وروستي

د حدیثو په طلب پسې دعلماؤ سفرونه‎

 لکه څرنګه چې الله رب العزة دقرآن کریم دحفاظت  ذمه په خپله اخستي  ، همداسي یې  دقرآن کریم دتفسیر په صورت کې دمبارکو حدیثونو  ذمه هم اخستي ، الله تعالی ددي کارلپاره په هره زمانه کې داسي  ستري ستري هستۍ پیداکړي  دي چې هغوی  دعلم په طلب پسې لیري لیري  سفرونه کړي ،  مشقتونه اوتکلیفونه  یې ګاللي ، علم یې حاصل کړی اوبیایې ترموږ پوري رارسولی دی  په  لاندي څولیکوکې به  دڅو داسي سترو هستیو دعلمي سفرونو یادونه وکړو

دنوموړو دحدیثونو لپاره  اوږده او دراز  سفرونه  کول یو ځانګړی مقام لري ، له دې تکلیفونو ډک سفرونه  نه یواځي داچې  یوپه زړه پوري داستان دی بلکه  دتاریخ یومهم باب هم دی  له  همدې  امله یې   دمحدیثینو په  تذکره کې په اهتمام سره  یادونه کیږي

دمحدثينو په تراجموکې   د رحّال (ډيرسفرکونکو)  جوّال (ډیرګرزیدونکو)  اکثرالجوال ، مکحولاالیه ، رحلة (انتهايي ډیرسفرکونکي )  غوندي  الفاظ استعمالیږي  لکه  ابن العماد الحنبلي  رحمه الله (متوفی ۱۰۸۹هــ ) د علامه ابن منده (م/۳۹۵ هـ ) په اړه داسي لیکلي :

طوّف الدنیا وجمع وکتب مالاینحصر( شذرات الذهب ۳/۲۸۱ دارالکتب العلمیة )

یعني دټولۍ نړۍ سفریې وکړ اودومره  ډېرڅه یې ولیکل  اوراټول کړل چې شماریې نه شي کیدای .

همداراز دامام ابوالحسن محمد الجرجاني په باره کې  د  رحّال او جوال  لفظونه  کارول شوي ( تذکرة الحفاظ ۳/۱۲۸ط دارالکتب العلمیة )

دحافظ ابن حجر العسقلاني (متوفی ۸۵۲هـ ) په اړه  دالعلامة الرحلة  الفاظ کارول شوي دي ـ (نزهة النظر،ق:۱/ب ، مخطوط)

علامه تاج الدین سبکي (متوفی ۷۷۱ هـ ) دابونعیم الاصبهاني  په اړه لیکلي : کان مکحولاالیه وقته .- (طبقات الشافعیة الکبری ۲/۲۵۵ ط  دارالکتب العلمیة )

دغه ټولو نوموړو  دحدیث په طلب پسي دمشرق ، مغرب، شمال اوجنوب ټولي سیمي راغوښتي دي ، دا ډول الفاظ اوعبارتونه دمحدثینوپه تذکروکې په کثرت سره پیداکیږي

حضرت جابر بن عبدالله  رضی الله تعالی عنهما فرمایې : ماته دیوه صحابي په اړه چې په شام کې اوسیدو معلومه شوه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې یو داسي حدیث اوریدلی چې  مانه ؤ اوریدلی نوماهم سمدستي یو اوښ واخست  کجاوه مي ورباندي سمه کړه  او پوره یوه میاشت مي سفر وکړ چې په شام کې دحضرت عبدالله بن انیس رضی الله عنه کور ته ورسیدم ، دهغه ساتونکي ته مي وویل : ورشه دننه ورته ووایه چې جابرپه دروازه کې ولاړدی ، ساتونکی چې دننه ولاړ نوهلته وورته وویل شو چې جابربن عبدالله ؟ نوهغه ورته وویل : هو! ددې خبري په اوریدلوسره  نوموړی راووت له روغبړ وروسته مي ورنه وپوښتل : ستاسوپه واسطه یوحدیث رارسیدلی ، زه بېریدم چې هسي نه مرګ راشي اوزه یې له اوریدلو محروم پاتي شم ، ددې خبري په اوریدلو سره نوموړي هغه حدیث راته واورول  چې دقصاص اړوند ؤ ( مسنداحمد ، الادب المفرد، بحواله  فتح الباري ۱/۱۷۴ ط دارالفکر)

