وروستي

افغان کرکټ لوبډله نړيوال جام ته د داخلېدو په موخه لندن ته لاړه

افغان کرکټ ملي لوبډله ۲۰۱۶ م کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د بیا ځلي رسېدو په موخه د انګلستان تمریني کمپ له پاره دغه هیواد ته ورسېده.
د انګلستان تمریني کمپ ته د روانیدو وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش له کپتان اصغرستانکزي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، افغان لوبډله به په انګلستان کې تمریني کمپ ترسره کړي،afghan-Cricket چې ۲۰ اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو ته به د ښه چمتووالي په موخه ډېر ګټور وي.
دانش ډاډ ورکړ، چې ملي لوبډلې ته یې د ښه چمتووالي په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي او دوی هیلمند دي، چې له نویو او تجربه کاره لوبغاړو جوړه ملي لوبډله به په زړورو ګامونو سره نه یواځې نړیوال جام ته لاره پیدا کړي بلکې د سیالیو د اتلولۍ جام به هم وګټي.
دغه راز د ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي په خبري غونډه کې د کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې ورته یې په انګلستان کې تمریني کمپ برابر کړی دی.
هغه د خپلې لوبډلې مورال لوړ یاد کړ او له مینه والو یی د دوی د بریا له پاره د دعا غوښتنه وکړه.
دغه راز د ملي لوبډلې مل انګلستاني روزونکي انډي مولز، چې د روان کال په سپټمبر کې یې له ملي لوبډلې سره دنده پای ته رسیږي انګلستان ته له روانېدو وړاندې وویل، چې افغان لوبډله د فزیکي او رواني اړخه پیاوړې ده او هره لوبه به د ځانګړې پلان له مخې ترسره کړي.

ـــــــــــــــــــــــــ

سرچينه: سلام وطندار

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*