وروستي

تاجکستان : سخت لغات کاروونکي خبريالان سل ډالر جرمانه کيږي

تاجکستان : سخت لغات کاروونکي خبريالان سل ډالر جرمانه کيږي تاجکستان : سخت لغات کاروونکي خبريالان سل ډالر جرمانه کيږي

د تاجکستان حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته به هغه خبريالان سل ډالر جريمه ورکوي کوم چې په خبرونو کې سخت لغات کاروي.

له سخت لغات نه مطلب هغه لغات دي چې لوستونکي په يوه آسانه نشي پرې پوهېدای.

وړاندي د تاجکستان حکومت بنديز لګولی وو چې پر ماشومان دي بهرني نومونه نه ايښودل کيږي.

د دې هيواد د ترمينالوژۍ د کمېټې رئيس ګوهر شريف زاده ويلي : ځيني خبريالان په خبرونو کې نژدې لس داسي لغات کاروي چې د عادي لوستونکو ، ليدونکو او اورېدونکو لپاره سخت تماميږي.

پرون روسي رسنيو خبر ورکړ چې تاجکستاني حکومت د سخت لغات په کاروني سره پر خبريالانو باندي له ۷۵ نه تر ۱۰۰ ډالره پوري جريمه ايښې.

همدا راز د سخت لغات پر کاروني د حکومت له لوري پر کمپنۍ باندي له يونيم سل نه تر دوه سوه ډالرو پوري د جريمې پرېکړه شوې.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*