وروستي

کله چي دجګړې په ګرم ميدان کې د کافرانو مشر مسلمان شو!

ژباړه: مولوي محمد نعيم جليلي

جګړه لاروانه وه، د روميانو له صف څخه د هغوى يو سر لښكر بهر راووت نوم يې جرجه ؤ، خالد بن الوليديې ځان ته وغوښت هغه ورنژدې شو آن تردې چې د د دواړو آسونه سره غاړه غړۍ شول.

جرجه وويل: اې خالده! ماته خبر راكړه او دروغ راته مه وايه ځكه چې اصيل سړى دروغ نه وايي، او ماته دوكه مه راكوه ځكه چې كريم شخص څوك نه تېر باسي، آيا ستاسې پيغمبر ته له آسمانه كومه داسې توره رانازله شوې او تاته يې دركړې.

چې ته يې اوس په هر چاراوباسي او ماتې وركوې؟
هغه ورته و فرمايل: نه داسې نه دي شوي بيا جرجه بيا وويل: نو تاته ولې سيف الله ( د الله توره ) وايي؟
خالد وويل: الله تعالى مونږ ته يو نبي راواستوه، مونږ يې د خير لوري ته راوبللو، مونږ ترې كركه وكړه او ترې لرې شو، زمونږ څخه ځينو د هغه تصديق وكړ او ويې مانه، او ځينې نورو بيا د هغه تكذيب وكړ، ما هم د هغه تكذيب وكړ، ځان مې ترې لرې وساته، خو الله تعالى زمونږ زړونه او تندي د هغه خواته راښكل، مونږ ته يې لارښوونه وكړه او له هغه سره موبيعت وكړ بيايې ماته د سيف الله لقب راكړ چې الله تعالى د مشركينو پرسر راوېستلې ده او ماته يې د نصرت او بري دعا وكړه لدې كبله زه د مشركينو په وړاندې ترټولو سخت دريځه يم.

جرجه وويل: اې خالده! تاسې خلك څه ته رابلئ؟ خالد وفرمايل: مونږ خلك دېته رابلو چې داګواهي وركړي، چې د الله تعالى پرته بل معبود نشته او محمد صلى الله عليه وسلم د الله بنده او استازى دى.او هغه څه چې د الله تعالى له لوري راغلي هغه بايد ومني.

جرجه وويل: ښه نو كچېرې څوك درسره داونه مني؟
خالد وويل: له هغه نه جزيه اخلو او بيايې مونږ ساتو، جرجه وويل: كه څوك جزيه هم نه دركوي؟
خالد وويل: هغه ته د جګړې خبر وركوو او بيا ورسره جنګېږو.

جرجه وويل: كه څوك له تاسې سره په دغه دين كې داخل شي، د هغه مقام او مرتبه به څه وي؟ خالد وويل: مونږ بيا ټول د الله تعالى په وړاندې يو مقام لرو، هغه شريف وي او كه ضعيف، وروسته يې اسلام منلى وى او كه مخكې، جرجه وويل: ښه نو كه چېرې څوك نن ورځ له تاسو سره په دين كې داخل شي، هغه ته هم ستاسې په څېر اجر او ثواب وركول کېږي؟
خالد وويل: هو! بلكې كېداى شي لاښه اجر وركړل شي.

جرجه وويل: هغه به له تاسې سره څرنګه يو شانته شي. په داسې حال كې چې تاسې ترې مخكې شوي ياست؟
خالد وويل: مونږ د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره په داسې حال كې بيعت كړى ؤ چې هغه زمونږ په منځ كې موجود ؤ، له آسمان څخه ورته خبرونه راتلل، د آسماني كتاب او آيتونو په وسيله يې مونږ خبرولو او څوك چې په دې شان څه وګوري او واوري، هغه بايد ايمان راوړي او بيعت وكړي او تاسو هغه څه نه دي ليدلي چې مونږ ليدلي و، او نه مو هغه عجايب او دلايل اورېدلي، كوم چې مونږ اورېدلي وو، لدې كبله كچېرې ستاسې څخه څوك دغه دين په ښه نيت سره مني هغه له مونږ څخه غوره دى.

جرجه وويل: ستا دې قسم په الله وي چې ماته دې رښتيا ويلي او زه دې دوكه كړى نه يم؟
خالد وويل: قسم په الله چې رښتيا مې ويلي دي او الله تعالى د هغه څه په اړه چې تايې له ما څخه پوښتنه وكړه ګواه او څارونكى دى.

جرجه د دې خبرې په اورېدو سره د خپل ډال مخ واړوه او خالد ته ورنژدې شو او ويې ويل: ماته اسلام راوښايه، خالد هغه له ځانه سره خيمې ته يوړ، اوبه يې پرې واړولې او بيايې پرې دوه ركعته لمونځ اداء كړ.

روميانو دا وانګيرله چې جرجه غواړي پر خالد چل وكړي او هغه له منځه يوسي، كله يې چې د خالد سره د هغه تګ وليد، ولولې يې راوپارېدلې او ګمان يې وكړ چې جرجه په خپل كار كې بريالى شو، د مسلمانانو په مورچلو يې يرغل وكړ، او مسلمانان يې څه ناڅه له خپله ځايه بې ځايه كړل خو كله چې خالد له جرجه سره يو ځاى له خيمې څخه راووت او جرجه د مسلمانانو په صف كې د كافرانو پرضد جګړه پيل كړه، مسلمانانو نارې كړې او راوپارېدل، روميان بېرته په شاشول، خالد او جرجه په ډېره مېړانه د روميانو لښكرې تس نس كړې او په همدې ورځ جرجه په داسې حال كې د شهادت جام ګوټ كړ چې پرته له دوه ركعته لمونځ څخه يې هېڅ لمونځ نه وكړى.

د اسلامي تاریخ ګام په ګام کتاب څخه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*