وروستي

له کافرانو سره د دوستی شرعي حکم (دویمه برخه)

لیکوال: مولوي عبدالحکیم حمدي

د روانې موضوع په أړه دڅو مشهورو اومخورو مفسیرینو نظر: (۱): قال ابن جرير الطبري رحمه الله : في تفسير قوله ” لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء ” :

(والصواب من القول في ذلك عندنا أن يقال: إن الله تعالى ذكره نهى المؤمنين جميعا أن يتخذوا اليهود والنصارى أنصارا وحلفاء على أهل الإيمان بالله ورسوله وأخبر أنه من اتخذهم نصيرا وحليفا ووليا من دون الله ورسوله والمؤمنين فإنه منهم في التحزب على الله وعلى رسوله والمؤمنين وأن الله ورسوله منه بريئان).

وقال: (القول في تأويل قوله تعالى “ومن يتولهم منكم فإنه منهم” يعني تعالى ذكره بقوله “ومن يتولهم منكم فإنه منهم” ومن يتول اليهود والنصارى دون المؤمنين فإنه منهم ، يقول: فإن من تولاهم ونصرهم على المؤمنين فهو من أهل دينهم وملتهم؛ فإنه لا يتولى متول أحدا إلا وهو به وبدينه وما هو عليه راض، وإذا رضيه ورضي دينه فقد عادى ما خالفه وسخطه وصار حكمه حكمه)

ژباړه: علامة ابن جریرطبري رحمه الله د دغه آیت کریمه : لا تتخذوا الیهود الایة …….. په تفسیر کښې فرمائې: پدغه هکله حقه خبره زما په نظر دادی چې وویل شي، الله تعالی واړه مؤمنان له دې څخه منعه کړي دي چې یهود اومسیح مرستندویان ونیسي او له هغو سره د مقابل لوري د مقابلې لپاره تړون وکړي چې مقا بل لوری په الله او د هغه په رسول صلی الله علیه وسلم ایمان لرونکي وي.

(د حلیف جمعه حلفاء) راځي،هغه مرستندوی ته وائې چې د یوه تړون له مخې له خپل تړون کونکي سره د د ښمن په مقابل کښې هررنګه مرسته کوي،) اوالله تعالی دا خبر ورکوي چې که چا له الله تعالی او دهغه له رسول او مؤمنانو څخه پرته، کفارمرستند ویان، حلفاء او دوستان ونیول نو بې له شکه هغه له هغو( کفارو) څخه دی، دغه کس دالله تعالی او دهغه رسول او د مؤمنانو په مخالف ټولي کښې دی او بې له شکه الله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم له هغه څخه بیزاره دي، اوعلامة ابن جریررحمه الله د الله تعلی د دغه قول په تاویل کښې داسې فرمائې: ( قول الله تعالی ومن یتولهم منکم فانه منهم) یعنې الله تعالی دغه کس چې له مسلمانانو پرته له یهودواومسیحو سره دوستي کوي داسې یاده وي چې دغه کس له هغو څخه دی،هغه فرمائې بې له شکه هغه څوک چې هغوی (یعنې یهود اومسیح) په دوستي سره نیسي اود مسلمانانو په مقابل کښې د هغومرسته کوي نو دغه کس دهغو په دین اوعقیده دی ، داځکه یودوست هم له چاسره داسې دوستي نکوی مګرهلته چې دهغو په دین وي اوپدغه دین خوښ وي، کله چې په هغې دوستي اوپه هغه دین خوښ شو نو بې له شکه ئې له هغه چاسره دښمني وکړه چې د هغو مخالف وي اوهغه ئې ناراضه کړنود(دغه کس) حکم هم دهغه چا شو چې تولاء ئې ور سره وکړه.

