وروستي

په اسلام کې د ماشوم حقوق

فضل الله ممتاز 

د اسلام سپېڅلي شریعت نه یواځې د والدینو، اولاد، محاربو قوتونو ( جګړه کوونکو کسانو)، بندیانو او ذمیانو ګڼ شمېر حقوق بیان او له دوي سره اسلامي کړنلاره او تګلاره څرګنده کړیده، بلکه ددې تر څنګ ېې د ښځو حقوق، د خاوند او مېرمنې حقوق، د ګاونډيانو حقوق خپلو پیروانو ته په ډاګیزه توګه څرګند او له پامه نه دي غورځولي.

ددغه بنسټیزو موضوعاتو په لړ کې ېوه موضوع هم د ماشوم د حقوقو موضوع ده چې اسلامي شریعت د پام وړ ګڼلي او زمونږ د موضوع محور هم په دې لیکنه کې په همدې اړه راڅرخیږي چې دلته به په لاندی څو کرښو کې په بشپړه توګه تر بحث لاندی ونیسو.

لوی څښتن تعالی مونږ ته ارشاد فرمايي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَ أَهْلِيكُمْ نَارًا وَ قُودُهَا النَّاسُ وَ الْحِجَارَةُ } (التحريم:6).
ترجمه: ای مؤمنانو ! تاسې خپل ځانونه او خپله کورنۍ ( په الهي طاعت او د هغه له نواهیو څخه په ځان ژغورلو سره ) له هغه اور څخه وژغورئ چې د هغه خس او اورلګوني به خلک او ډبره وي.

همداراز نبي کريم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمايلي دي: “كُلکُم راعٍ وّ كُلکُم مَسْئُولٌ عَنْ رَّعِيّتِهِ”(متفق عليه).

ترجمه: هر یو له تاسې څخه شپون دی او هر یو د خپل رعیت ( لاس لاندی خلکو) مسؤلیت پر غاړه لري.

د ماشوم تعریف د لغت په لحاظ:
د طفل کلمه یوه عربي کلمه ده او په عربي ژبدود کې د مولود کلمه هم ورته کارول شوېده چې د مفرد او د جمع دواړو لپاره ترېنه استفاده کیږي او ددې ترڅنګ د انسان او هم د وحشي حیواناتو دواړو بچو ته د طفل کلمه کارول کیږي چې په شرعي اصطلاح طفل اسم جنس دی چې د جمع معنی افاده کوي او په قرآنکریم د جمع په کلیمې سره ستایل
شوېدی ، لکه چې لوی خالق تعالی فرمايي: { أَوِ الطِفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء} (النور:31).

ترجمه: او هغه ( کوچني) ماشومان چې د ښځو د عورت په اړه پوهه نلري ( یا د ښځو د مفاتنو ( د فتنې او د ښکلا د ځایونو ) په لیدلو سره د شهوت احساس نلري).

د ماشوم عمر:
د فقهاو له نظره د ماشوم عمر 12 کاله ټاکل شویدی او ځېنو علماو د ماشوم د تعریف په اړه داسې ویلي دي: (( أو هُو الّذي لَمْ يَبلُغِ الحُلُمَ, أوْ لَمْ يُراهِقِ الحُلُمَ ــــــــ وَ هُوَ الّذِيْ لَا يَفْهَم حَركاتُ النِساءِ وّ لَا يُفَرّقُ بيَن الشّوْهاءِ وَ الحَسْناءِ كما ذكره المفسرون عِنْدَ تفْسِير هَذِهِ الآيةِ كابْنِ كثيرٍ وَ القُرطبيُّ وَ غيرُهما )) .

ماشوم هغه چا ته ویل کیږي څوک چې د بلوغ پړاو ته نه وي رسېدلی او احتلام پرې نه وي اوښتی او یا هم هغه څوک چې په عمومي توګه د ښځو په حرکتونو باندې نه پوهیږي او د یوې ښائسته او بدشکله ښځې تر منځ توپیر او تفکیک نشي کولی، البته دا خبره یو لړ مفسرینو لکه ابن کثیر او امام القرطبي ( رحمهما الله ) او داسې نورو سترو علماو د پورته آیت د تفسیر پر مهال ذکر کړېده.

ماشوم د اسلام له نظره:
ماشوم د ژوند زینت او ښکلا او د لورونکي الله تعالی له لوري والدینو ته هغه ارزښتمن سوغات او ډالۍ ده چې د کورنۍ مېوه او د دوي د      راتلونکي ژوند د هیلو یو ځلانده لمر شمارل کیږي.

لوی څښتن تعالی په دې اړه داسې فرمايي: { الْمَالُ وَ الْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا..} (الكهف: 46).

ترجمه: په دې دنیوي ( فاني ) ژوند کې مالونه او اولادونه ښکلا ( دانسان قوت ) دی.

