وروستي

د جمعي په لمانځه کي د صف جوړولو اهميت او طريقه‎

د جمعي په لمانځه کي د صف جوړولو اهميت او طريقه
[ پوښتنه ] په صف تړلو کي  پښي څرنګه يو ځای کول پکار دي؟ اکثره ملګري ئي ېواځي په رکوع کي يو ځای کوي، ځېني خلک بيا يواځي د پښو يوه ګوته يو ځای کوي، څوک چې د پښو نه لګولو خبره کوي هغوی واېي چې له يو بل سره د پوره پښو په يو ځای کيدو په صورت کي پښې کږيږي (!!).
 د پښو يو ځای کولو مسئلي د قرآن او سنت په رڼا کي راته واضحه کړئ .
[ ځواب ] د جمعي په لمانځه کي د صف  جوړولو ډير اهميت راغلی، صف صحيح کول د ((  اقامت الصلاة )) څخه دی.
د انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي : ((  سَوُّوا صُفُوفَكُمْ، فَإِنَّ تَسْوِيَةَ الصُّفُوفِ مِنْ إِقَامَةِ الصَّلاَةِ )). ( په لمانځه کي ) خپل صفونه برابر کړئ؛ بېشکه صف برابر ول د اقامت الصلاة څخه دي. [ صحيح البخاري کتاب الاذان باب اقامة الصف من تمام الصّلاة، حديث شمېره: ( ۷۲۳ )  ].
ددي حديث په نورو طرُقو کي داسي الفاظ دي: (( سَوُّوا صُفُوفَكُمْ فَإِنَّ تَسْوِيَةَ الصُّفُوفِ مِنْ تَمَامِ الصَّلاةِ )) صفونه برابر کړئ بېشکه د صفونو برابرول د لمانځه څخه دي. [[ صحيح مسلم کتاب الصلوة باب تسوية الصفوف واقامتها ۱۲۴/ ۴۳۳، ابو داؤد کتاب الصلوة باب تسوية الصفوف ( ۶۶۸) ابن ماجه کتاب اقامة الصفوف ( ۹۹۳ ) مسند ابی عوانه ۲/ ۳۸ ) سنن الدارمي باب فی اقامة الصفوف ( ۱۲۶۶ ) مسند احمد ۳/ ۱۷۷، ۲۵۳ ، ۲۷۳، ۲۷۹ ، ۲۹۱ ) ].
 ددي حديث څخه معلومه شوه چې د صفونو برابرول د اقامة الصلاة او تمام الصلاة څخه دي او ددي  نه برابرول د لمانځه د نقصان سبب ګرځيږي، د ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ((  أَقِيمُوا الصَّفَّ فِي الصَّلاَةِ، فَإِنَّ إِقَامَةَ الصَّفِّ مِنْ حُسْنِ الصَّلاَةِ )).
 په لمانځه کي  صف صحيح کوئ  بېشکه د صف صحيح جوړول د لمانځه د حُسن ( ښه والي او ښائست ) څخه دی. [  صحيح البخاری کتاب الاذان باب اقامة الصف من تمام الصلوة ( ۷۲۲ ) عبد الرزاق ( ۲۴۲۴ )].
 د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ((  أَحْسِنُوا إِقَامَةَ الصُّفُوفِ فِي الصَّلاةِ )). په لمانځه کي د صفونو برابرول په ښه طريقي سره وکړئ.[ مسند احمد ٢\٤٨٥ ].
ددي حديث راويان د صحيح  راويان دي، علامه الباني رحمة الله عليه دي حديث ته صحيح ويلي: [  صحيح الترغيب والترهيب ۱/ ۲۷۱ ( ۴۹۶ ) صحيح ابن حبان  (  موارد ۳۸۴ )، مجمع الزوائد ۲/ ۹۲ ].
 ددي صحيحو احاديثو نه هم معلومه شوه چې د صف صحيح کول او برابرول د لمانځه د حسن او ښايست له جملي څخه دی.
او ددي حکم رسول الله صلی الله عليه وسلم کړی،که چيري د صف برابرول صحيح نشي نو په لمانځه کي  به ضرور نقصان راځي.
د  صفونو صحيح کول او برابرول يواځي په رکوع کي نشته، بلکه دا په قيام کي  هم ضروري او لازمي دی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم به لومړی صفونو برابرول  بيابه ئي لمونځ شروع کول ،که به چيري په صف کي څه نقصان وو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  به د هغه اصلاح کوله .
د نعمان بن بشر رضی الله تعالى عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به صفونه برابرول، تردې چې دا به ئي د نېزي يا د غشي په شان کړو، يو ځل هغه د يو سړي سېنه مخکي راوتلي ولېده، نو وې فرمايل: خپل صفونه برابر کړئ؛ ګني الله تعالى به ستاسي په مخونو کي مخالفت واچوي،  په ځينو روايتونو کي د مخونو په ځای زړونو ذکر شوي. [  ن ماجه کتاب اقامة الصلوة والسنة فيها باب اقامة الصفوف ( ۹۹۴ ) واللفظ له، ابو داؤد کتاب الصلوة باب تسوية الصفوف ( ۶۶۳ )، صحيح مسلم ۱۲۸/ ۴۳۶، صحيح البخاری ( ۷۱۷ ، مختصرا ).].
