وروستي

د داعي غوره والي په قران او احادیثو کښي

د داعي غوره والي په قران او احادیثو کښي د داعي غوره والي په قران او احادیثو کښي
رالېږونکې: ح. نوري
مسلمان داعی ته الله جل جلاله دیر غوروالی ورکړیدی ،ځکه داعي هغه یوازني شخص دی چی بیله کومی اجری څخه خدمت کوي چی ددی خدمت په عوض ورته الله په دنیا او اخرت کښي نیکی ، کامیابی او جنت ور کوي .
لومړي په قرانکریم کښي:
قال الله تعالى:( وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ). سورت فصلت ، ایت ۳۳
ژباړه : او د وينا له کبله به د هغه چا تر خبرې د بل چا خبره ښه وي ؟ چې د الله لوري ته بلنه کوي او ښه عمل کوي او وايي چې زه مسلمان يم. (تعلیم القران ، ص ۷۶۶)
لقوله سبحانه وتعالی : ﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ﴾. سورت آل عمران ، ایت ۱۱۰
ژباړه : تاسې غوره امت ياست چې د خلکو د پاره راويستل شوي ياست ، ځکه چې د نيکی په لور بلنه کوئ او د بدی مخه نيسئ او په الله ايمان لرئ او که اهل کتاب ايمان راوړی وای ډيره ورته غوره وه ځینې يې مؤمنان دي خو زياته برخه يې فاسقان دي. (تعلیم القران ، ص ۱۰۰)
بل ځاي کښي الله تعالی  د مؤمنانو له مهمو اعمالو او سترو صفاتو څخه یادونه کوي:
﴿التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾. سورت التوبة ، ایت ۱۱۲
ژباړه : هغوی توبه کوونکي ،عبادت کوونکي ، ثناويونکي ، د الله په ليار کې وتوونکي ، رکوع او سجده کوونکي ، د نيکيو په لور بلونکي او له بديو منع کوونکي او د الله د حدودو ساتونکي دي (ای پيغمبره !) زېری ورکړه مؤمنانو ته. (تعلیم القران ، ص ۳۲۵)
لقوله سبحانه وتعالی :﴿لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً﴾. سورت النساء ، ایت ۱۱۴
ژباړه : د هغوی په ډيرو پټو خبرو کې هيڅ خير نشته خو يوازې د هغه چا په پټو خبرو کې خير شته چې په خيرات يا نيکۍ او د خلکو په مينځ په روغه راوستلو امر کوي او څوک چې دا وړ کارونه د الله د رضا د تر لاسه کولو لپاره وکړي نو مونږ به ډير ژر لوی اجر ورکړو. تعلیم القران ، ص ۱۵۳
لقوله سبحانه وتعالی : ﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾. سورت آل عمران ، آیت ۱۰۴
ژباړه :  او بايد له تاسې څخه يو ډله وي چې د نيکۍ په لورې بلنه کوي او (خلکو ته) په نیکۍ سره امر کوي او له بدۍ څخه منع کوي او همدغه خلک کامياب دي. (تعلیم القران ، ص ۹۹)
دوهم په احادیثو کښي:
عَنْ سَهْلِ بن سعد، رضي اللَّه عنْه، أنَّ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ لِعَلي، رضي اللَّه عنْه: « فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلاً واحِداً خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم ». صحیح الخاری ، جز ۱۴، ص ۲۴۵
له سهل بن سعيد رضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه ته وفرمايل :په الله سوګند دی که چيرې ستا په لاس الله تعالی يو کس ته هدايت وکړي ستا د پاره تر سرو اوښانو بهتر دی .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (عن حُذَيْفَةَ يَقُولُ بَيْنَا نَحْنُ جُلُوسٌ عِنْدَ عُمَرَ إِذْ قَالَ أَيُّكُمْ يَحْفَظُ قَوْلَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْفِتْنَةِ قَالَ فتنة الرجل في أهله وماله ونفسه وولده وجاره يكفرها الصيام والصلاة والصدقة والأمر بالمعروف والنهي عن المنكر). صحیح البخاری ، جز ۱۷، ص ۵۹۵
ژباړه : د سړي د پاره په اهل ، ځان ، اولاد ، ګاونډې کې فتنه او امتحان دی ، د ده د پاره روژه ، لمونځ ، زکات او صدقه او په ښو کارونو باندې امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول د ګناهونو کفاره ګرځي.
(عن ابی نافع قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ). المعجم الکبیر للطبرانی ، جز ۱، ص ۴۰۳
 له ابی نافع نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*