دوهم – دور ابوبکر صديق رضی الله عنه
د ابوبکر صديق رضی الله عنه په دور کې قرآن کريم چې مخکې جلا جلا ليکل شوی ؤ ټول يو ځای جمع شو .
کله چې ابوبکر صديق رضی الله عنه ته د يمامه په جګړه کې د تقريباً اويا تنو حافظانو د شهادت خبر ورسيد نو حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ابوبکر صديق رضی الله عنه ته د قرآن د جمع کولو مشوره ورکړه .
د ابوبکر صديق رضی الله عنه په دور کې قرآنکريم د زيد بن ثابت رضی الله عنه لخوا جمع او وليکل شو
زيد بن ثابت رضی الله عنه په عهد رسول الله صلی الله عليه وسلم کې هم د جناب تر څارنې لاندې د وحي ليکونکی ؤ ، هغه ځوان ، اماندار ، صادق صحابي ؤ چې د انصارو څخه ؤ او د مدينې منورې اوستونکی وو .
په عهد ابوبکر صديق کې د قرآنکريم د جمع کولو ځانګړتياوې :
- په اوو تورو ليکل شوی وو .
- يوازې په يو مصحف کې جمع شو .
څرګندونه مو لاندې وليکئ