وروستي

دکرکټ بریا خوشحالي او که د څو نورو افغاني کورنیو دویر په ټغر کینول

په دې هيله چې تنګ نظری مې ونه ګڼئ

محترمو ورونو لکه څرنګه چې داسلام په مبار ک دین کې ورزش او صحت ته پاملرنه خپل ځانګړی ارزښت لري او انساني اړتیاهم ده خو هرڅه چې ډیر شي هغه ګنډیر شي.

په سیمئزه او نړیواله کچه دملي ټیم دکرکټ بریا ته باید په فطري ډول هر افغان وګړی خوښ شي، دلته به لږ دکرکټ ارزښت ته تم شو، کرکټ ورزش دی خو دهغه چا لپاره چې په خپل يې وکړي او هغه هم دورځې په یوه ځانګړې برخه کې، له بده مرغه مونږ په هرڅه کې له افراط او تفریطه کار اخلو،څوک يې چې مخالفت کوي هغه يې دکفر تر پولي رسوي او څوک يي چې تايدوي هغه یې ټول کار ګڼي شپه او ورځ یا تلویزیون ته ناست وي يايې دموبایل ګوشکي په غوږونو کې وي او یا يي له سهاره ترماښامه پنډوسکه په لاس او ډوبلۍ په اوږه وي ځوانان او تنکي ګلان په لویو لارو،سرکونو او دګنده اوبو ترڅنګ مو یا داوبو بوشکه اویا دغوړیو ټيم د ویکټو پرځای ایخي وي او ښه په درز کې لوبه روانه وي.cricket-afghanistan

مونږ په داسې یو هیواد کې اوسیږو چې هرچا ورته دخوښیو پرځای غمونه راوړي دي نو ځکه دکرکټ بریاته ټول خوښیږي مګر مونږ په دې وران ویجاړ هیواد کې چې هرڅه مو له صفر سره برابر دي دزکام د ناروغتیا ناروغان مو هم بهرنیو هیوادونو ته روان دي،په هېواد کې تراوسه داسې انجینر نه لرو چې پول ډیزاین کړي په مشت نمونه خروار بسنه کوم، نوایا اوس به زمونږ خوښي داوي چې یوازې هغه چاپورې دژوند ټولې خوښۍ وتړو چې درې وچ لرګي يي په پنډوسکه ویشتي دي؟ دانو کومه لاسته راوړنه ده؟ کومه معنوي یا مادي ګټه لري؟ ایا خپل ځوانان یوازې کرکټ ته وهڅوو؟ او که نه مونږ متخصصو ډاکترانو،انجینرانو،زراعت پوهانو،اقتصاد پوهانواو… ته اړتیالرو چې په درد مو دواشي.

کله چې هم زمونږ دملي لوبډلې لوبې روانې وي په بازارانو کې دکانونه بند وي،په ښوونځیو،مدارسو،پوهنتونونو او ټولو ښوونيزو مرکزونو کې درسونه رخصت وي،ټول کار او بار په ټپه دریدلی وي او ان په روغتونونو او شخصي کتنځایونو کې ډاکتران هم ناروغانو په پاملرنه نه کوي،دتلویزیو له ښېښې اویاهم درادیو له څپو دکرکټ ننداره کوي،رسنیو ته هم خدای ښه پروژه په ګوتو ورکړې ده هسې هم له خرافاتو پرته نورڅه نه لري په هرحال دکرکټ له بریا وروسته په دولتي او غیرې دولتي کچه هرڅوک چې هرډول اسلحه په کورکې لري هغه را اخلي او داسې ډزې شروع شي ته به واېې چې دجګړې لومړۍ کرښه ده. شیبه وروسته دخوښیو دراپورونو ترڅنګ داهم خپریږي چې په هوايي ډزوکې په لسګونو ماشومان،ښځې او لویان وژل شوي اویا ټپیان شوي دي.

له بده مرغه چې مونږ هرڅه په احساساتي ډول له کرکټه ځار کړي دي،دژوند موخې مو هيرې دي دنورو په چوپړکې یو، پردیو ته مو دسوال لاسونه اوږده دي،سیاسي،اقتصادي اوټولنیزه بل واکي جاکمه ده، بس کرکټ مودحقیقت سترګې ړندې کړې دي په دې هيله چې خوا مو پرې درنه نه شي.
زړه ته رانېژدې ځوانه وروره دایوڅو کرښې مې دزړه له درده درته لیکلي دي.

وروردې- محمد ګلاب توحيدیار

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*