همداراز د اسلام نجات بښونکي دین ماشوم ته خورا ځانګړی اهمیت ورکړیدی او د هغه د جنین ( د مور په ګېډه کې د ماشوم د ژوند لومړنۍ ورځو شپو) څخه د عقلمندی تر پړاو پوری د هغه د مصؤنیت او خونديتوب لپاره ېې هغه ته راز راز حقوق ټاکلي دي چې دا ګرد حقوق د همدې خبری سپیناوی او څرګندونه کوي چې اسلامي سپېڅلی شریعت تل انسان ته په درنښت او توقیر سره كتلي دي، او دا انساني مخلوق ېې د نړۍ د ټولو مخلوقاتو په نسبت زیات نفیس او غوره مخلوق ګڼلی دی او دا ځکه چې د نن ورځې همدا کوچني ماشومان به د سبا ورځ هغه معماران وي چې د ځمکې د اعمار او بیارغونې لپاره به کار کوي او د یوې داسې غښتلې او ځواکمنې اسلامې ټولنې په رامنځ ته کولو کې به بنسیټز نخچ لوبوي چې هغه به په بشپړه معنا سره یوه کامله او له هر راز نقائصو څخه به سپېڅلی او پاکه ټولنه وي.

د ماشوم حقوق:
د ماشوم حقوق په حقیقت کې هغه شرعي حقوق دي چې دا ورته پخپله د اسلام مبارک دين ثابت کړيدي او
دا ېې د والدینو په غاړه پروت مسؤلیت شمارلی دی چې که چېرې ېې والدین دواړه یا یو د دوي څخه په دې اړه له غفلت او اهمال څخه کار واخلي؛ نو دولت پر دې باندی مکلف دی چې د هغه دا حق ورته واخلي او که دولت نه وي؛ نو بل څوک به پر دې کار ګمارل کیږي تر څو په نیابتي شکل ددغه ماشوم پالنه او روزنه وکړي.

د ماشومانو دا حقوق په 2 ګټګوریو سره وېشلی شو، یو لړ هغه حقوق دي چې د ولادت څخه وړاندې پیلیږي او دویم ډول هغه حقوق دي چې د ولادت څخه وروسته پیلیږي او د دې لړۍ تر ټولو مهم حقوق په لاندې ډول دي:

مخکې له ولادت څخه د ماشوم حقوق : :

1: داولاد لپاره د یوې صالحې مور اختیارول:
د اسلام سپېڅلي دین د خاوند څخه د دې غوښتنه کړیده تر څو د خپل ځان لپاره یوه صالحه مېرمن او د ګډ ژوندانه لپاره ښه ملګری (Life partner ) غوره کړي، دا ځکه چې مور د اولاد په روزنه او د هغوي په پالنه کې بنسټیز نخچ لري او په اصل کې د اولاد سالمه روزنه هغه مهال را منځ ته کېدلی شي چې کله ېې مور اسلامپاله، مینه پاله او یوه داسې څوک وي چې د اولاد روزنې په سیاست باندی پوهه او د هغوي د پالنې او ساتنې لیوالتیا ولري، تر څو وکولی شي د اولاد په زړونو کې د ایمان نیالګي را زرغون او د اولاد په سلوک کې سمون راولي.

والدین باید د اولاد په زړونو کې د الهي خوف پالنه وکړي تر څو دوي په خپل ژوند کې نه یواځې الهي حقوق، بلکه حقوق العبد هم پایمال نکړي.

مېرمن په حقیقت کې د هغې ځمکې په څېر ده چې تخم پکې شیندل کیږي؛ نو اوس که چیری د یوه شخص مېرمن صالحه مېرمن او د شرعي حدودو خیال ساتونکي وي؛ نو د دغه واده ثمره به د هغه سمسور بڼ په څېر وي کوم چې خوږه او زیاته مېوه نیسي ؛ نو ښايي د همدغسې ګټورې خاورې پلټنه وشي.

لوی څښتن تعالی فرمايي: (( وَ الطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَ الطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ)). (النور: 26).

ترجمه: او نېکې مېرمنې د نېکو سړیو لپاره دي او نېک سړي د نېکو مېرمنو لپاره.

د ماشوم د پالنې حق یواځې او یواځې مسلمان تر سره کولی شي او کافر هیڅ کله له دې حق څخه نشي برخمن کېدلی، د دې مثال نکاح ته ورته دی چې کافر د نکاح او د مال څښتن نشي کېدلی او دا ځکه دا پورته څیزونه اسلامي شریعت یو فاسق انسان ته نه دي روا ګڼلي؛ نو کافر انسان خو په هیڅ صورت د دې حقوقو واکمن کیدلی نشي او ددې کار د مخنیوي حکمت هم په همدې کې دی چې د کافر زیان نسبت نورو ته ډېر وي او کولی شي چې د یو کوچني مسلمان ماشوم د روزنې پر مهال هغه پر بې دینۍ واړوي او کفري ارشادات او ښودنې ورته وکړي او په انحراف او بې لارۍ سره ېې روزنه او پالنه وکړي

او جناب پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) فرمايي: د یوې مېرمنې سره واده د 4 مقصدي کارونو یا موخو لپاره ترسره کیږي: د هغې د مال په خاطر او د هغې د حسب ( چې ښه نوم ولري او د یوې نجیبې کورنۍ څخه وي ) په خاطر، د هغې د ښائست په خاطر او د هغې د دین په خاطر ؛نو ته پکې دین دوسته مېرمن غوره کړه لاسونه دې په خاطرو شه. ( رواهُ البخاري ).

