وروستي

پرکوچنیانو د رحم کول او د لویانو د درناوی کولو اهمیت

لیکوال : م/ابوالطیب

وَعَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِیَ اللهُ تَعالی عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ تَعَالی عَلَیْهِ وَسَلَّمَ لَیْسَ مِنَّامَنْ لَّمْ یَرْحَمْ صَغِیْرَنَاوَلَمْ یُوَقِّرْکَبِیْرَنَاوَیَأْمُرْبِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَ عَنِ الْمُنْکَرِ.(رواه الترمذي)

ژباړه: له حضرت عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي نبی اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل چي:هغه څوک له مونږڅخه نه ده چي زمونږپرماشومانورحم ونه کړي،او زمونږدمشرانوعزت ونکړی اوأمربالمعروف ونه کړی اونهی عن المنکرونکړی.(مشکوة المصابیح ،ص 423ازترمذي)

تشریح: په دې حدیث شریف کي دڅلورو شیانوپه ډېرټینګارسره اهمیت بیان شوی ده.

اول :پرکوچنیانورحم کول. دوم : دلویانودرناوی کول.درېیم امربالمعروف اوڅلورم نهی عن المنکر.

ددې څلوروشیانواهمیت رسول اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم په ځانګړی ډول(انداز)سره بیان کړی دی،هغه داچي که کوم څوک په دې شیانوسره عمل نه کوي،هغه له مونږ یعنی دمسلمانانوله ډلوڅخه نه ده.

خبره داده چي داسلام ډېرې غوښتنې دي،یوازي داویل چي زه مسلمان یم،دمسلمانۍ لپاره کافی نه ده،داسلام دین دسراسردښېګڼومجموعه ده،اسلام له ټولوسره په ښیګڼه کولوامرکوي،دانسان له کوچنیانوسره هم کارپیداکیږي اوله لویانوسره هم

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*