همداسي یوه بله په زړه پوري واقعه  دحضرت ابوایوب الانصاري  رضی الله تعالی عنه هم راغلي : هغه یو حدیث له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی ؤ ، مګر … هغه ته په دې حدیث کې یوڅه تردد پیداشو ، خوکله چې نوموړي دغه حدیث له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی ؤ حضرت عقبه بن عامر رضی الله عنه هم موجودؤ ، اوس هغه په مصر کې ؤ  نو حضرت ابوایوب الانصاري مصرته سفرپیل کړ، حضرت عقبه بن عامر ته ورسید ورته ویې فرمایل : ماته هغه حدیث بیان کړه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دي دمسلمان د پرده پوشي اړوند  اوریدلی ؤ ، هغه مهال له ما اوتاسو پرته ددي حدیث اوریدونکی بل څوک نه ؤ

حضرت عقبه بن عامر رضی الله عنه دحدیث تکرارورته کوي ، له حدیث اوریدو وروسته هغه بیرته سمدستي روان شو

هغه حدیث دادی : من سترمسلما في الدنیا علی خزیة سترالله یوم القیامة  –  یعني څوک چې دکوم مسلمان ورورپه دنیاکې پرده پوشي وکړي نو الله تعالی به یې دقیامت په ورځ پرده پوشي وکړي ( مصنف عبدالرزاق ۱۰/۲۲۸  ط  دارالقرآن)

داخو دصحابه کرامو له واقعاتوڅخه یوه نمونه یاده شوه ، له دوی وروسته دتابعینو اووروستنیو دسفرونو په سلسله کې نوره هم ترقي راغله ، د حدیثو دطلب لپاره پلي سفرونه ، په دریابونو اولویو دښتوکې مزلونه کول دهغوی په نزد یومعمولي خبره وه

حضرت سعید بن المسیب رحمه الله ( متوفی ۹۴ هــ ) فرمایې چې : ما به د یوه حدیث لپاره څو ورځي اوشپې پیاده سفرونه کول ( فتح الباري ۱/۱۴۵ ط دارالفکر)

حضرت ابراهیم بن ادهم رحمه الله (متوفی ۱۶۲هــ ) فرمایلي چې : الله تعالی له دې امت څخه ډیر عذابونه د اصحاب حدیثو د سفرونو له امله  ګرزولي دي (الرحلة في طلب الحدیث ۱۵۵ )

حضرت زکریا بن عدي رحمه الله (متوفی ۲۱۲هـ ) وایې : ماحضرت عبدالله بن مبارک  رحمه الله په خوب کې ولید ورڅخه ومي پوښتل چې الله تعالی څه درسره وکړل ؟  نو راته ویې ویل : دحدیثوپه طلب پسي دسفرونو له امله  یې مغفرت راته وکړ (الرحلة في طلب الحدیث ۱۵۶)

حضرت  عبدالرحمن بن منده  (متوفی ۱۶۲هـ)په یوه اوږده سفر باندي ولاړ ، په مختلفوملکونو او ښارونو کې وګرزید هلته یې دحدیثو علم ترلاسه کړ، آن چې دېرش کاله یې په سفر کې تېرکړل  خپلي سیمي ته درارسیدوپه مهال یې  څلوېښت  اوښان په کتابونو بار ورسره راوستل (البدایة والنهایة ۱۲/۲۷۲ دارابن کثیر الطبعة الاولی ۱۴۲۸هـ )

حضرت عامربن شرحبی رحمه الله ( المتوفی ۱۰۵ هـ )  فرمایې : که کوم څوک دشام له یوې کنارې څخه دیمن تربلي کناري پوري  یواځي دیوې خبري ( کلمې ) چې وروسته ورته ګټّ ورسوي دزدکولو لپاره سفر وکړي نو زماپه آند چې داسفریې نه دی ضایع شوی ( الرحلة  ۱۵۷مخ )

مشهور تابعي حضرت مکحول هذلي  رحمه الله تعالی ( المتوفی  ۱۱۳هـ) فرمایې : طفت الارض کلها في طلب العلم ، یعني ماد علم په  طلب پسي ټوله نړۍ وغوښته  اوهرڅه چې مي یادکړي هغه مي په سینه کې محفوظ شوي اوهروخت چې یې وغواړم راوبه یې باسم ( صفحات من صبرالعلماء مخ  ۵۰  المکتبة الغفوریة )

حضرت بقي بن مخلد  ـ  رحمه الله تعالی ـ  المتوفی ۲۷۶ هـ)  دحدیثو په طلب پسي دوه سفرونه کړي ، یوسفریې دمصر او شام  او دوهم سفر دحجاز اوبغداد  چې لمړی سفریې په  څوارلسو کلونو او دوهم سفریې په شل کاله  مشتمل ؤ (صفحات من صبرالعلماء علی شدائدالعلم وتحصیله  ۶۰ مخ )

