وروستي

نری رنځ (ټي بي) هر کال تر ۱۱زره زیاتو افغانانو ژوند اخلي

د صحت عامې وزیره ډاکتر ثریا دلیل وايي  چې د نری رنځ یا ټي بي مریضي په افغانستان کې هر کال تر ۱۱ زره زیاتو افغانونو ژوند اخلي.

مېرمن دلیل وايي چې  افغانستان د هغو هېوادونو په لست کې دی چې د نري رنځ پېښې په کې د نړۍ په کچه زیاتې پېښیږي.

د صحت عامې وزیرې دا خبرې  د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې وکړې.

د نوموړې په وینا هغه پېښې چې د هېواد روغتیايي مرکزونو ثبت کړي د نري رنځ ۶۰٪  مریضان یې ښځې دي.

د نړیوال روغتیايي سازمان په اساس هر کال ۹ میلیونه انسانان په نري رنځ اخته کیږي.

نری رنځ خورا خطرناکه او مهلکه مریضي ده او په پیل کې  سږو باندې  حمله کوي.

په دغه غونډه کې  د نړیوال روغتیايي سازمان نماینده ډاکتر ریچار دپيپرکارن  وویل چې ددغه مرض د لمنځه وړلو د حل لارې چارې لټوي. دده په وینا دوی په نظر کې لري چې په اینده ۳ کلونو کې ۱۲ میلیونه ډالر د نري رنځ سره د مبارزې لپاره مصرف کړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*