وروستي

ولسي جرګې دوه نور وزیران سلب اعتماد کړل

ولسي جرګې نن هم درې وزیران استیضاح کړي وه چې درې سره ولسي جرګې ته حاضر نه شول او په غیاب کې ددغه جرګې له اړخه دوه وزیران سلب اعتماد شول او یو وزیر بچ شو.

د تفصیلاتو سره سم نن د مالي، پوهني او ټرانسپورټ وزیران استیضاح شوي وه، چې د هغو څخه یوازي د ماليې وزیر اکلیل احمد حکیمي بچ شو او پاته دوه وزیران هر یو د پوهني وزیر اسد الله حنیف بلخي او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد الله بتاش سلب اعتماد شول.

د نن په غونډه کې د ولسي جرګې ۲۰۳ تنه غړي حاضر وه، چې د پوهني وزیر بلخي پر ضد ۱۳۱ رايي وکارېدلي او د ترانسپورټ وزیر پر ضد ۱۴۲ رايي په غالب اکثریت سره وکاریدلې او په دې توګه دواړه سلب اعتماد شول.

ټاکل شوې چې سبا به د ښار سازی وزیر، د عالي تحصیلاتو وزیر او عدلیې وزیر استیضاح کیږي.

باید وویل شي چې تېره شپه ولسمشر او اجرائیه د ولسي جرګې د استاوز او کمیسونونو مشرانو سره غونډه وکړه او د هغو څخه یې وغوښتنه چې د استیضاح دغه پروسه وځنډوي.

تېره ورځ ولسي جرګې صلاح الدین رباني، نسرین اوریاخېل او محمود بلیغ له خپلو وزراتونو څخه بې برخي کړل.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*