وروستي

په ماشوماتوب كې غلا (فتوى)

ځواب وركونكى: مولوي مجيب الرحمن منصور

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته!
د اصلاح محترمو کارکوونکو
ستاسې روغتیا او کامیابي زمونږ هیله ده.
که چا په کوچینوالي کې له چا څخه څه شی لکه ساعت او یا موبایل غلا کړي وي او اوس چې لوی (بالغ ) شوی د غلا شوي جنس صاحب نشي پیدا کولی. (د ما ل څښتن/مالک په بل ملک یا په بل ولایت کې وي د شریعت له نظره څه حکم لري؟
مهرباني وکړئ واضح یې کړئ .
ستاسې د لا بریالیتوب په هیله.

ځواب:

قدرمنه وروره! وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته
روغیتا او خوشحالی موغواړم
ستا د نیک احساس یو نړی مننه
ستا د پوښتنې به ځواب که به ووایم چی ته لمړی کوښښ وکړه چی هغه سړی پیدا کړی او غلا شوی شی ورکړی ځکه د بنده حق خوړل هیځکله جواز نلری او که دا کار مشکل وی نو بیا په یو خیریه کار کی مصرف کړه او که دا هم نه وی بیا یی یو غریب ته ورکړه او په دی دواړو وروستنیو صورتونو کی ثواب یی  مالک ته وبښه او بیا هم هروخت چی د هغه سړی پیدا کړ نو جریان به ورته ووایی که چیری راضی شو نو سمه ده او که نه نو د غلاشوی شی قیمت به ورکړی او د صدقی اجر به ستا شی
والسلام

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*