وروستي

ډونلډ ټرمپ او پر اسلامي نړۍ یې د بریالیتوب اغیزې

لیکوال

لیکوال عبدالرحیم ثاقب

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال اوسیاسي شنونکی

د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ لکه څرنګه چې یې فزیکي وجود اعجوبه دی هماغه شان یې په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالیتوب هم عجیب و.

دا چې نوموړی یو اځې یو پانګوال او له سیاست سره په نابلدي کې پرسیاست پوهې هیلري کلنټن باندې بریالی شو د نړۍ سیاستوال ټول حیران کړل.

ځکه د نړۍ ډیرو سیاست پوهانو په امریکايي انتخاباتو کې د نوموړي بریالیتوب ناشونی ګاڼه، بارک او باما څو کرته په خپلو خبرونو کې ویلي وچې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ټرمپ په هیڅ ډول د بریالیتوب چانس نه لري ، ځکه د ده غوندي څوک د دې وړتیا نه لري چې د امریکا ولسمشر شي، اروپایانو هم وار له مخه ورته د ټګمار خطاب کاوه.

خو د دې ټولو انګیرنو او اټکلونو برخلاف ټرمپ د امریکا ۴۵ نمبر ولسمشر شو او له خپلې سیالې هیلرې کلنټن څخه يي په مطلق اکثریت ټاکنې وګټلې.

اوس خبره دا ده چې د ټرمپ بریالیتوب به په نړۍ په تیره اسلامي نړۍ باندې څه وي؟

د افغانستان په شمول د عربي نړۍ ډیری داسې هیوادونه دي چې مستقیما د امریکا تر تسلط لاندې دي.

داسې تسلط چې د امریکا په بهرنۍ پالیسي کې هر ډول تغیر د دغو هیوادونو په برخلیک مستقیم اثر لرلاشي.

د بیلګې په توګه د افغانستان موجوده حکومت چې اساس یې د امریکایانو لخوا کیښودل شوی ، په سیاسي ، مالي او پوځي لحاظ یې ټول حمایت د هغوی لخوا کیږي حتی چې د واکمنۍ د دوام او بقاء موده يي هم د هغوی لخوا ټاکل کیږي.

د ټرمپ له بریالیتوب وروسته نوموړي د ځینو هغو قضایاوو په اړه چې په امریکايي سیاست پوري تړاو درلود ټرمپ خپله تګلاره اعلان کړله ، د ایران او شپږو لویو اتومي ځواکونو ترمنځ یې د اتومي تړون په اړه د تجدید نظر خبره وکړه او تر دې وړاندې یې هم د هغه په اړه ویلي و چې دا تر ټولو یو بد تړون دی ، مونږ باید کوښښ وکړو چې پر ایران نور بندیزونه ولګوو.

همدا راز یې د ځینو نورو هغو هیوادونو له ولسمشرانو سره ټلیفوني خبرې وکړې کومو چې د ټرمپ له بریالیتوبه اندیښنه لرله او یاهم ورته خوشبین وو لکه مصر، هند، جاپان،جنوبي کوریا اوانګلستان او هغوی ته یې د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه اطمنان ورکړ .

افغانستان یواځینی هیواد دی چې تر اوسه پوري په اړه د ټرمپ نوې تګلاره نا معلومه ده.

که څه هم چې د ټرمپ له بریالیتوب سمدستي وروسته هم ګډ حکومت او هم طالبانو نوموړي ته خپل پیغام ورساوه ، طالبانو تري وغوښتل چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

که چیري د امریکا نوی ولسمشر د افغانستان په اړه پر خپل پخواني نظر وي او هغه دا چې افغانستان ته يي د خپلو ځواکونو لیږل یوه اشتباه بلله نو له شکه پرته چې پر ګد حکومت به د امریکا د دغې تګلارې اغیز ډیرمنفي حتی چې د هغه د سقوط لامل به کیږي.

پاکستان

که ټرمپ وغواړي په خپلې بهرنۍ پالیسي کې د پوځي او استخباراتي توسعې پر ځای خپلې هلې ځلې په اقتصادي اړخ متمرکزې کړي بیا به حتما پاکستان هم د امریکې له نوې تګلارې اغزمن کیږي، ځکه امریکایان په جنوبي آسیاکې پاکستان ته یواځې په پوځي او استخباراتي ډګرکې اړتیا لري، که ټرمپ وغواړي نور د امریکايي سیاستوالو د پخوانیو توسعوي عزائمو پر ځای یواځې د امریکا اقتصادي او تجارتي وضعیت ته رشد ورکړي نو بیا به حتما پاکستان هم د امریکایانو له پامه لویږي او هغه په میلینونه ډالر چې هر کال یې پاکستان د پوځي همکارۍ په غرض تري ترلاسه کوي هغه به پري قطع کیږي چې دا به هم په پوځي او هم په تبلیغاتي لحاظ پرپاکستان ډیر منفي اغیز ولري.

په تیره بیا چې ټرمپ له نيوي ډیلي سره د ښو اړیکو غوښتنه کوي او هندي چارواکي یې بریالیتوب د ځان په ګټه بولي.

