وروستي

د عالي اخلاقو ستره نمونه‎

“.ليكوال: شيخ مجب الرحمن عمر ” حفظه الله
خطیب بغدادی په تاریخ بغداد کی راوړیدي چی
یوه ورځ دقاضی موسی ابن اسحق په وړاندی دیوی ښځىی وکیل دعوه وکړه چی زما د موکلی په خپل خاوند ( 5000)پنځه زره روپۍ دی ، او خاوند یی نه ورکوی .
قاضی دښځی له وکیله گواهان طلب کړل .
وکیل ورته وویل : بلکل سمه ده زه به گواهان راولم .
وکیل گواهان راوستل .
گواهان ، ښځه اوخاوند ټول دقاضی مجلس ته سره حاضر شول ،
کله چی گواهان دقاضی په وړاندی ودریدل نو دښځی نه یی دودریدلو غوښتنه وکړه ،
خاوندیی تری تپوس وکړ چی ولی ؟
د ښځب وکیل ورته وویل : مخ دی لوڅ او ښکاره کړی چی گواهان ورته وگوری چی ویی پیژنی  چی هغه ده که نه  …
اودايوضرړرت دى ،،،
کله چی گواهانو دمخ دښکاره کولو غوښتنه وکړه نو خاوندیی له ډیره غیرته وویل : زه په دی اقرار کوم چی پرمایی پنځه زره روپۍ دی ،،،
بس زه به یی هرومرو ورکړم خو مخ دى نه لوڅوي ،
ښځی چی دخپل خاوند غیرت ولید ، نو فورا یی وویل : بس زما له خوا ورته ټولی معاف شوی .
قاضی چی ددواړو غیرت ولید، خورا حیران شو او منشی ته یی وویل : دا دی دعالی اخلاقو دنمونو په لړۍ کی ولیکل شی .
📚  تاريخ بغداد 15/53

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*