وروستي

په ځان باندې باور

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په ځان باندې باور د یوه انسان په ژوند کې مهم او اړین امر دی، چې باید ټول انسانان په خپل ژوند کې، تر هر څه زیات په دې امر باندې باور ولري او ورته پام وکړي . که چېرې موږ انسانان د خپل ژوند په ټولو چارو کې په ځان باندې باور ولرو، نو تل به د ژوند په ټولو چارو کې بریالي او سر لوړي یو . د بېلګې په توګه : که چېرې موږ په ټولګي کې یاستو او درس لولو، نو باید دومره په ځان باندې اعتماد ولرو او په دې باور واوسو، چې کولای شو د استادانو او خپلو ټولګیوالو په وړاندې درس تشریح کړو او په ځان باندې باور ولرو او یا دا چې خپل پوهنتون ته په ځان باندې دا باور ورکړو او په ځان باندې اعتماد ولرو، چې موږ کولای شو په صنفي کنفرانسونو کې ګډون وکړو او باید په جرات سره کنفرانس پرمخ بوځو، نه یوازې په پوهنتون او ښوونځي کې، بلکې د هرې ټولنې په هره ګوښه کې، چې ژوند کوو، باید په ځان باندې باور ولرو .

هغه څه چې کولای شي، زموږ په ځان باندې باور زیات کړي، زموږ د جامو او بدن پاکوالی دی، موږ باید تل په ځان باندې پام وساتو، چې یوې غونډې او یا هم یوه کنفرانس د ورتګ پرمهال مو جامې پاکې وي . باید خرید وکړو او ډول ډول جامې واغوندو، د پاکو جامو اغوستل یو له دې مهمو کارونو څخه دی .

که چېرې کوم انسان د خپل ژوند په ټولو برخو کې په ځان باندې باور خپل ملګری کړ، نو کولای شي، د ټولو کارونو له مسؤولیت څخه په ښه توګه راووځي او کولای شي، تر ټولو ستره ستونزه په ډېرې آسانۍ سره حل کړي او دا ډول شخص په خپل ژوند کې تل بریالی او د ژوند ټولې چارې یې کولای شي پرته له کومې ستونزې او په ښه توګه پرمخ لاړې شي، برعکس که چېرې د ژوند له ستونزو څخه ځان ووېروو او ټول کارونه ستونزمن وګڼو او هېڅکله دا هڅه ونه کړو، چې په ځان باندې باور ولرو، په کارونو کې دا هرڅه د دې لامل ګرځي، چې ټولې چارې په سخته او ستونزمنه بڼه پرمخ لاړې شي، د دا ډول کسانو ژوند تل له ستونزو ډک پرمخ ځي .

تر ډېره بریالي کسان په خپل ځان باندې ډېر زیات باور لري . روښانه ده، چې په خپل ځان او په هغه څه باندې چې ترسره کوي یې باور لري، په یاد ولرئ، د هغوی بریا د هغوی په ځان باندې د اعتماد سبب نه ده شوې، بلکې په ځان باندې د باور روحیه هغوی یې د بریا په لور بیولي دي . یو طبیعي او په ځان باندې بشپړ اعتماد لرونکی انسان کولای شي، د ځان په اړه ښه احساس ولري، په خپل ارزښت باندې پوه شي، د خپلو وړتیاوو، مهارتونو او بریاوو له پاره د خوښۍ احساس وکړي، خو هغه کس، چې په خپل ځان باندې له کمزوري اعتماد څخه برخمن وي، داسې احساس کوي، چې هیچا ته د منلو وړ نه دی او نه شي کولای، چې هېڅ کار په سمه توګه ترسره کړي .

که چېرې غواړئ، چې په ځان باندې مو باور زیات شي، نو د هیندارې په وړاندې ودرېږئ او دا لاندې جملې ځانته ووایئ :

ـــ زه ستر سړی یم .

ـــ زه کولای شم، چې په ننګونو باندې بریالی شم او خپلو موخو ته ورسېږم .

ـــ زه د خپلو دوستانو او ملګرو په ژوند باندې مثبت او جوړونکی اغېز لرم .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*