وروستي

د قرآنکريم د تلاوت په وخت کې حرکت يوې او بلې خواته ښوريدل څه حکم لري؟

لومړی تر هرڅه خپل د مینی ډک سلامونه ستاسو درانه حضور ته وړاندی کوم، خدای ج دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست او د صحت جامی به مو په تن وی

وروسته تر سلام که د مهربانی له مخی لاندی سوالونه کوم چی زه پکښی معلومات نلرم را ځواب کړی ستاسو د ښه نیت څخه به لیری نه وی. خدای ج دی تاسوته ددی لوی خدمت په بدله کښی اجر، ثواب او جنتونه در په نصیب کړی

په مننه

1- د اوداسه په وخت کښی د کومو اندامونو د پریوللو پر مهال دعا ویل کیږی او هغه کومی دی؟

2- کوم وخت چی زه یوه ښه کړنه تر سره کوم نو ناببره می په زړه کی یوه شیطانی وسوسه  پیدا سی نو که د مهربانی له مخی د دغی ناوړی وسوسی د محوه کولو لپاره را ته لار ښوونه وکړی مهربانی به مو وی ځکه چی ډیر ورسره په تکلیف یم.

3- که د ادرار کولو په وخت کښی د زور وهلو په موخه د انسان د تناسلی آلی څخه یو مقدار منی بیله شهوته خارج سی غسل لازمیږی که نه ؟

4- آیا د تلاوت کولو په وخت کښی ښوریدل په اسلام کی جواز لری؟

احمد زهين لمر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله والصلوة والسلام علی رسوله و آله و صحبه… و بعد:

د اول سوال ځواب :

د اوداسه په شروع کې بسم الله او په پای کې دعا او شهادتين لوستل کيږي د اندامونو د مينځلو په وخت د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه کومه دعا ويل نه دي ثابت شوي نور تفصيل دلته وګورئ او همدارنګه دلته وګورئ  .

د دوهم سوال ځواب :

د شيطاني وسوسو د دفع د پاره د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک داسې دی : أن عثمان بن أبي العاص …… فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه. واتفل على يسارك ثلاثا” (المسلم 2203 ) يعنې کله چې د شطان له وسواسو سره مخ شوې اغوذ بالله ووايه او چپ طرف ته تف کړه دری ځله .

د دريم سوال ځواب :

د مذي او ودي په وتلو سره غسل نه واجبيږي نور تفصيل دلته وګورئ

د څلورم سوال ځواب :

د قرآنکريم د تلاوت پر مهال ښوريدل

د قرآنکريم د لوستلو په وخت کې ښي او چپ طرف ته حرکت او کږيدل باک نه لري ځکه دا عبادت نه دی چې بدعت وشميرل شي بلکي دا د ځنو خلکو عادت دی ، هغه څه چې له هغو څخه منع شوي په دين کې بدعت کول دي .

پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي: «مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ»[1]

«هر چا چې زمونږ په دين کې نوي شی پيدا کړل کوم چې په دين کې نه وي مردود دي »

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه 4/116

مګر ځنې علماء بيا په دې نظر دی چې داسې حرکات د قرآنکريم له ادب او احترام سره مناسب نه دي بلکي واجب ترک دي چې په دې اړه اوږده بحثونه شوی چې هغه دلته نه ځايږي . و الله تعالی اعلم

و بالله التوفیق و صلی الله علی نبینا محمد و اله و صحبه و سلم

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*