وروستي

اروپا ته مه تښتئ، له هیواده اروپا جوړه کړئ!

محمد مدثر اسلامی
افغانستان کې د امریکايي استعمار ۱۳ کلنې مودې بل نوم د ډالرو زمانه ده. په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي الوتکو له خوا د هیواد د ښارونو له ورانیدو لنډه موده وروسته، امریکایانو د بیارغونې په نامه بوجۍ بوجۍ ډالر په نغدي او جنسي ډول افغانستان ته ولیږدول. د جګړه مارو او سیاستوالو له جیبونو ډکولو پرته د ډالرو د لګولو او په اصطلاح رغنیزو پروژو د پلي کولو لپاره د امریکا او نورو هیوادونو ادارو داسې انساني منابعو ته اړتیا لرله، چې ګوډه او ماده انګلیسي یې زده وي او څه نا څه یې په کمپیوټر سر خلاصیږي. د دې کار لپاره تر ټولو ښه هدف ځوانان وو.
بهرنیو موسسو او سفارتونو د ښوونځي فارغان، له ګارډ (ساتونکي) نیولې تر کمپیوتر کار او منیجر (مدیر) چوکیو پورې په بیلا بیلو دندو وګمارل او د پام وړ تنخوا یې ورته وټاکلې، چې معمولا په ډالرو ورکول کیدلې. لدې سره ګڼ شمیر ځوانانو پوهنتون کې د درس ویلو پر ځای څو میاشتې انګلیسي او کمپیوټر کورسونه وویل او د ډالرو ګټلو ته یې مټې بډ وهلې. د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه دومره ډیر شول، چې د کوڅې سر او بر کې یې دروازې پرانیستل شوې. ښه ډیر ځوانان په لنډ مهال کې په ډالرو روږدي شول. دې ته د ډیر کم چا پام کیده، چې ډالر به یوه ورځ خلاصیږي.RefugeeToEourope
د ۲۰۱۴ کال په رارسیدو، چې د نړیوالو مرستو د کمیدو اوازه شوه، په ټولو تبه راغله. هر څوک د پښو سپکولو په غم کې شول. چا د امریکا ګرین کارډ اخیستلو ته لارې جوړولې، څوک اروپا کې له علمي او رسمي سفرونو پټیدل او نورو د ډالرو کڅوړې قاچاقبرو ته خلاصولې. پدې ډله کې هغوی ډیر خوش چانسه وو، چې له امریکايي، انګلیسي او اروپايي پوځیانو سره یې کار کاوه، د ویزې په ورکولو کې دې ډلې ته ځانګړی پام کیده.
مونږ یې په ډالرو او مزو چړچو داسې بوخت کړو، چې د وطن جوړولو، بیا رغونې او پرمختګ فکر مو له خیاله الوتی و. یواځې د نن په غم کې مو د پرون ویاړونه او د سبا مسئولیتونه ټول تر پښو لاندې کړل. ځوانان د یوه اوږدمهال پرمختیايي پلان پر ځای په لنډ مهالو پروژه يي سوچونو عادت شول. د نړیوالو مرستو په دریدو نور نه افغانستان مهم و او نه د افغانستان ولس. مهم دا و، چې د خپل ځان او کورنۍ لپاره د خوندي راتلونکي څخه د ځان ډاډه کولو لپاره هره مشروعه او نامشروعه هڅه وشي؛ دا کار نو له ډالرو پرته نه کیده او ډالر په افغانستان کې نه وو.
اوس هم اوبه له ورخه ندي تیرې شوي، د هیواد په ځوانانو کې داسې څټې شته، چې هیواد او ټولنې ته ویاړونه ګټلای شي. د داسې ځوانانو قدر وکړئ او د لاسته راوړنو یې درناوی. فرصتونه ورته برابر کړئ، چې ولس ته یې ګټه ورسیږي. په تعلیمي، تحصیلي، فرهنګي او د کار په بازار کې باید ټولنه او حکومت داسې کوټلي کارونه وکړي، چې له یوې خوا ځوان کې د هیواد لپاره درد او عاطفه پیاوړې شي او له بل پلوه ولس په بیلا بیلو برخو کې د پرمختګ په لور روان شي.
دا کار هله کیدای شي، چې ځوانان د ژوند لپاره ټاکلې موخې ولري؛ اسلامي او افغاني موخې. په اسلامي هویت او افغاني ارزښتونو ونازیږي او درناوی یې وکړي. بیا به هر وګړی لدې وطن سره مینه کوي او مینه به یې د هیواد جوړولو ته مجبور کړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*