وروستي

دخاونددښيګڼې څخه انکارثواب ضائع کوي

عَنْ عَائِشَةَ رضی الله عنها اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ : اِذَاقَالَتِ الْمَراَةُ لِزَوْجِهَامَا رَاَيْتُ مِنْکَ خَيْرًاقَطُّ فَقَدْحَبِطَ عَمَلُهَا.

(جامع صغيرصفحه ۴ ۵کنزصفحه ۰ ۶ ۴جلد۶ ۱)
حضرت عائشه رضی الله عنهادنبي کريم صلی الله تعالٰی عليه وسلم فرمان نقل کوي چي کله ښځه دخاوندپه باره کي داسي ووايي چي ماستاڅخه هيڅ شي نه دی ليدلی نودهغې دعملونو(ثواب ) برباداوضائع شول.فائده: دالله پناه غواړوڅنګه سخته سزاده چي لږشان دناشکرئ په جمله باندي عملونه ضائع شي،اکثره ښځې ليدل شوې دي چي کله دخاوندله خواڅه ناخوښي ورته پيداشي اوڅه تاوتريخوالی راشي،څه هيله يې پوره نه شي اوڅه تکليف ورته پيښ شي نودستي وايي چي دمېړه څخه هيڅ خيرنه دي ليدلی،په دې کورکي ماسکون پيدانه کړی،کله دې زماخيال نه ده کړی،هيڅکله يې ماته څه نه دي راکړي،همېشه لکه نوکره ورته کښته پورته کېدم،ليکن ده زماهيڅ لحاظ نه دی ساتلی،داډيرې خرابې خبرې دي په دې سره دعملونوثواب برباديږي،دضائع کېدومطلب دادئ چي مخکي يې کومې نيکۍ کړي دي هغه بې اثره شي ،دصحيح بخاري په يوه روايت کښي راغلي دي چي نبي عليه السلام په جهنم کښي ښځی ترنارينه ؤ ډېرې وليدلې،په پوښتنه سره دامعلومه شوه چي (تکفرن العشيرة)دخاونددناشکرۍ کولوله امله،کوم خاوندچي دضرورت اووسعت اوحيثيت مطابق هميشه مرسته کړې وي خويووخت دڅه عذرپه وجه نيمګړتياراغله اوداسي عموماًپه هرکورکي پيښيږي،نوپه دې وخت کي ښځه په وازه خوله داوايي چي دده لخواڅخه هيڅکله موږاستراحت نه دی ليدلی،بايدبالکل داسي خبره ونه شي،که دشکايت څه خبره پيښه شي نوپه مناسبه طريقه يې حل کړئ،اوکه يې حل نه راوزي نوبرداشت يې کړي،دنارينه ؤ دپاره په کاردی چي دداسي اسبابوڅخه احتياط وکړئ،ددې دپاره چي دښځی پرژبه داسي الفاظ جاری نه شي

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*