 براء بن عازب رضی الله عنه واېي: رسول الله صلي الله عليه وسلم به  له يو سر څخه تر بل سره په صفونو کي ګرځيده، هغه صلی الله عليه وسلم به زمونږ  له سېنو او اوږو باندي  لاس اېښودل او ويل به ئي چې اختلاف مه کوئ ( يعني کاږه مه دريږئ ) الله تعالى به ستاسي زړونه مختلف (کاږه ) کړي، او دا به ئي ( هم ) ويل: بېشکه الله تعالى او د هغه ملائک په اولني صف والو باندي صلاة ( درود ) واېي. [  ابو داؤد کتاب الصلوة باب تسوية الصفوف ( ۶۶۴ ) نسائی کتاب الامامة باب کيف يقوم الامام الصفوف ( ۸۱۰ ) ابن ماجه ( ۹۹۷ ) ].
 په زوائد د ابن ماجه کي راځي چې د براء بن عازب رضی الله عنه د حديث سند صحيح دى، او ددي  ټول راويان ثقه دي.
ددي صحيحو احاديثو نه معلومه شوه چې د صف برابرول د لمانځه د شروع کولو نه مخکي مخکي  پکار دی، همدارنګه دا خبره هم ورڅخه معلومه شوه چې  صفونه برابرول  د امام ذمه واري او ظيفه ده، که چيري په صف کي څه خلل او نقصان وي نو ده ته پکار دي چې لومړی هغه صحيح کړي او بيا په لمانځه شروع وکړي، ليکن افسوس چې نن د مسجدونو امامان دې خبري ته توجه نه ورکوي !! د اقامت ويلو سره پورا لمونځ شروع کولی شي، په لمانځه کي  هر کس ته داسي درېدل پکار دي چې د خپل خوا کي کس د اوږي سره اوږه او د هغه پښي سره خپله پښه يو ځای کړي؛ چې د دوی ترمنځ  هېڅ خلاء نه وي، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د خلاء ډکولو حکم کړی، عبد الله بن عمر رضی الله تعالى عنهما واېي: يقيناً رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: صفونه سم او برابر کړئ، اوږې او څنګلي نېغ او برابري کړئ، خالي ځای بند کړئ او د خپلو وروڼو په لاسونو کي نرم شئ او شيطان ته خالي ځای مه پريږدئ،کوم کس چې صف يو ځای کړي هغه به الله د خپل رحمت سره يو ځای کړي او کوم کس چې صف پرې کړي نو الله تعالى به هغه د خپل رحمت څخه بېل او پرې کړي. [   ابو داؤد کتاب الصلوة باب تسوية الصفوف ( ۶۶۶ ) نسائی کتاب الامامة باب من وصل صفّا ( ۸۱۸ ) المستدرک للحاکم ۱/ ۲۱۳، امام حاکم او امام ذهبي دېته د مسلم په شرط صحيح ويلي، علامه الباني رحمة الله عليه هم ورته صحيح ويلي صحيح الترغيب والترهيب ( ۴۹۲ )، مسند احمد    ۲/ ۹۸ )].
 امام منذري پدې حديث کي د (( فرجات )) د لفظ تشريح کوي ليکي چې: الفرجات جمع فرجة وهي: المکان الخالي بين الاثنين.
الفرجات  د فرجة جمع ده او ددي څخه مطلب د دوو کسانو په منځ کي خالي ځای دی .
 ددې حديث نه معلومه شوه چې د لمانځه په صف کي خالي ځای بندول پکار دی او د دوو کسانو په منځ خالي ځای پرېښودل نه دی پکار، لهذا کوم کسان چې د لمونځ کونکو په منځ کي د څلورو ګوتو يا ددي  څخه ډيره فاصله ورکوي نو د هغوی دا کار صحيح ندی، هغوی ته خپله اصلاح پکار ده.
انس رضی الله عنه فرماېي:
 ((  لَقَدْ رَأَيْتُ أَحَدَنَا يَلْزَقُ مَنْكِبَهُ بِمَنْكِبِ صَاحِبِهِ، وَقَدَمَهُ بِقَدَمِهِ، وَلَوْ ذَهَبْتَ تَفْعَلُ ذَلِكَ لَتَرَى أَحَدَهُمْ كَأَنَّهُ بَغْلٌ شَمُوسٌ )).