منځنی ختیځ

منځنی ختیځ په مجموع کې د امریکايي چارواکو لپاره ډیر اهمیت لري ، دا چې د بارک اوباما د واکمنۍ په مهال په منځني ختیځ کې مهمې پیښې رامنځته شوي ، د عربو پسرلي په ترڅ کې چې په غیر مستقیم ډول یې سپینه ماڼۍ تر شا ولاړه وه په مصر، لیبیا، تونس او یمن کې د حسني مبارک ، معمر القذافي ، زین العابدین او علي عبدالله صالح په څیر د څلورو لسیزو واکمن نظامونه نسکور او هلته کورنیو جګړو ته لاره خلاصه شوه. په سوریه کې د بشار الأسد او د هغه د مخالفینو ترمنځ مقابله په تدریجي ډول د مسکو او واشنګټن ترمنځ د سړې جګړې د وخت پوځي او سیاسي مقابلې ته لاره پرانیستله د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرامب دا هرڅه د اوباما په تیره د دیموکراتو د وکمني محصول ګڼي او په کلکه ورسره مخالف دی.

د منځنی ختیځ د کارپوهانو له نظره ښايي د ټرمپ واکمنۍ د منځني ختیځ پر نا امنه وضعبت مثبت اغیز ولري له سوريي او عراق پرته ښايي په نورو هیوادونو کې جګړو او شخړو ته د پام ټکی کیښودل شي.

په فلسطین کې د اسرائیلي غاصب رژیم د حمایت په هکله به کوم بدلون رانشي؛ ځکه ټرمپ په خپلې لومړنۍ وینا کې د اسرائیلو په اړه خپله حمایتي تګلاره اعلان کړې او صهیونستانو ته يې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د اسرائیلي پلازمینې د لیږدولو ژمنه ورکړې وه.

مصر

د دیکتاتور جنرال عبدالفتاح السیسي په مشرۍ د مصر هیواد د منځني ختیځ په کچه یواځینی هیواد دی چې د ټرمپ بریالیتوب ته خوشاله او ټرمپ هم جنرال سیسي په خپلو خبرو کې ستایلی او ویلي يې دي چې زما او د جنرال سیسي د وجود کیمیا سره ګډه ده…

ټرمپ او سیسې د ملګرو ملتونو په وروستۍ سرمشریزه کې سره ولیدل ، سیسي ټرمپ د متحده ایالاتو ځواکمن ولسمشروباله او ټرمپ جنرال سیسي ډیر ښه سړی یاد کړ او د بریالیتوب په صورت کې نوموړي ته واشنګټن ته د ورتللو بلنه ورکړه.

ایران

ایران چې په سیمه او خاص ډول منځني ختیځ کې د پراختیا غوښتنې پالیسې غوره کړې، ښايي تر بل هر هیواد د ټرمپ له بریالیتوبه زیات متضرر شي.

ځکه ټرمپ هم د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال او هم ترهغه ورسته د شپږو لویو اوتومي ځواکونو لخوا له ایران سره د اتومي تړون مخالفت کړی او حتی په اوسنیو تازه څرګندونو کې یې ویلي چې د دې تړون په اړه په تجدید نظر غور کیدای شي.

خلیجي هیوادونه په مجموع کي او په خاص ډول سعودي عربستان چې د اسلامي نړۍ د مرکز حیثیت لري ښايي د ټرمپ له بریالیتوب څخه زیات اغیزمن شي، ځکه د خلیجي هیوادونو د حاکمانو او د سپینې ماڼۍ د دیموکراتو چارواکو ترمنځ یو ډول خاص تعارف او تعامل موجود و چې د هغه ډول تعامل ساتنه له نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ څخه غیر متوقع ده.

خلاصه

که څه هم چې په امریکا کې د داخلي اوبهرني سیاست په اړه د تګلارې جوړولو واک او صلاحیت د امریکې له ګانګریس سره وي او ولسمشر په یواځې سر نشي کولای په دې اړه تصمیم ونیسي خو بیاهم دا چې په کانګریس کې هم د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي تسلط لري نو ښايي د ایران د اتومي تړون په څیر جنجالي موضوعاتو کې د ټرمپ او ګانګریس پالیسي یوه وي.

دا چې ټرمپ تر سیاست له تجارتي او اقتصادي موضوعاتو سره ډیره دلچسپي لري ښايي د نوموړي د دغې دلچسپې اثرات د ده په کاري اجرآتو کې هم راښکاره شي.

که چیري په حکومتي پالیسي کې هم د نوموړي ترکیز پر اقتصادي مسائلو زیات شي تمه کیدای شي چې د افغانستان په شمول په هغو هیوادونو کې چې امریکایان پوځي حضور لري هلته امریکايي حضور په تدریجي ډول پایته ورسیږي او په دې سره په نړۍ کې د امریکایانو لخوا جوړو شوېو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي .

یادونه: په قران سنت کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن قران سنت کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*