ابن الجوزي رحمه الله ( المتوفی ۵۹۷ هـ ) په صیدالخاطر کې لیکلي چې : امام احمدبن حنبل رحمه الله دوه ځله په نړۍ راوګرزید اوبیایې مسند تیار کړ، (صفحات من صبرالعلماء ۵۴ مخ )

ابن ابي حاتم الرازي په خپل کتاب   ”الجرح والتعدیل“   کې د خپل پلار ابوحاتم الرازي (المتوفی ۲۷۷هـ) په  اړه لیکلي چې : لمړی چې په سفر ووتم  نو ۷ کاله مي تېرکړل او داټول سفرمي پیاده ( پلی ) وکړ ، هغه وایې : زه په پرله پسي توګه  روان وم او هرفرسخ مي شمارل چې کله  به  زر پرسخه پوره شول نو وبه دریدم (یوفرسخ کابو ۵ کلومتره کیږي ) بغداد اوکوفي ته خومي څو څوځله سفرونه وکړل ، له مکي مکرمي ترمدیني منوري مي هم څوڅو ځله سفرونه کړي ، داقصي مغربي سیمي  د  –  سلا –   ښار ته  پیاده ولاړم  له هغه ځایه رمله  اوله  رمله څخه بیت المقدس ، همداسي له رمله نه  عسقلان ته ، له رمله نه طبریه  اوله هغه ځایه  دمشق  اوله دمشق نه حمص ته ، اوله هغه ځای نه انطاکیه ته اوله انطاکیې نه طرسوس  اوله هغه ځایه بیا بیرته حمص ته راغلم ، چې هلته مي له حضرت ابوالیمان څخه دحدیثوپه اړه مي  دیوڅه پوښتنه کوله  ، بیا له حمص نه بیسیان ته اوله بیسان نه مي رقه   ته سفر وکړ  زما داټول  سفر پیاده ؤ ، له رقې څخه مي  بیاه په کښتۍ  کې سفر وکړ  همداسي له  واسط  څخه  نیل   اوله نیل څخه  مي دبغداد په لوري سفر وکړ چې دازمالمړنی سفر ؤ په کال ۲۱۳هـ کې له کوره ووتم او په  ۲۲۱ هـ کې بیرته راغلم ، اودوهم سفر درې کاله ؤ  (صفحات  من صبر العلماء ۶۰ مخ )

ابن المقري محمدبن ابراهیم  ( المتوفی ۳۸۱ هـ)  فرمایې چې : ما دمفضل بن فضاله مصري  دنسخي ترلاسه کولولپاره   اویا  (۷۰) ځله سفروکړ ، ( تذکرة الحفاظ  ۳/۹۷۳)

حضرت ابوالعالیة  تابعي  رحمه الله ( المتوفی ۹۳هـ)  فرمایې : مابه دحدیثو دطلب لپاره په یوه سړي پسي ټوله ورځ سفرکول ، لمړی به مي دهغه لمونځ کتل ، که به یې په ښه طریفه لمونځ کول نو هلته به مي قیام وکړ اوله هغه څخه به مي حدیثونه اوریدل ، اوکه نه نو بیرته به راتلم اودابه مي ویل  چې نورکارونه به نو ترلمانځه بیخي زیات خراب کوي ( الرحلة في طلب الحدیث  ۱۶۲ مخ )
دمحدثینو مبارکانو له دې سفرنامو یارحلاتوسره ” آداب طلب الحدیث“  یعني دحدیثونو دطلب ادا ب  هم  ذکرکیږي چې له امله یې دارحلات قیمتي شي اوکماحقه استفاده  ترې وشي  ، داسي نه وي چې یوڅوک خو لیري لیري سفرونه کوي  خو له ادابو او اخلاقو تش لاس راځي  نو ځکه په لنډه توګه یو څو اداب هم لیکو :

خپل نیت باید یواځي دالله تعالی درضاحاصلولو لپاره وګرزوي  چې له پرته یې باید بل کوم غرض اوهیله نه وي

