وروستي

علم حديث (لومړې برخه )

علم حديث

حديث : حديث په لغت کې نوې يا خبرته وايي او په اصطلاح کې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم وينا ،کردار،تقرير او صفت څخه عبارت دی .

تقرير محدثين داسې تعريفوي : چې يو صحابي يو عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې انجام کړی وي هغوی صلی الله عليه وسلم د هغه له وينا او عمل څخه منع نه کوي کړې بلکي چپتيا او سکوت يې اختيارکړی وي .

ځنې مهم او ضروري تعريفونه :

مخکې له دې چې علم حديث پيل کړو څو مهمو او ضروري تعريفاتو ته اشاره کوم چې په لاندې ډول دي :

الخبر: په لغت کې راپور ته وايي او په اصطلاح کې د جمهورو محدثينو په نزد خبر د حديث مترادف لغت دی چې مفهوم يې يو دی .

الاثر: په لغت کې پاتې شوني ته وايي او په اصطلاح کې اثر هم د حديث مترادف دی مګر د ځنو په نزد اثر د حديث نه جلا مفهوم لري يعنی اثر هغه دی کوم چې صحابه يا تابعينو ته منسوب وي .

الاسناد : اسناد د راويانو هغه سلسله ده چې متن ته رسيدونکي وي يا د سند په ذريعه يو حديث خپل ويونکي ته د رسولو څخه عبارت دی .

المتن : د روايت شوي حديث اصلي مقصد او خبرې ته متن وايي يعنې کله چې سند سر ته ورسيږي او مقصود خبره شروع شي همدا متن بلل کيږي .

المسند : په لغت کې چا ته منسوب کول او په  اصطلاح کې هغه حديث دی چې سند يې د اول څخه تر آخره پورې ذکر شوی وي او کله د هغه اطلاق په داسې کتاب سره هم کيږي چې په هغه کې يوازې د يو صحابي روايتونه جمع کړ شي مسند بلل کيږي .

راوي : هغه کس ته وايي چې په سند سره يې حديث روايت کړی وي .

المحدث : د حديثو عالم ته وايي کوم چې  احاديثو روايت کوي او هم ورباندې پوهه لري .

الحافظ : حافظ هم د محدث مترادف مفهوم لري مګر د ځنو په نزد حافظ هغه چا ته ويل کيږي چې ۱۰۰۰ زرو احاديثو په احوالو لکه روايت ،جرح او تعديل او نورو عالم وي .

الحاکم : هغه څوک دی چې د ټولو احاديثو په اړه معلومات ولري مګر لږ څه ورته نا معلوم وي .

علم حديث په دوه ډوله دی : علم حديث باعتبار درايت او علم حديث باعتبار روايت

۱- علم حديث باعتبار درايت : هغه علم دی چې د حديث د متن او سند له احوالو او څرنګوالي د قبول او رد په لحاظ سره بحث کوي .

۲- علم حديث باعتبار روايت : هغه علم دی چې د هغه په وسيله د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال ،افعال ،تقريرات او صفات پيږندل کيږي .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*