[ وقول الله تعالی: لايتخذالمؤمنون الكافرين أولياء من دون المؤمنين ومن يفعل ذلك فليس من الله في شيء “.] قال علامة طبری رحمه الله فی تفسیر هذه الآیة: وهذا نهي من الله عز وجل المؤمنين أن يتخذوا الكفار أعوانا وأنصارا وظهورا :ومعنى ذلك: لا تتخذوا أيها المؤمنون الكفار ظهرا وأنصارا توالونهم على دينهم وتظاهرونهم على المسلمين من دون المؤمنين ،وتدلونهم على عوا راتهم، فإنه من يفعل ذلك فليس من الله في شيء، يعني بذلك: فقد برىء من الله وبرىء الله منه بارتداده عن دينه ودخوله في الكفر.

ژباړه: اودغه قول دالله تعالی: ندې نیسي مؤمنان کافرانو لره په دوستي سره بې له مؤمنانو څخه اوکه چا دغه کړنه ترسره کړه نو هغه له الله سره په هیڅ کښې ندی،( یعنې الله له هغه څخه اوهغه له الله څخه بیزاره دی،) علامة طبري رحمه الله د دغه آیت په تفسیر کښې فرمائې: دغه دالله له لوري منعه راغلي ده مؤمنانو لره چې کفارملګري، مرستندویان اوامدادګر مه نیسی او د دې معنا داده چې مه نیسی ای دایمان څښتنانو کفار په معاونت اونصرت سره، تا سو له هغوسره دوستي کوی دهغو په دین باندې اودهغو معاونت کوی د مسلمانانو په خلاف ما سوا له مسلمانانو څخه او هغو ته خبر ورکوی دمسلمانانو په رازونو با ندې، نوکه چا دغه کار ترسره کړ نوهغه له الله سره په هیڅ شي کښې ندی، یعنې د دغه (کار) له أمله، بې له شکه هغه له الله تعالی څخه بیزاره دی اوالله تعالی له هغه څخه بیزاره دی، دهغه له دین څخه د ګرځیدلواوپه کفرکښې د داخلید لو له أمله.

له کافرانوسره د ملتیا، مرستې اویو والې په أړه داسلامي أمت د نامتو عالمانو أقوال او فتوا:

(۲) : قال ابن حزم رحمه الله: أن قوله تعالى “وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُم” إنما هو على ظاهره بأنه كافر من جملة الكفار ، وهذا حق لا يختلف فيه اثنان من المسلمين.

ژباړه : علامة ابن حزم رحمه الله فرمائې : بې له شکه دغه قول دې الله تعالی ، چاچې له دوی سره دوستي وکړه له تا سو څخه نو هغه دهغوی له ډلې څخه دی،په ریښتیا سره دغه ظاهر مراد دی پداسې شان سره چې دغه کس یوکا فردی د کفا روله ډلې څخه، او دا حق خبره ده چې په دې کښې دوه مسلمانان هم اختلاف نلري.

(۳):؛ قال شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فی مجموعة الفتاوی رقم ۱۷/۱۸/۷: قوله تعالى “تَرَى كَثِيراً مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ ، وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنَّ كَثِيراً مِنْهُمْ فَاسِقُونَ” فذكر جملة شرطية تقتضي أنه إذا وجد الشرط وجد المشروط بحرف (لو) التي تقتضي مع [انتفاء] الشرط انتفاء المشروط ، فقال “وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ” فدل على أن الإيمان المذكور ينفي اتخاذهم أولياء ويضاده ، ولا يجتمع الإيمان واتخاذهم أولياء في القلب ، ودل ذلك على أن من اتخذهم أولياء ما فعل الإيمان الواجب من الإيمان بالله والنبي وما أنزل إليه.

ومثله قوله تعالى (لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ) فإنه أخبر في تلك الآيات أن متوليهم لا يكون مؤمنا ، وأخبر هنا أن متوليهم هو منهم ، فالقرآن يصدق بعضه بعضاً)

ژباړه: علامه ابن تیمیه رحمه الله په مجموعة الفتا وی کښې فرمائې: ته وینې ډیر له هغو څخه چې دوستې کوي له هغوسره چې کفار دي، خامخا ډیر بد دي هغه څه چې د دوی نفسونو د دوی لپاره وړاندې لیږلي دي هغه داچې الله په دوی غوصه دی اوهغوبه په عذاب کښې تل پاتې وي، اوکه چیرته دوی په الله اوپه رسول الله اوپه هغه (کتاب) چې هغه ( رسول الله ) ته نا زل کړی شوی دی ایمان لرلی نو هغوی ( کفار) به ئې په دوستي سره نه نیول خوډیر ئې بد کاره دي.

