وروستي

پرماشومانو جنسي تېري: لاملونه، اغېزې او د مخنیوي لارې یې!

د ګڼو نورو ټولنیزو ناخوالو او جرمونو په څېر، د جنسي تېريو پرله پسې پېښو هم له یوې اوږدې مودې راهیسې په افغاني ټولنه کې دخلکو اندېښنې راپارولې دي، په تېره بیا په دې څو کلونو کې چې پر کوچنیو ماشومانو د جنسي تېري پېښې زیاتې شوې دي، دا چې ددې لاملونه څه دي او پر ټولنیز ژوند یې اغېزې او اثرات څومره دي، هغه څه دي چې بحث مو پرې کړی او تاسې ته یې وړاندې کوو.

د کابل ښار اوسېدونکی خالد چې د حقوقو پوهنځي محصل هم دی پر ماشومانو د جنسي تېرې د لاملونو په هکله په دې نظر دی چې دا دهغې ډېموکراسۍ برکت دی چې، لویدیزوالو افغانستان ته ډالۍ کړې ده، نو خود به د داسې کرغېړنو عملونو شاهدان یو.

نوموړی دولت هم ګرم بولي او وایي چې د دولت لخوا پوښتنه نه شته، که هر چا هر څه کول آزاد دی، دا اته کاله پرله پسې زه هم د دغو ناوړه عملونو شاهد یم چې پر ماشومانو باندې ظلم او جنسي تېری کېږي، خو دولت په سترګو پټۍ او غوږونو کې مالوچ ایښې دي.
نوموړی زیاتوي چې د تېرې میاشتې خبره ده چې په کندهار کې پر یوه شپږ کلن ماشوم د وسله والو له لوري تېری وشو، خو دولت تر اوسه مجرمین نه دي نیولي.

خالد دا اندېښنه هم لري چې که دولت همداسې ویده پاتې شي، نو د ماشومانو پر وړاندې به تاوتریخوالی نور هم زیات شي.

بلال چې د کابل ښار د کلوله پشتې د سیمې اوسېدونکی او د تعلیم او تربیې پوهنتون محصل دی، په دې اړه داسې وایي: “د ماشومانو ژوند ډېر له ګواښ سره مخ دی، کله چې په ټلویزون او یا هم په راډیو ګانو کې پر ماشومانو د جنسي تېرې خبره اورم سخت خواشینی کېږم او دا خبر چې کله د هیواد ماشومان اوري پر هغو به څومره منفي اغېزې کوي.”

بلال په داسې حال کې چې له خبرو سره یې په ټنډه کې ګونځې راپیدا شوې وې، زیاته کړه: “زه حیران دې ته یم چې پر ماشومانو د جنسي تېرې کوونکي به هم ځانونه مسلمان او انسان ګڼي؟”

هغه زیاتوي، چې پر ماشومانو د جنسي تېرې کوونکو ته جزا نه ورکول کېږي، نو ځکه دغه مردار او ناوړه عمل مخ پر زیاتېدو دی.

بلال زیاتوي: چې که دولت رښتیا پر ماشومانو سره زړه سوی او له هغوی سره همدردي او مینه لري نو یو څو تېرې کوونکي دې د ټولو ترمخ سنګسار کړي، تر څو ټولو ته د پند او عبرت درس شي ترڅو له دې وروسته ددې پېښو مخه ونیول شي.

بلال په دولت غږ وکړ چې نور خدای ته وګورئ دداسې ناوړه عملونو مخه ونیسئ، دا په یو اسلامي هېواد کې ډېره د شرم خبره ده او خدای مه کړه که ددې کرغېړنو پېښو مخه ونه نیول شي، پلرونه او میندې به خپل ماشومان نور له تعلیم څخه را وګرځوي او په خپلو کورنو کې به یې کېنوي. دولت باید دا ډول مجرمین هېڅکله ونه بښي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې پر ماشومانو د جنسي تېرې پېښې له څوکلونو را په دیخواه، زیاتې شوې دي، په دې منځ کې شاید ډېرې پېښې داسې هم وې چې کورنۍ نه غواړي له شرمه دا موضوع را اوچته کړي نو رسنۍ نه پرې خبرېږي.

