د علم تفسير ډولونه
تفسير په دوه ډوله دی تفسير بالمأثور او تفسير بالرأی.
اول – تفسير بالمأثور (بالروايه):
د قرآنکريم هغه تفسير دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم، صحابي او تابعي د اثر او روايت له مخې ترتيب شوی وي لکه: د کوم آيت شريف په تفسير کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول چې په دې ايت کې د هغه قول داسې دی، او يا په دې باره د ابن عباس او يا ابن مسعود قول داسې دی او يا د مجاهد قول داسې دی، د دغو دريو طبقاتو د اقوالو په رڼا کې ترتيب شوي تفسير ته بالمأثور وايي.
تفسير مأثور څلور قسمه دی :
۱- تفسير د قرآن په قرآن سره: او دا د تفسير غوره ډول دی، چې د قران په يو ځای کې يو مطلب مجمل ذکر شوی او په بل ځای کې په تفصيلي ټوګه راغلی وي.
۲- د قرآن تفسير په سنتو سره: دا چې قرآنکريم په سنتو سره تفسير شوی وي لکه: د لمانځه، حج او نورو احکامو تفصيل کوم چې په سنتو کې راغلی دي.
۳- د صحابه کرامو تفسير: صحابه کرام رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مدرسې زده کوونکي وو دوی تر ټولو زيات د قرآن په معنی او مقصد پوهېدل نو په تفسير کې د صحابي قول حجت بلل کيږي.
۴- د تابعينو تفسير: تابعين رحمهم الله د صحابه کرام رضی الله عنهم د مدرسې زده کوونکو وو.
د تفسير بالمأثور مشهور کتابونه :
د امام الطبري رحمه الله ليکل شوی تفسير “جامع البيان عن تأويل آي القرآن”.
د ابن کثير رحمه الله “تفسير القرآن العظيم” چې مشهور په تفسير ابن کثير دی. د امام السيوطي تفسير “الدر المنثور في التفسير بالمأثور” تفسير ابن ابی حاتم
دوهم – تفسير بالرأی (بادرايه):
د قرآنکريم هغه تفسير دی چې خپله مفسر د اصول تفسير له مخې تر سره کړی وي.
تفسير بالرأی دوه ډولونه دي :
۱- الرأی المذموم: هغه تفسير دی چې مفسر د شرعي دليل او د اصول تفسير پرته د خپلې رأی او هوا له مخې تفسير وکړي داسې کول حرام او يوه خطرناکه هڅه ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «من قال في القرآن بغير علم فليتبوء مقعده من النار» (رواه الترمذي).
يعنې: څوک چې په قرآن کې د علم پرته څه خبره وکړي نو د ځان د پاره يې په اور کې ځای وټاکلو.
۲- الرأی المحمود: هغه تفسير دی چې د شرعي او علمي اصولو او ضوابطو له مخې ترتيب شوی وي، لقوله سبحانه وتعالی: {أفلا يتدبرون القرآن أم على قلوب أقفالها }.
د تفسير بالرأی مشهور تصنيفات :
د امام الطبري تفسير چې اثر او رأی دواړه پکې جمع شوی دي.
د امام القرطبي تفسير “الجامع لأحكام القرآن”.
تفسير ابن کثير چې اثر او رأی دواړه پکې جمع شوی دی.
د علم تفسير مشهور کتابونه:
۱- تفسير عبدالله بن عباس، ۲- تفسير ابن كثير. ۳- تفسير الطبري، ۴- تفسير البغوي،۵- تفسير زاد المسير ،۶- تفسير القرطبي ۷- تفسير روح البيان – ۸ – تفسير وهبة زحيلي ۹- تفسير في ضلال القرآن ۱۰- تفسير البيضاوي، ۱۱- تفسير جلالين….
په پښتو ژبه :کابلی تفسير،عزيز التفاسير، معارف القرآن او د قرآن پلوشې .
په دري ژبه: انوارالقرآن، کابلی تفسير، تفسير في ضلال القرآن
څرګندونه مو لاندې وليکئ