 بېشکه ما لېدل چې په مونږ کي  به هر يو خپله اوږه د خپل ملګري د اوږي سره او خپله پښه د خپل ملګري د پښي سره نښلوله، او که چيري ته نن له چاسره داسي وکړي نو ته به ئي وګوري داسي به تښتي او ترېږي لکه مست قچر [ابن ابی شيبه ( ۳۵۲۴ )، ۱/ ۳۰۸ ، مطبوعه دارالتاج بيروت،  فتح الباري ۲/ ۲۱، عمده القاری ۵/ ۲۶۰  ].
 نعمان بن بشير رضی الله عنه فرماېي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خلکو ته متوجه شو او وې فرمايل: خپل صفونه صحيح  ودَروئ ! دا خبره هغه درې ځلي وکړه ( بيا ېي  وفرمايل ) زما دي په الله تعالى قسم وي تاسي به ضرور خپل صفونه برابر او نېغوئ؛ ګني الله تعالى به ستاسو په زړونو کي مخالفت واچوي.
صحابي رضی الله تعالى عنه واېي: بيا ما وليدل چې هر لمونځ کونکي به خپله اوږه او څنګل د خپل ملګري د اوږې او څنګل سره، او خپل ځنګنونه د هغه د ځنګنونو سره او خپله بېډۍ به ېي د هغه د بېډۍ سره يو ځای کوله. [  ( ابو داؤد الصلوة باب تسوية الصفوف ( ۶۶۲ )،صحيح البخاری کتاب الاذان باب الزاق المنکب بالمنکب والقدم بالقدم تعليقا، مسند احمد ۴/ ۲۷۶، ابن حبان ( ۳۹۶ )، دار قطني ۱/ ۲۸۲، ۲۸۳، بيهقی ۳/ ۱۰۰،۱۰۱ )].
 ابوعثمان النهدي واېي :
((  كُنْت فِيمَنْ ضَرَبَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ قَدَمَهُ لإِقَامَةِ الصَّفِّ فِي الصَّلاةِ )).
 زه هم په هغو خلکو کي  يم څوک چې عمر رضی الله عنه په لمانځه کي د صف برابرولو لپاره په پښو وهلي.
[  المحلّی لابن حزم ۴/ ۵۸، موسوعة فقه عمربن الخطاب ۴۴۵ مخ، ابن ابي شيبة ( ۳۵۳۰ )، ۱/ ۳۰۹، فتح الباري۲/ ۲۱۰ ].
 د صالح بن کيسان نه روايت دی چې: عبد الله بن عمر رضی الله تعالى عنه به فرمايل:
 ((  لأَنْ تَخِرَّ ثَنِيَّتَايَ أَحَبُّ إلَيَّ مِنْ أَنْ أَرَى خَلَلا فِي الصَّفِّ فَلا أَسُدَّهُ )).
که زما دواړه غاښونه مات شي؛ ( په بل روايت کي راغلي که له ما څخه ټولي جامي ووزي ) نو دا ماته  ددي خبري نه ډير غوره ده چې زه په صف کي خلاء او تش ځای ووېنم او هغه بند نکړم .
 [  عبدالرزاق ( ۲۴۷۳ ) ۲/ ۵۷ ، ابن ابي شيبه۱/ ۳۳۳ ، المحلی لابن حزم ۴/ ۵۹ ].
د پورتني ذکر شوو صحيحو او حسن احاديثو نه معلومه شوه چې د لمونځ شروع کولو په وخت کي دي لومړی صفونه برابر او نېغ کړل شي، که چيري په صف کي  خالي ځای وي نو هغه دي بند کړل شي، او دا د امام  فريضه او ظيفه ده چې هغه دي صفونه نېغ او برابرکړي، هر لمونځ کونکي دي د بل لمونځ کونکي ورور له اوږي سره خپله اوږه او د هغه له  پښي سره دي خپله پښه يو ځای کړي، او د خپل ورور په لاس کي دي نرم شي، نو کله چې صف برابر اوصحيح کړل شي نو بيا دي امام لمونځ شروع کړي .
او دا کار په صف کي له درېدلو سره  فوراً شروع کيږي، داسي نه چې په قيام کي   دي د اوږو او پښو په منځ کي فاصله وي او په رکوع کي دي يو ځای کول شروع کړي، همدا رنګه د پښو سره يوه ګوته نه؛ بلکه پوره پښه لګول پکار دي؛  لکه څرنګه چې به صحابه کرامو رضی الله تعالى عنهم لګولي.
د پښو يو ځای کولو څخه د مستو او تريدلو قچرو په شان تېښته او مخالفت  ندي پکار، د پښو په لګولو او خالي ځايونو بندولو سره لمونځ کونکی د الله تعالى له طرفه د ثوابونو او درجاتو مستحق ګرځيږي لکه مخکي چې ددي يادونه وشوه، الله تعالى دي موږ ته د صحيح عمل کولو توفيق راکړي او الله تعالى دي زموږ له هر ډول افرط او تفريط څخه حفاظت وکړي. ( آمين ).
لیکنه : الشيخ مبشّراحمد رباني حفظه الله
پښتوژباړه: ابوخالد لائق احمد غزنوي عفی الله عنه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*