د ۱۳۸۹لمریز کال د جوزا په ۲۰مه نېټه په زابل کی د یوه پنځه کلن ماشوم مړی وموندل شو چې له جنسي تېري وروسته وژل شوی ؤ.

د زابل دعامې روغتیا یو تن ډاکتر حکمت الله په دې اړه ویلي ؤ: ددوی د معایناتو له مخی پر نوموړي ماشوم لومړی جنسي تیری شوی او وروسته وژل شوی دی.

که څه هم تر دې مهاله دوژل شوي ماشوم د قتل عامیلین نه دي معلوم، خو حکومتي چارواکي وايي، دوی یې دنیولو په لټه کې دي، تر دې وړاندې هم د زابل په سیوري ولسوالۍ کې پر یوه بل ۱۲ کلن ماشوم هم جنسي تیری شوی ؤ، هغه مهال هم چارواکی دعامیلینو په نیولو بریالي نه شول او نه هم تر نن ورځې دهغې پېښې عاملین ونیول شول.
پرماشومانو د جنسي تېري بله پېښه پر یوې ماشومې د ۲۰۱۲ کال د نومبر په ۱۱مه نېټه د بلخ ولایت د کلدار په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.

د مزار ښار د ملکي روغتون سر طبیبې ډاکټرې حمیده علمي ویلې ؤ چې دغه نجلۍ د دې روغتون په نسايي او ولادي سرویس کې تر درملنې لاندې ده.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون په وینا د افغانستان په شمال کې پر ماشومانو باندې د جنسي تېري پېښې شل سلنه زیاتې شوې دي.
تېر کال د وږي په ۱۴مه نېټه د جوزجان ولایت په منګجک ولسوالۍ کې یوه سړي پر یوه نهه

کلن ماشوم جنسي تېری کړی ؤ. د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ د روغتون مسؤولین وايي، چې د دغه ماشوم کورنۍ دغه هلک د درملنې لپاره روغتون ته راوړی ؤ چې په پیل کې د ماشوم روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ؤ، خو له درملنې وروسته یې روغتیایي حالت ښه شو.

پرماشومانو د جنسي تېرې بله کرغېړنه پېښه چې تر اوسه ثبت شوې، هغه هم په قندهار کې د میزان په میاشت کې ده چې پر یوه شپږ کلن ماشوم باندې د وسلوالو لخوا جنسي تېری وشو .

له قندهار نه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي دي چې د یو شمېر وسله والو کسانو له لوري پر یوه شپږ کلن ماشوم جنسي تېری شوی دی .

بل خوا په دې وروستيو کلونو کې پر ماشومانو دجنسي تېري ډېری پيښې د بشري حقونو د دفاع کونکو ادارو لخوا ثبت شوې دي، خو يو شمېر کارپوهان بیاد قانون د واکمنۍ نشتوالی، د زورواکو شتون، د معافيت د کلتور واکمني او له سزا څخه تېښته د دغه راز پيښو په زياتوالي کې اغيزناک ګڼي.SexualHarrsment1

د جمعیت اصلاح د تربیوي څانګې مرستیال مولوي مجیب الرحمن عاصم د جنسې تېرې د پېښو د زیاتېدو د عواملو په هکله وایي، چې دغه ناوړه عمل ډېرلاملونه لرلای شي چې له دې عواملو څخه د دې افرادو جهل او ناپوهي ده، ځکه هغوي د دې ناوړه عمل په دنیوي او اخروي زیانونو نه پوهېږي.

مولوي عاصم زیاتوي، ددې ناوړه عمل بل لامل دا دی چې زمونږ په ټولنه کې اقتصادي ضعف او د واده زیات مصارف د دې باعث ګرځي چې اکثره ځوانان تر ډېره وخته پورې بې واده ژوند وکړي، نو دغه کسان بالاخره اړ کېږي چې دغسې ناوړه کارونو ته لاس واچوي.

