ابؤداود ، ابن ماجه او نسائي
۴- ابوداود :
ابوداؤد د شپږو مشهورو کتابونو څخه د احاديثو څلورم کتاب دی چې دا کتاب سليمان د اشعث سجستاني زوی ليکلی دی .
سليمان په ۲۰۲ هجري قمري کال کې زږېدلی او په ۲۷۵ هجري قمري کال د ۷۳ کلونو په عمر د عراق په بصره کې وفات شوی دی .
نومړی په نبوي احاديثو د تحقيق او غور کولو لپاره د عراق ، افغانستان ، شام (سوريه ) ، مصر او نورو ځايونو ته سفرونه کړي دي .
امام ابو داؤد د (۵۰۰۰۰۰ ) پنځو سوو زرو احاديثو څخه چې په ياد يې وو څلور زره (۴۰۰۰ ) حديثونه انتخاب کړي يا په بل روايت (۴۸۰۰) حديثونه د ابو داؤد په کتاب کې يې ليکلي دي .
امام سيلمان رحمه الله له مشهورو عالمانو لکه : امام بخاري رحمه الله ، امام مسلم رحمه الله ، امام احمد رحمه الله ، قتيبه بن سعيد رحمه الله او نورو څخه احاديث زده کړل او بخپله يې هم ډير شاګردان وروزل .
امام سليمان ښه محقق او پرهيزګاره عالم وو چې د احاديثو په سندونو کې ډير دقت کاوه .
ده خپل کتاب امام احمد د کتنې لپاره وړاندې کړ هغه د ده کتاب خوښ او وستايه .
۵- سنن نسائي :
دا کتاب هم د ابوداؤد څخه وروسته د احاديثو مشهور کتاب دی .
دا کتاب احمد بن شعيب بن علي نسائي ليکلی دی چې د پخواني خراسان په يو ښار کې چې نسا نوميده په ۲۵۱ هجري قمري کال کې زږېدلی او ۳۰۳ کال کې وفات شوی دی .
دده لقب چې نسائي دي د نسا ښار ته منسوب شوی دی .
احمد يو پرهيزګاره سړی وو . لومړی تأليف يې سنن کبری ؤ چې د سيمې د امير د امر سره سم يې صحيح احاديث جلا کړل وروسته هغه د سنن صغری په نوم کتاب کې خلاصه او د المجتبی کتاب په نوم يې و نومولو . تر هغه وروسته يې سنن نسائې د امام بخاري او مسلم په ترتيب تأليف کړ .
۶- سنن ابن ماجه :
د احاديثو شپږم مشهور کتاب سنن ابن ماجه دی . دغه کتاب د امام محمد د يزيد ربعی زوی ليکلی او ځينې علماء وايي چې ماجه د ده د مور نوم دی .
نومړی په ۲۰۹ کال کې پيدا او په ۲۷۳ کال وفات شوی دی .
د احاديثو د طلب او زده کړې لپاره يې ډيرو ځايونو لکه : عراق ، سعودي او مصر ته سفرونه کړي ؤ .
دا کتاب تقريباً څلور زره احاديث لري او د تفسير او تاريخ ځينې نور تأليفات يې هم کړي دي
څرګندونه مو لاندې وليکئ