله ! د دې ستر امام د وصیت داد پیل څو زرینې کرښې زموږ د موجوده وخت له پاره څومره ستر نصیحت او غوره لارښوونه ده! دی په پیل کې خپل شاګرد ته وایې : اوس که ته له خپلو مخالفینو ځان لوړ وبولې په خپل علم سره په هغوی باندي غرور او تکبر وکړې… نن سبا د مختلفو فکري مکتبونو پیروان او علماء همدا ستونزه لري، په یوه بل ځانونه لوړ بولي په مناظرو او علمي مباحثو کې کوښښ کوي یوه بل ته خپل علم او پوهه ښکاره او په دې توګه په هغوی غرور او تکبر وکړي، همدا ستونزه ده چې جزئي مذهبي مخالفتونه ورځ تر بلې زیاتیږي، پړسیږي او خوړنیږي او په پایله کې د ټول امت مشترکه وجیبه او فریضه (یووالی او اتحاد) متضرر کیږي .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*