وروستي

د بهیدلو شیدو په خاطر مه ژاړه

ژباړه: رحیم الله حریفال

ځینې خلک په دې باور دي، د کوم طبیعت پر اساس چې هغوئ روزنه تر لاسه کړې ده او خلک د هغه پر بنسټ هغوئ پیژني او له هغوئ څخه ذهني تصویر لري، د ځان په هکله لازمې چاره ګڼي، چې نه‌ شي کولای هغه ته بدلون ورکړي.

نو له همدې امله هغه ته تسلیمږي او پرهغه قانع کیږي، لکه څنګه چې خپل قد او د پوست رنګ ته تسلیمږي، ځکه چې دې شیانو ته هېڅکله هم بدلون نه شو ورکولای.

سره له دې چې ځیرک او هوښیاره کس پوهیږي چې د سرنوشت او طبیعت بدلون د جامو له بدلون څخه آسانه دی! زمونږ طبیعت د تویوشویو شیدو په څیر نه‌دی چې نشو کولای د هغو په راټلولو وتوانیږو، بلکې زموږ په خپلو لاسونو کې دی؛ نه یوازې دا، بلکې د ټاکلو لارو چارو له مخې د خلکو طبیعت او حتی عقلونو ته شاید بدلون ورکړو.

ابن حزم په خپل کتاب (طوق الحمامه) کې راوړي دي: په اندلس کې یو مشهور سوداګر ؤ چې د ده او نورو څلورو تاجرانو تر منځ سخته سیالي او رقابت منځ ته راغی، نو هغو څلورو سوداګرو پریکړه وکړه چې هغه ناآرامه او مزاحمت ورته وکړي.

یوه ورځ سهار چې دا سوداګر له کورنه بهر شو او د خپلې هټۍ په لوري روان شو، چې سپینې جامې یې پر تن او سپین پټکی (دستار) یې تړلی ؤ، لومړني کس هغه ولیده سلام یې ورته وکړ او لنګوټي ته یې یو نظر وکتل او ویې ویل: څه ښکلې ژیړه پټکی!
سوداګر وویل: ړوند شوې یې؟! دا سپینه لنګوټه ده.

سړي وویل: نه نه ژیړه ده اما ښکلې ده…
سوداګر هغه پرېښود او تګ ته یې دوام ورکړ. څو قدمه وړاندې یې دویم سوداګر ولید او هغه ته یې سلام وکړ، هغه هم لنګوټې ته یو نظر وکړ او ویې ویل: نن څومره ښکلی شوی یې! جامې دې هم ډیرې ښایسته دي، په ځانګړې توګه ستا دا شنه لنګوټه!
سوداګر وویل: اې سړیه! لنګوټه مې سپینه ده.
هغه وویل: نه شنه ده.
تجار وویل: شنه ده، پرې مېږده!.

په داسې حال کې چې له ځان سره یې غږیده او کله کله به یې د لونګۍ څنډوته ورکتل، ترڅو ډاده شي چې سپینه ده. خپلې هټۍ (مغازې) ته ورسید. او د پرانیستلو په خاطر یې قفل ته ټکان ورکړ چې په دې وخت کې درېیم سوداګر راورسید.

له سلام وروسته یې وویل : څه ښکلی سهار دی! او بیا دا چې جامې دې هم ډېرې ښکلې دي او دا آبي رنګې لونګۍ یې ښکلا نوره هم زیاته کړې ده.

سوداګر خپلې لونګۍ ته وکتل ترڅو ډاډمن شي، بیا یې سترګې وموښلې ویې ویل: وروره لونګۍ مې سپینه ده.
سړي وویل: نه، آبي ده، په بشپړه توګه ښکلې ده، تشویش مه کوه. بیا ترینه ولاړ.

تاجر چیغې کړې: لونګۍ مې سپینه ده.
او هغه یې پورته ښکته کوله، په دکان کې کښېناست، دواړه سترګې یې په لونګۍ کې ګندلې وې.
څلورم ورته تاجر راورسیده او سم له واره یې ورته وویل: داسره لونګۍ دې چیرته اخیستې ده؟
سوداګر چیغه کړه: لونګۍ مې سپینه ده.
سړي وویل: نه نه سره ده.
تاجر وویل: نه شنه ده، نه، نه، سپینه ده.
وروسته یې چیغې کړې او په ژړا شو او په ټوپونو یې پیل وکړ!
ابن حزم وايي: وروسته مې هغه د اندلس په کوڅو کې ولیده چې لیونی شوی ؤ او ماشومانو به په کاڼو ویشته.

هو! هغوئ په لومړنیو مهارتونو سره وکولای شول چې د سوداګر طبیعت ته بدلون ورکړي، او له دې سره یې د هغه عقل ته هم تغییر ورکړ.

او بیا هغه بررسي شوي مهارتونه او د وحې نوراني نصوص، چې انسان یې د الله (جل جلاله) د عبادت لپاره سرته رسوي.
نو هغو غوره او نیکو مهارتونو ته، چې رسیږې پلي یې کړه ترڅو خوښ شې.

که ماته ووایې: نشم کولای!
وایم: هڅه او کوښښ وکړه.
که ووایې: نه پوهیږم!
وایم: زده یې کړه.

رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي:
((په رښتیا چې پوهه د پوهې په زده کړه ترلاسه کېږي او حلم (نرموالی) په نرم عمل تر لاسه کېږي)) «المعجم الکبیر، طبراني »

د پام‌وړ:
اتل او قهرمان د خپلو مهارتونوته د پرمختګ له پړاو څخه تیر شوی وي، د نورو خلکو د مهارتونو د پرمختګ او آن د هغو د بدلون کار پر مخ وړي.

«له ژوند څخه خوند واخله» کتاب څخه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*