وروستي

کوژدن مې زما له دعوتي او سیاسي چارو ویره لري

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

زما کوژدن (نامزاد) له هغې راهیسې چې د لته (مصر) کې مظاهرې پیل شوې، پر ما ډیره ویریږي، او هغه هم اکثره له دعوتګرو خویندو سره ناسته ولاړه لري خو دا نه خوښوي چې زه په مظاهرو، او نورو لاریونو کې ګډون وکړم، دهمدې لپاره زه کله مجبور شم چې هغې ته درواغ ووایم، او یوځل هغې زما دتلیفون ځواب را نکړ او له ما سره یې خبرې بندې کړي، وروسته پوهه شوم چې هغه زما دځينې دعوتې کړنو نه خبره شویده، نو وعده مې ورسره وکړه چې له دې وروسته به زه هغې ته درواغ نه وایم، او زه له هغې سره ډیره مینه لرم، نو زه اوس څه وکړم؟ آیا خپل ټولو دعوتي کارونه شاته وغورځوم او که څنګه؟

ځواب:

لومړی درته دکوژدنې مبارکي وایو، او غوره خبره داده چې ځوان خپله چنغله او هغه دا ځوان له لومړې ورځې د کوژدې څخه خوښ کړي او له یو بل سره مینه وکړي.

دویم داچې تا دوې غټې ښویدنې (خطاوې) کړيدي:

لومړی غلطي او ښویدنه ستا درواغ ویل دي، او هیڅ زلمي ته پکار نه دخپل نوی ژوند پیل له خپلې کوژدنې سره په درواغو پیل کړي، ځکه چې دا کار دښځې په زړه کې دوه غلطو کارونو ته لاره پرانیزي، لومړی داچې دخپل خاوند په خبرو په راتلونکي کې بې باوره کیږي، دویم هغه هم دې ته هڅوي چې په مقابل کې خاوند ته همغه شان درواغ ووایي.
او ستا دویمه غلطي داده چې ته دالله دلارې یو دعوتګر یې، چې دا دعوت او تګلاره دنړۍ تر ټولو دعوتونو اوچته او غوره دعوتي او پاکه لاره ده، نوڅنګه تا ددې ستر دعوت دپیشوا او امام خبره له یاده وویستله.widing-islam

دریم: ستا له لیکنې دوې خبرې روښانه کیږي:

لومړۍ خبره داچې ستا کوژدن ددعوتي خویندو په مینځ کې له کوچنیوالې څخه نه ده تربیه شوې، او هغه له دې دعوت سره دمصر له مظاهرو وروسته آشنا شوې ده، او په دعوتي کار کې نوې ده.

دویمه خبره: ستا کوژدن چې پر تا ویریږي او ستا په اړه تشویش کوي، دا په ښځو کې یوه فطري خبره ده، او هغه کسان چې دې ته نږدې دي او دا ورسره مینه لري، پر هغو ډیره ویریږي، چې دا یو ښه او دستایلو وړ کار دی.

نو دهمدې لپاره تاته وایو:

۱- خپله کوژدنه معذوره وګڼه او له هغې سره دې چې کومه وعده کړیده (چې نور به هغې ته درواغ نه وایې) هغه وعده پرځای کړه.
۲- هغه په غوره طریقه، ښو الفاظو، او بحثونو پر دې قانع کړه، چې دالله دلارې دعوتګر هغه کسان وي، چې خپل نفسونه، مالونه او خپل ټول ژوند او هوساینه یې پر دې دعوت پرولي دي، او دهغو په مقابل کې له الله جنت غواړي او په خپل دعوت او سرښندنه دالله ددعوت او درسول الله دسنتو برلاسي غواړي.
۳- هغې ته باید داخبره په ډاګه کړې، سره له دې چې له هغې سره مینه لرې، ولې دا مبارک دعوت او له دې څخه دفاع نه به هیڅکله هم لاس وانخلې، که هره ستونزه راځي او که دڅومره قربانۍ ضرورت وي ته به یې ورکوې، خو سره له دې به هم دژوند نورې چارې پر مخ بیایې او دخپل کورنۍ ژوند دهوساینې لپاره به هڅه کوې.

او په دې کار کې به هله بریالی کیږې چې:

۱- دالله جل جلاله دا سپارښتنې په یاد ولرې: “ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ” (سورة النحل: 125) ژباړه: اې محمده! دخپل رب لور (اسلام) ته په حکمت او ښې خبرې سره دعوت وکړه، او له هغوی سره په غوره طریقه بحث او مناقشه وکړه.

همدا راز: “وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا” (سورة طه: 132). ژباړه: خپلو کور والاوته (اهل) ته دلمونځ امر وکړه، او هغوی ته صبر وکړه.
نو حکمت، ښې خبرې او موعظې، او نیکه طریقه، دبحث او مجادلې دسر تاج او ښکلا يې صبر کول دی.

۲- هغې ته دمقابلې مینې اظهار وکړه او ددې خبرې یادونه کړه چې ته دهغې ډیر احسانمن یې چې هغه پر تا دومره ویریږي، او ته دهغې په دې کار فخر کوې، اوهغې ته یادونه وکړه چې دجنت لپاره الله جل جلاله له مسلمانانو نه دهغوی ژوند، مالونه او هرڅه اخیستي دي، مونږ دالله جل جلاله یو، هغه پیدا کړي یو او هغه مو بیرته اخلي، زمونږ مالونه، اولادونه او نفسونه او هرڅه دالله تعالی دي: “إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآَنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ” (سورة التوبة: 111)، ژباړه: بيشکه الله تعالى له مومنانو څخه دهغوي نفسونه  او دهغوي مالونه  د جنت په بدله کې  پېرلى دي هغوى به د الله تعالى  په  لارکى جنګيږي  نو وژني   او وژل کيږي ، هغوى سره د جنت وعده  ده په تورات،  انجيل او قران کې نو څوک دى  له الله  څخه زيات د خپلې ژمنې  پوره کوونکى نو خوښ  اوسۍ  خپلي دې سودا ته چې تاسو له  الله سره کړيده همدا تر ټولو ستر برياليتوب دى.

او دنارینتوب هم ځنې نښې دي چې الله جل جلاله هغه په ګوته کړې دي: “رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ (37) لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ”، “سورة التوبة” ژباړه: داسې نران چې سودا ګري او خرڅلاويی د الله له ياده،د لمانځه د اداء کولو او د زکات د ورکولوڅخه نه غافلوي هغوي له يوې داسې ورځې ويريږي چې زړونه او سترګې په كې اوړي راوړي * چې الله تعالی دوی ته ددوی دښو اعمالو په وجه، ښه بدل او جزا وکړي او له هغې هم زیات فضل پرې وکړي او الله چې چاته وغواړي بې حسابه روزي او رزق ورکوي.

۳- هغه (خپله کوژدنه) وهڅوه، ترڅو په دعوتې کار کې مشغوله شي، ترڅو له دې لارې هغه دالله لارې ته ددعوت پر طبیعت، له مسلمانانو سره دګډ کار او دهغوی دهدایت لپاره دهڅو پر اهمیت او ګټو وپوهیږي، نو خپله به ستا مرستندویه شي.

الله دې تا، ستا منکوحه او ستا ټوله کورنۍ په خپل امان کې وساتي او الله دې ستاسې واده ژر او په خیر سره وکړي.

له اخوان آن لاین نه په مننې

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*