وروستي

له کافرانو سره د دوستۍ شرعي حکم «لومړۍ برخه»

مولوي عبدالحکیم حمدي

دلیکنې په پیل کښې د څو تورو او جملو أړتیا: له درنو لوستونکو څخه یوه هیله هغه  دا چې : زما دغه لیکنه یواځې  د شرعي حکم د بیان په بڼه ولولی، نه د سیاسي اونورو د نیاويموخو په بڼه،  داځکه چې نن د شریعت هرحکم د سیاست اوحالاتو په هنداره کښې کتل کیږي نو که  د چا ذاتي موخې اوګټې پکښې خوندي وي هغه تائیده وي اوکه د ذاتي موخو او ګټو په توافق ئې نه وو نوبیا خپلوکړنوته سل حیلې اودلائل لټوي اود الله تعالی دغه حکم خلکو ته  د یوه ټولي اود یوه سیاسي خوځښت  حکم  په ګوته کوي، له لیکنې  څخه  مې موخه د چا تکفیر اوګمراه کول ندي  بلکه موخه مي د شریعت  د حکم  بیانه ول  دي اوهغه چا ته تنبیه  ورکول  دي  چې  په  ناپوهي اویا د خلکو په عقلي او جاهل قیاس کولو ئې  دغه کړنه ترسره کړې د ه اویائې د ترسره کولو اراده لري، دغه  احکام نوي او دکوم بنده ندي بلکه څه د پاسه څوارلس سوه کاله وړاندې الله تعالی  دغه احکام د یوه قانون په حیث مسلمانانو ته  رالیږلي دي اویو مسلمان دعقیدې له مخې مکلف دی چې دغه احکام به مني او پیا ده کوي به ئې.

زمونږ د راون بحث موضوع له کفارو سره  ( مولاة، ولاء، توالی )اوپه پښتو ژبه کښې دوستي، ملتیا، اومرسته ده: غواړم  دغه موضوع هر أړخیزه وڅیړم ترڅو یومسلمان  د د یني  مکلفیت له مخې  خپل  مسؤلیت  وپیژني، اود روا اوناروا مولات ولاء او تولی ترمنځ  توپیر وکړی شی، په روا- مولات اوتولی – سره د الله  خوښون ترلاسه کړي او د ناروا – ولاء- له وخیمې  پایلې  چې دالله د نا راضګي اوغضب لامل ګرځي ځان وساتي.

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله أما بعد:
لومړی د ولاء  لغوي  څیړنه:

(۱) ولاء : محبة وصداقة

( ۲) ولاء : نصرة ، مساعدة

( ۳) ولاء:  قرب

(۴) ولاء :  قرابة :

دویم د ولاء  شرعي  څیړنه : حُبُّ الله تعالى  ورسوله ود ين الإ سلا م وأتباعِه المسلمين، ونُصْرةُ الله تعالى  ورسولِه ودينِ الإسلام وأتباعِه المسلمين.

ژباړه: دالله اود هغه له رسول صلی الله علیه وسلم اود اسلام له  دین اوله مسلمانانو سره محبت اومینه، اودالله (ددین) مرسته درسول الله  صلی الله علیه وسلم مرسته او د اسلامي  دین اومسلمانانومرسته شرعی ولاء دی.

دریم دغیرشرعي ولاء څیړنه :

(هو الدفاع عن الكفار، وإعانتهم بالمال والبدن والرأي وهذا كفر صريح يخرج به من الملة الإسلامية) و موالاة الكفار: الاستعانة بهم والثقة بهم وتوليتهم المناصب التي فيها أسرارالمسلمين واتخاذهم بطانة: وهذاکفربواح.

ژباړه: له کفا روڅخه  دفاع، دهغو مرسته په مال، بدن اوفکرسره غیرشرعي ولاء دی اودغه ولاء ښکاره کفردی او ترسره کو نکی ئې له اسلام څخه وځي، له کافرانوسره مولاة دیته هم وائې چې: له هغوڅخه مرسته وغواړي، اوپه هغوباوري وي، اوهغو ته  هغه منصبونه وسپاري چې په هغو کښې د مسلمانانو رازونه نغښي  وي، اوهغوی خپل رازدار ونیسي اودغه ښکاره کفردی. د ولاء له هرأړخیز لڼډ تعریف څخه وروسته د غیرشرعي یا منعه کړی شوې ولاء شرعي حکم بیانوو.

قرآن کریم اوغیر شرعي ولاء:

قرآن کریم په ښکاره تورو اوجملو سره له کفا روسره ملتیا کونکۍ  منافق او له کفاروسره  یوشان بولي، اوداسې حکم کوي: (۱) قال  الله تعالى: ” بشر المنافقين بأن لهم عذابا أليما . الذين يتخذون الكافرين أولياء من دون المؤمنين أيبتغون عندهم العزة فإن العزة لله جميعا”. [النساء:۱۳۹/۱۳۸) ژباړه : الله تعلی فرمائې: منافقینو ته زیری ورکړه چې د دوی لپاره د رد ناک عذاب[ تیارشوی]  دی،( دا) هغه کسان دي چې له مسلمانانو څخه پرته کافران په  دوستي  سره نیسي ( یعنې دکفاروملتیا  کوي) آیا دوی له هغوڅخه عزت اوقوت غواړي ؟ حال دای چې واړه غزتونه اوقوت له الله تعالی سره دی،   د الله تعالی  دغه قول ډ یر په روڼتیا سره دهغو خلکو شرعي حیثیت  په ګوته کوي چې له کفارو سره ملتیا او تړون کوي. (۲) قال تعالى : ” ترى كثيرا منهم يتولون الذين كفروا لبئس ما قدمت لهم أنفسهم أن سخط الله عليهم وفي العذاب هم خالدون .ولو كانوا يؤمنون بالله والنبي وما أنزل إليه ما اتخذوهم أولياء ولكن كثيرا منهم فاسقون” [المائدة:۸۱/۸۰] ژباړه : الله تعلی فرمائې: ته وینې ډ یرله هغوی څخه چې له هغوکسانو سره دوستي کوي  چې کافران  دي، خامخا ډیر بد دي هغه څه چې د دوی نفسونو د دوی لپاره وړاندې لیږلي دي،هغه داچې الله تعالی له هغوڅخه ناخوښ دی ( یعنې ورته په غضب دی) اوهغه به تل به په عذاب  کښې  وي، اوکه هغو په الله تعلی اودالله په رسول اوپه هغه (کتاب)چې الله هغه ته ( رسول الله صلی الله علیه وسلم ته) نازل کړی دی ایمان لرلی نوهغوی (کفار) به ئې په دوستي سره نه نیولی، خو ډ یر له هغوڅخه بد کاره  دي،  (۳) قال، ياأيها الذين آمنوا لا تتخذوااليهودوالنصارى أولياء بعضهم أولياء بعض ومن يتولهم منكم فإنه منهم إن الله لا يهدي القوم الظالمين [المائدة ۵۱]  ژباړه: الله تعلی فرمائې: ای د ایمان څښتنانو یهود اومسیح  په  دوستي سره مه نیسی (یعنې له یهودواومسیحوسره  دوستي مکوي) له هغوی څخه ځینې  د نوروځینو دوستان دي ( یعنې دهغوی په خپل منځ  کښې  له یوه اوبل  سره دوستي دی) اوکه چا له تاسو څخه له هغو سره دوستي ونیوله  نوبې  له شکه هغه  دهغو له ډلې څخه دی ، له شکه پرته الله تعلی ظالم قوم ته هدایت نکوي،. (۴)  قال تعالى: ” لا يتخذ المؤمنون الكافرين أولياء من دون المؤمنين ومن يفعل ذلك فليس من الله في شيء،[ آل عمرن:۲۸]

ژباړه : الله تعلی فرمائې: نه د نیسي مؤمنان کفار په  دوستي سره پر ته له مؤ منانو څخه (یعنې مؤمن به له مؤمن سره دوستي کوي الله تعلی  مسلمانان  له کفاروسره له دوستي کولو منعه کړي دي)اوکه چا دغه کړنه (یعنې له منعې سره که چا دغه دوستي) ترسره کړه نوهغه له الله تعالی سره هیڅ رنګه تړاؤ نلري( یعنې له الله تعلی څخه بیزاره دی)

(۵) قال  تعالی، يا أيها الذين آمنوالا تتخذواعدوي وعدوكم أولياء تلقون إليهم بالمودّة – إلى أن قال – ومن يفعله منكم فقد ضل سواء السبيل،[الممتحنة/۱]  ژباړه : الله تعلی فرمائې: ای دایمان څښتنانو مه نیسی زما دښمن اوخپل  دښمن په دوستی سره ( یعنې زما اوستاسوله ګډ دښمن کافرسره دوستي مکوی) تاسو هغوته د دوستي پیغام ورلیږی،- تر دې قول پورې – اوکه چاله تاسو څخه دغه کار وکړ(یعنې دالله اودمؤمنانو له دښمن سره ئې دو ستې وکړه ) نوپه ریښتیا سره هغه ګمراه  دی( یعنې له سمې لارې څخه ګرځیدلی دی)

(۶) قال الله تعالى: لا تجد قوماً يؤمنون بالله واليوم الآخر يوادون من حاد الله ورسوله، [المجادلة  /۲۲]،

ژباړه: ته به ( ای دالله رسوله ) داسې قوم ونه مومې چې هغه  په الله او د قیامت په ورځ ایمان ولری اوهغه بیا له هغه چاسره دوستې وکړي چې هغه له الله او د هغه له رسول سره دښمني لري،

(۷) قال الله تعالى: يا أيها الذين آمنوا لا تتخذواالذين اتخذوا دينكم هزواً ولعباً من الذين أوتوا الكتاب من قبلكم والكفارأولياء واتقوا الله إن كنتم مؤمنين المائدة/ ۵۷]

ژباړه: الله تعالی فرمائې: ای د ایمان څښتنانو مه نیسی هغه کسان چې هغوی  ستاسو په  دین پورې مسخرې اولوبې کوي له هغو کسانو څخه چې له  تاسو څخه وړاندې کتاب ورکړی شوی وو اوکافران  دوستان،اوله الله څخه  ویره وکړی که دایمان څښتنان وی (یعنې هرهغه یهودي،مسیحي اوبل عام کافرچې ستاسو دین اود دین شعائروته  سپکاوی کوی هغه په دوستي سره مه نیسی،) خلاصة: دا چې  دأمت  دعلماء أِجماع  پدې خبره راغلې ده چې  دغه آیاتونه له کفارو سره مولاة او د مسلمانانو په خلاف له کفار و سره هررنګه مرسته کول منعه کوي، که په أمت کښې دغه کړنه چا ترسره کړه هغه له اسلام څخه وتلی دی.

نور بیا …..

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*