دلته ئې جمله شرطیه ذکر کړې ده، جمله شرطیه دا غواړي چې کله شرط موجود شي نومشروط ورسره موجو دیږي، د (لو) په توري سره، هغه چې په نه شتون د شرط سره مشروط هم نه موجود یږي، نوالله فرمایلي دي، ولوکانویؤمنون بالله آلآیة ….. نو دا دلالت کوي پدې خبره چې دغه ذ کر ایمان ( یعنې ایمان په الله او دالله په رسول او په هغه کتاب چې الله نازل کړی دی خپل رسول ته ) له هغوی(کفارو) سره دوستي نه منی اوضد ئې دی، ایمان او له هغوسره دوستي په یوه زړه کښې نشي سره یوځای کیدلی، نو دغه خبر پدې دلالت کوي چې چا هغوی( کفار) په دوستي سره ونیول هغه دواجب ایمان سره سم عمل ترسره نه کړ، هغه (ایمان) چې په الله او دالله په رسول اوپه هغه (کتاب) چې رسول الله ته نازل شوی دی ،اودغه رنګه دا قول دالله تعالی ( لاتتخذوا الیهود … الایة) بې له شکه هغه ( الله تعالی ) پدې آیت کښې خبر ورکړی دی چې له هغوسره دوستي کونکی مؤمن ندی او داخبر ئې ورکړی دی چې له هغوسره دوستي کونکی دهغو له ډلې څخه دی، نو قرآن کریم ځینې د ځنی نوروبرخو تصدیق کوي،… همدغه رنګه شیخ الاسلام علامه ابن تیمیه رحمه الله په ( أقتضاء الصراط المستقیم ) کښې فرمائې: الله سبحانه وتعالی دا خبره روښانه کړې ده، چې په الله تعالی ایمان اودهغه په رسول اوپه هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی دالازمه وي چې له هغو (کفارو) سره به دوستي نوي، نوکه دوستي ورسره وشوه بیا ایمان نشته ځکه دلازم نشتوالی د ملزوم نشتوالی لازمه وي ( یعنې دکفاروپه دوستي سره ایمان له منځه ځي)،همدغه رنګه حافظ ابن تیمیة رحمه الله په مجموعة التاوی/۱۸/۳۰۰/ کښې وروسته دالله تعلی له دغه قول څخه ( یاأیهاالذین آمنوا لاتتخذوا… الایة) لیکي:

(فالمخاطبون بالنهى عن موالاة اليهود والنصارى هم المخاطبون بآية الردة ، ومعلوم أن هذا يتناول جميع قرون الأمة، وهو نهى عن موالاة الكفار وبين أن من تولاهم من المخاطبين فإنه منهم،)

ژباړه: نو هغه چې د یهودو اومسیحوله دوستي څخه هغوته په منعه خطاب شوی دی هغه د – ردت- (یعنې دکفر) په آیت سره مخاطب شوي دي، اودا واضح دی چې دغه ( حکم) ټولوزمانواو وختونو دأمت لره شامل دی،هغه دادی چې د کفاروله دوستي څخه منعه شوي ده اود دې خبرې څرګند ونه ده چې چا له مخاطبینوڅخه له هغو(کفارو) سره دوستي وکړه نو دغه کس دهغوله ډلې څخه دی.

وقال شیخ الاسلام علامة ابن تیمیة رحمه الله في اختیاراته: (من جمز إلى معسكر التتر، ولحق بهم ارتد ، وحل ماله ودمه ):

ژباړه: او شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله په خپلو مختاراتو کښې فرما یلي دي:څوک چې د تاتاریانو فوځي پنډ غالی ته وروځغاښت اوله هغو سره یوځای شو له دین څخه واوښت(یعنې کافرشو) مال اووینه ئې حلال دي،(مال ئې ولجه او وینه ئې بې پوره ده)

نور بیا …

لومړی برخه دلته ولولئ

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*