وروستي

ای د میډیا او رسنیو واکمنانو!

عبدالظاهر نوازی

ای د میډیا او رسنیو واکمنانو! د اسلامي امت بچېان خپل رب ته دا شکایت کوي چې ولې د دین او پت د بې حرمتۍ او د بد اخلاقیو د خپرولو په هلو ځلو بوخت یاستئ؟ هغوی په الهي عدالت کې پر تاسې باندې محاکمه دایروي، نو آیا د دې بې شرمیو او چټلیو له خپرونو څخه به لاس وانه‌خلئ؟
آیا تاسې پوهېږﺉ چې د فضایي چينلونو په وسیله د خپل امت ترمنځ د څومره لوی فساد خپرونه کوﺉ؟ او یا په دې مو غور کړی دی چې ستاسې جرم او ګناه څومره لویه ده؟ آیا دا فکر مو کړی چې په افغانستان کې قومي ژبني او تنظيمي تعصبات هم تاسو اوج ته رسولي؟ آیا دا فکر مو کړی کوم پکیجونه چې تاسو ته د نشر کولو لپاره د امت دښمنان در کوی په ورځ د قیامت یې جزاء څه ده؟

پخوا وختونو کې به دې چې چا ته وویل ای ډمه! نو ډېره بده به یې ګڼله تر دې چې ځینې وخت به له فزیکي جګړې څخه مرګ ژوبلې ته خبره ورسېده، یعنې چا ته ډم ویل ډېر د عیب او شرم خبره وه اوس ستاسو د هڅو او زیار له کبله ستاره افغان ته نوبت کې ځوانان ولاړوي، که چېرې ناکام شي ټول فامیل يې ژاړي.

که لږ هم د عقل او شعور خاوندان یاست؛ داسې امت چې دښمنانو له هر پلوه محاصره کړی دی، په عوض ددې چې بچېان يې د مقابلې لپاره ښه وروزل شي، په تعلیمي او تخنیکي ډګر کې پرمختګ وکړي او په کلکه د خپل دښمان مقابله وکړي، ځینې مزدورې رسنۍ ترې ډمان جوړوي، ذهنونه يې بد اخلاقیو سره عادي کوي د علم، پوهې، پرمختګ او زدکړو لپاره ورته خنډوه جوړوي.

نو ای د رسنیو مسؤولینو! له خپل پالونکي څخه ووېرېږﺉ، د دې پرځای چې د خپل ملت بچیان په بې‌ګټې او غلطو لوبو کې مشغلوئ، هغوی ته د پوهې، ویښتیا او پرمختګ وسیلې شئ، ترڅو په دنیا او آخرت کې سر لوړي شئ.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*