لمړی باید دخپلي سیمي له علماؤ علم حاصل کړي اوبیا دي نورو سیموته سفرونه وکړي

ښه اخلاق خپلول ډیرمهم دي ، ځکه څوک چې له ښو اخلاقو محروم وي هغه له یوغټ خیرڅخه محروم وي  ، حضرت سفیان بن عیینه  رحمه الله  فرمایې چې : په اصحاب حدیثو کې هغه څوک داخلیدلی شي چې ورین تندی ولري ( شرف اصحاب الحدیث ۱۹ مخ  )
دعباداتو ، ادابو او فضائلو په اړه چې کوم حدیثونه اوري باید په هغوی ترخپل وسه عمل وکړي چې په دې توګه به یې ښه یادشي  او حق به یې هم اداء کیږي ، حضرت بشر الحافي رحمه الله فرمایلي : ای ‍ دحدیثو ملګرو! دحدیثونو زکوة اداء کوئ ، هغوی وپوښتل څه ډول دحدیثو زکوة اداء کړو ؟  په جواب کې یې ورته وویل : په هرو دوو سوو (۲۰۰) حدیثونوکې کم ترکمه په پنځو یې عمل وکړئ ( الجامع لاخلاق الراوي واداب السامع ۱۴ /۱۴۴ مخ  مکتبة المعارف)

حضرت ابراهیم بن اسماعیل فرمایې : موږ دحدیثو یادولو لپاره په هغوی له عمل کولو څخه کاراخسته  ( الجامع لاخلاق الراوي واداب السامع ۲/۲۵۹مخ  مکتبة المعارف)

له چاچې حدیث زده کوئ  نو دهغوی عظمت په زړونوکې پیداکړئ  ، ترڅوچې مکمله استفاده ترې وکړی شئ ، دهغوی دراحت اوارام خیال ساتئ ، کوم چې هغه درته وایې په هم هغه قناعت اوصبروکړئ ، ډیره هوښیاري مه ښکاره کوئ ، مشهور عالم ابن صلاح  رحمه الله (المتوفی ۶۴۳ هـ ) لیکلي : څوک چې داکارونه نه کوي  زه ویریږم چې له علم څخه محروم نه شي (  معرفة انواع علم الحدیث  ۲۵۵ مخ )

څه چې اورئ  هغه په بشپړه توګه لیکئ ، په هغه کې اختصار مه کوئ  ، که څه پاتي شي  نوله نورو ملګرو یې معلوم کړئ  په دې کې هیڅ ډول شرم مه کوئ ، کنه وي نو وروسته به بیاسخت پښیمانه یاست، عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمایې  چې : کله مي دکوم شیخ دخبرو په لیکلو کې له اختصار نه کاراخستي وروسته  ورباندي سخت پښیمانه شوی یم  ( الجامع الاخلاق الراوي واداب السامع ۲/۱۸۷)

له تکبر څخه  خپل ځان ساته اوله  الله تعالی څخه هم  په دې باره کې دعاوي کوه ۔

دا څو ادابونه دیادوني ؤ ، موضوع ډيره اوږده ده  دزیات تفصیل لپاره  لاندي کتابونوڅخه استفاده کولی شئ

الرحلة في طلب الحدیث   للخطیب البغدادي  (المتوفی ۴۶۳هـ) الجامع لاخلاق الراوي واداب السامع  للخطیب البغدادي ، تذکرة السامع والمتکلم في ادب العالم والمتعلم  لابن جماعة ، جامع بیان العلم وفضله  لابن عبدالبر (المتوفی ۴۶۳هـ)  معرفة انواع علم الحدیث  لابن الصلاح (المتوفی ۶۴۳هـ)  صفحات من صبر العلماء   لعبدالفتاح ابوغدة (المتوفی ۱۴۱۷هـ)   العلماء العزاب الذین آثرواالعلم علی الزواج  لعبدالفتاح ابوغدة ، ابن ماجه اور علم حدیث  مولانا عبدالرشیدنعماني  (المتوفی ۱۴۲۰هـ)  اوله  دې پرته  دتراجمو له کتابونو هم استفاده کیدی شي

ابوالفضل عباس بن محمدخراساني  ( المتوفی ۲۷۱هـ)  څومره ښه ویلي

رحلت اطلب العلم مجتهدا

وزینة المرء فی الدنیاالاحادیث

لایطلب العلم  الا باذل  ذکر

ولیس یبغضه الاالمخانیث

لاتعجبن بمال سوف تترکه

فانما هذه الدنیا مواریث

ما داصلي علوموپه  ترلاسه کولوکې سخت کړاونه وګالل ، ځکه چې په دنیاکې دانسان ښایست احادیث دي

اودایواځي  دکارخلک  ترلاسه کولی شي ، کمزوري اوناځوانان  ورنه نفرت کوي

په داسي مال اودلت تعجب مه کوه چې ته به یې پریږدي  ،ځکه چې دادنیا یوبل ته په میراث پاتیدونکي ده

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*