خو دغه دیني عالم بیاپه دې نظر هم دی چې ددې کار یو شمېر لاملونه پخپله ماشونو ته هم ورګرځي او هغه دا دي چې کله ناکله ماشومان هم د دې لپاره زمینه برابروي چې د نورو لخوا پرې جنسي تېری وشي او د جنسي آزار ښکار شي.

مولوي مجیب الرحمن عاصم په دې نظر دی چې دغه ماشومانو د هغوی د پلار او مور او کورنۍ لخوا د دې ناوړه عمل د اضرارو په اړه معلومات نه ورکول او د هغوی په روزنه کې له پوره دقت څخه کار نه اخیستل هم ددې سبب کېدای شي.

مولوي مجیب الرحمن عاصم وايې بل لامل یې حکومت ته هم ورګرځي چې د دغه کارونو د سرته رسوونکي د مخنيوي لپاره مناسبې لارې چارې په نظر کې نه نیسي همدارنګه ددغه دیني عالم له نظره، دا هم کېدای شي چې د ټولنې افراد د غرب او غیر اسلامي ټولنو د آزادۍ او بې بندبارۍ خبرونه اوري او ګوري، نو دا کار په دوی هم اغیز کوي او د هغوی تقلید پیلوي .

د مولوي عاصم په وینا : بلاخره ویلای شو چې اصلي لامل یې له الله تعالی څخه لیرې والی او د الله تعالی مراقبت له یاده ایستل.

دغه دیني عالم په دې اړه چې دغه ناوړه او کرغېړن عمل به زموږ په ټولنه او زموږ د وطن پر ماشومانو څه اثرات پرېږدي؟ په دې نظر دی چې دغه ناوړه عمل په ټولنه باندې او په ځانګړې توګه پر ماشومانو باندې ډېرې ناوړه اغیزې پرېږدي.

نوموړی زیاتوی چې ددې کارونو له زیاتوالي سره ټولنه له فساد څخه ډکېږي او د ټولنې افراد او خلک د آرمتیا احساس له لاسه ورکوي او د خپلې کورنۍ او ماشومانو په اړه د مصؤونیت احساس نه کوي.

او د تل لپاره د خپلو ماشومانو په اړه تشویش کوي، چې خدای مکړه له کوم ناوړه عمل او ستونزې سره مخامخ نه شي.

مولوي عاصم وایي: دغه ناوړه عمل نورې ډېرې ناوړه اغېزې پر ماشوم اچوي، چې ځینې دغه ناوړه اغېزې لنډ مهال او ځینې یې اوږد مهاله دي،چې نوموړی یې لنډ مهاله اغېزې یې لکه: خفګان، ګوشه نیشني، د عزت نفس کمېدل او بالاخره له منځه تلل، د ذهني او عقلي ودې کمزوري، د ګناه احساس، له کور څخه تېښته، ځان وژنه او داسې نور او اوږد مهاله اغېزې یې لکه: تل پاتې وېره او ډار، عقلي اختلالات، معتاد کېدل او د مختلفو امراضو انتقال او داسې نورپه ګوته کوي.

مولوي مجیب الرحمن عاصم د دغه ناوړه عمل د مخنیوي لارې چارې په دې بڼه را پېژني: د دې ناوړه او کرغېړن عمل د مخنیوی لارې چارې دا دي چې د ټولنې افرادو ته سمه او اسلامي روزنه ورکړل شي، د هغوی اړیکه له اسلام او قرآن سره پیاوړې شي، ځوانانو ته د واده کولو لارې چارې برابرې شي، کورنۍ، ټولنه او حکومت خپل مسئوولیت ته په سمه توګه پاملرنه وشي.

مولوي عاصم زیاتوي، چې رسنۍ هم په دې اړه مسئوولیت لري چې د دغسې ناوړه کارونو ضررونه ټولنې ته ورپه ګوته کړي او د دې ناوړه کارونو په افشا او هغې لورې ته د حکومت او ټولنې په توجه اړولو کې باید کوټلي ګامونه واخلي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*