وروستي

زما د وطن ښوونکی!

عبدالفتاح جواد

د معلم د نړیوالې ورځ په ترڅ کې مې خپل ټول هغه ښوونکي په ذهن کې را وګرځیدل چې زه یې له قلم او کتاب سره اشنا کړم، ویې روزلم، ویې هڅولم ، د الله (جل جلاله) له فضل نه وروسته د همدوی تشویق، هڅونه او مرسته وه چې نن زه د یو کالم په ترڅ کې د څو تورو د لیکلو توان لرم، زه چې د هغوی له ملې نه هر یو وینم او ورسره مخ کیږم، ځان را ته هماغه د ابتدایې د مکتب او ښوونځي زده کوونکی بریښي، د دوی لاسونه نیسم او هماغسې درناوی یې کوم.

زه په لومړي ښوونځي کې وم چې د کورنۍ دندې په ترڅ کې مې څو لغاتونه په جملو کې استعمال کړي وو، زمونږ ښوونکی (کونړی معلم) چې په همدې نوم مشهور ؤ، او زده کونکي به ترې سخت ویریدل، د هغه د نوم په اوریدو به مو په بدن لړزه راتلله، یوه ورځ سهار وختي، له درس نه وړاندې چې کله د لاین پر سر ولاړ وو، کونړي معلم زما نوم واخیست او راته یې وویل: (ستیج ته راپورته شه) سخت وویریدم، زړه مې درب دروب پیل کړ، پښې مې راپسې څښېدلې، ساه مې بنده بنده کېدله، ما په ذهن کې له ځان نه پوښتل: ګناه مې څه ده؟ څه غلطي مې کړې ده؟ کونړی معلم خو وهل کوي، اوس به مې حالت څنګه شي؟ ستیج ته له رسیدو سره یې لاسونه په تخرګونو کې را کړل او داسې يې پورته وغورځولم، ما فکر وکړ چې اوس به مې زمکې ته را خلاص کړي، خو هغه بیرته را ونیولم او ښکل یې کړم، خدای خبر چې زما له خولې به څنګه کړیکه وتلې وي، بیا یې ټولو شاګردانو ته مخ کړ او ورته یې وویل: پرون مې ټولو ته په جملو کې د څو پښتو لغاتونو د استعمال دنده ورکړې وه، دغه ماشوم دومره ښې جملې ترې جوړې کړې دي، چې زما ډیرې خوښې شوې او بیا یې یو بوتل رنګ راکړ، او تر ننه مې دغه خاطره یاده ده.class

له هغه درانه ښوونکي (استاد محمد عظیم ) نه یوه نړۍ مننه کوم چې په څلورم ټولګي کې وم خو د اسلام لپاره د مبارزې خاطرې یې راته بیانولې او د ټولو ټولګیوالو په وړاندې به یې د زړه درد، په ژړا او سلګیو بیانولو، هغه مهال زه په دې خبرو نه پوهیدم خو نن د هغه د هرې خاطرې نه الهام اخلم.

زه پدې ډیر خفه شوم چې یو څو دوستانو چې اوس له پوهنتوني دورې نه وتلي او په دندو ګومارل شوي دي، په خپلو مینځونو کې د خبرو پر مهال د لومړنۍ ښوونځي د ښوونکو په اړه ویلي وو، چې هغوی په څه پوهیدل؟ مونږ اوس تر هغوی څو چنده زیات پوهیږو!، دغه ګیله راته د یوه ښوونکي لخوا را ورسول شوه، ډیر خفه شوی ؤ، نوموړي ویل: دغه ځوانان که نن تر مونږ زیات پوهیږي، خو مونږ په خپله کمه پوهه دوی وروزل او تر دې سویې مو را ورسول، که مونږ ورسره خواري نه وای کړې، نو نن به دوی بې سواده او یا هم له دغو دندو نه لیرې پاتې وو!، ما نوموړی ښوونکی وستایه او هڅه مې وکړه چې خفګان یې کم شي.
رښتیا خبره ده، زمونږ په علمي او ذهني غوړیدنو او پرمختیاوو کې د لومړنۍ، منځنۍ، ثانوي او پوهنتوني دورو د ټولو ښوونکو رول او نقش موجود دی، چې باید ستاینه او مننه یې وکړو، څوک چې د خلکو شکر ادا نه کړي، هغه به د خپل رب شکر څنګه پر ځای کړي، غرور او کبر د انسان په سترګو پټۍ ږدي او له درست او پر ځای تصور نه یې لیرې باسي.

د یوه ښوونکي د خولې کیسه ده، وایي چې په ټولګي کې رانه یوه ماشوم اجازه وغوښته، ما ورته وویل: هلکه چیرته ځې! نو هغه راته ځواب راکړ: تشناب ته!، اجازه مې ورکړه او ولاړ، ډیر ځنډ یې وکړ، زه کرار کرار ور روان شوم، ګورم چې د یوه تشناب دروازه تړلې ده، ما د دروازې له شانه د نوموړي نوم واخیست او هغه له دننه نه غږ وکړ: استاذه! پرتوګاښ مې شکیدلی دی!، ما ورته وویل: د دروازې له چاود نه پرتوګ را کړه، شاګرد هماغسې وکړل، پرتوګاښ مې ورته کې واچوه او بیا مې بیرته ورکړ، شاګرد په ډیره خوښۍ تولګي ته ولاړ.

استاد، ښوونکی او معلم د عاطفې، شفقت او مینې سمبول وي، د خدمت نمونه وي، د راتلونکو نسلونو د روزنې یوه سرشاره جذبه وي، خو زمونږ په وطن کې په چا قدر نه لري، په ښوونځیو کې یې په وړاندې د لویو صنفونو شاګردان بې احترامي کوي، په عامه توګه یې خلک هم د پام وړ درناوی نلري، دولت هم تر بل هر چا ټیټ معاش ورکوي، په ډیرو ولایتونو کې چې د معلمینو لپاره ښارګوټي پلان شوي دي، هلته هم څه عملي اقدام ندی شوی، له همدې امله خو د لوړ استعداد لرونکي او لوړ تخصص لرونکي استادان د خپل مادي ژوند د ښه کولو، اقتصادي ستونزو سره د مقابلې او ښه معاش په خاطر موسساتو او انجوګانو ته تللي دي، د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د معلم معاش تر هر چا لوړ وي، که زمونږ په وطن کې دغې مهمې طبقې ته توجه وشي، نو دا به زمونږ د راتلونکو نسلونو په وړتیاوو پوره او روښانه مثبت اغیز ولري.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*