وروستي

اۍ ځوانانو را پاڅېږئ! نن ورځ کار وکړئ

اۍ ځوانانو!
په نړۍ کې هرفکري خوځښت هغه مهال پیاوړی کیږي چې کله پرې یقین باوري شي، اخلاص ورسره مل او لېوالتیا ورسره زیاته شي،د سرښندنې او عمل لپاره يې هغه وړتیا را څرګنده شي چې دغه فکري خوځښت بالآخره د تحقق په لوري بیايي،او ښايي چې دغه څلورګوني بنسټونه چې د ایمان، اخلاص، ولولې او عمل څخه عبارت دي باید د ځوانانو دمهمو خصلتونو څخه وشمېرل شي.afghan-youth

دا ددې لپاره چې دایمان او اخلاص ټاټوبې هوښیار زړه وي،په داسې حال کې چې د حماسې تر شا قوي شعور او د عمل بنسټ په قوي ارادې او کوټلي هود پورې تړلې وي. او دا ټول یاد خصلتونه باید په ځوانانو کې وموندل شي.

له همدي لامله په تېرو او اوسنیو ملتونو کې د هر فکري خوځښت د امید ستنې په ځوانانو پورې تړل شوي وي، د امېد مټې يې همدوي شمېرل کیږي،د حق بېرغ د دوی په مټ څپانده او رپانده وي.

د ځوانانو په اړه لوی پروردګار داسې فرمائي (( إنهم فتیة آمنوا بربهم و زدنهم هدی)). الکهف آیة ۱۳
ترجمه: بېشکه دوي هغه زلمیان ؤ چې په خپل پرودرګار یې ټينګ ایمان را وړی و، او مونږ د دوی هدایت ور زیات کړ.

ځوانانو:
په ژوند کې مه مأیوسه کیږئ،دا ځکه چې مایوسي د مسلمانانو د اخلاقو څخه نه ده، د نن ورځې حقیتونه د پرون ورځې خیالونه دي، او د نن ورځې خیالونه د سبا ورځې حقیقتونه دي، لا تر اوسه خو فرصت په لاس کې لرو، د کرغیړنو نظامونو د موجوده فساد سره سره بیا هم زمونږ په مؤمنو ولسونو کې د نېکمرغۍ او سلامتۍ لاملونه شتون لري.

یو کمزورې شخص به د ژوند تر پایښته کمزورې او ځواکمن به د ژوند تر پایښته ځواکمن نه وي، او لوی پروردګار په دې هکله فرمائي (( و نرید أن نمن علی الذین استضعفوا فی الأرض، و نجعلهم أئمة و نجعلهم الوارثین)). سورة القصص آیة ۵
ترجمه: او غواړو پر هغو کسانو باندی احسان او منت وکړو چې پر ځمکه کې ضعیفان کړای شوي و، او تر څو دوی امامان او وارثان وګرځوو.

دا په یاد ولرئ چې وخت به د سترو پېښو نه پرده پورته کړي، دتاریخي ستروکارنامو او کړنولپاره به فرصتونه برابر او تل تر تله به وجود ولري، نړۍ خو ستاسې دعوت ته انتظار دي،د هدایت بریالیتوب او د سلامتۍ بلنې ته سترګې په لاره ده، تر څو ئې د روان کړکیچ نه خلاصه او دنجات ساحل ته ئې لارښوونه وکړۍ.

د نړۍ د قیادت او د ولسونو د سیادت دنده خو ستاسې دنده ده،لوی خالق تعالی فرمائي (( و تلک الأیام نداولها بین الناس،و ترجون من الله ما لا یرجون )).
اۍ ځوانانو تیارۍ ونیسئ! نن ورځ کار وکړئ، دا ځکه چې سبا ورځ به ناتوانه شۍ.
دشهید حسن البناء (رحمه الله) پیغام
ژباړه: محمد خالد ملکزی

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*