د ماشوم او جنین حقوق: 
د جنین لغوي معنی:
جنین هغه ماشوم ته ویل کیږي چې د مور په ګېډه کې وي او د جنین کلیمه په اصل کې د اجتنان د کلیمې څخه اخستل شوېده چې اجتنان بیا پټوالي ته وايي.

په دې اړه لوی څښتن تعالی فرمايي: (( و إِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ)). (النجم: 32).

ترجمه: او کله چې تاسې د مور په ګېډو کې د أَجِنّةٌ ( د جنین جمع) یعنې د ماشومانو په څېر وی.

دا چې د جنین مرحله د ماشوم د زوکړی څخه مخکې مرحلې ته وايي په دې اړه امام قرطبي ( رحمه الله ) داسې فرمايي: او کله چې تاسې د أَجِنّة په پړاو کې وی او جنین هغه ماشوم ته ویل کیږي چې لا تر دې مهال د مور په ګېډه کې وي
( تولد شوی نه وي ) او جنین ته ځکه جنین وايي چې مستور وي او په سترګو نه لیدل کيږي.

د اسلام شامل او هر اړخیزه دین د ماشوم ګرد حقوق بیان او پام وړ ګڼلي دي حتی کله چې دغه ماشوم د خپل تکوین او جوړښت په لومړني پړاو یا د مور په ګېډه کې وي او پر هغه باندی د هر ډول تېري کولو څخه ېې مخه نیولی ده.

له دې جملې څخه د یو ماشوم د ژوند د تأمین او خوندیتوب لپاره ېې پر حاملې ښځې باندی د هغه اِجْهاض ( د 4 میاشتې څخه وړاندی د ماشوم سقط کول او غورځول) حرام او ناروا ګرځولي دي، خو که چیرې دا کار د یو شدید ضرورت پر اساس تر سره شي؛ نو بیا په دې صورت کې فقهاو دا کار روا ګڼلی دی.

همدا راز اسلامي شریعت چې د خواخوږۍ دین دی ؛ نو د حاملې ښځې سره ېې د عطوفت او خواخوږۍ د څرګندولو په خاطر ېې د هغې لپاره یو لړ هوساینې او آسانتیاوی په پام کې نیولي دي او د ټولو هغه جسمي او نفسي مشقتونو څخه کوم چې د حمل پر مهال ېې پر ماشوم باندی ناوړه اغېزې شیندي د هغې لپاره حتی په یو لړ فرضي امورو ( شرعي تکالیفو) کې آسانیتا راوړېده او دا ټول تسهیلات او صحي مصلحتونه د همدې لپاره دي تر څو دهغې ماشوم د سقط او دکوم بل جدي ګواښ سره مخامخ نشي، لکه له دې جملې څخه روژه نیول که چېری یوه حامله ښځه د خپل ځان او یا د خپل د ماشوم د ژوند په اړه د وېری احساس وکړی ورته روژه خوړل روا ګرځولی ده.

همدا راز اسلامي شریعت د حمل پر مهال پر حاملې ښځې باندی د یو لړ شرعي عقوبتونو تنفیذ او تطبیقول( لکه د زنا حد ) روا نه دي ګڼلی، ځکه چې په دې حساسه مرحله او پړاو کې د هغې د ماشوم ژوند نه خوندي کیږي او ورته ته زیان رامنځ ته کیږي او دا کار پخپله له خوږ نبي کریم(علیه الصلاة و السلام) څخه ثابت دي ، لکه څرنګه چې د رسول ( صلی الله علیه وسلم ) په زمانه کې یوې غامدي مېرمنې کله ېې چې له یو تن سره نامشروع اړیکې ټینګې کړی او زنا ېې وکړه، بیا نبي کریم (علیه الصلاة و السلام) هغې ته وفرمایل: (( اِذْهَبِي حتى تَضَعِي حَمْلكِ )). ځه ولاړه شه ! تر څو ستا ماشوم پیدا شي.

له دې پرته د اسلام سپېڅلي دین د جنین د ژوند د مصؤنیت او حفاظت لپاره د هغه د قتل په صورت کې دِیت واجب ګرځولی دی او د هغه یو لړ مالي حقوق لکه میراث ، وصیت او داسې نور ېې له پامه نه دي غورځولي. دا او دېته ورته د جنین ټول حقوق علماو پر خپلو فقهې او دا حکامو په کتابونو کې په بشپړ تفصیل سره څرګند کړيدي. ( 1)

 له ولادت څه وروسته د ماشوم حقوق:

1:د ژوند کولو حق 

د اسلام نجات بښونکي دين ماشوم ته د نورو مخلوقاتو په څېر د هغه د ژوند کولو حق خوندي او ثابت شمیرلی دی، تر دې چې لوی خالق تعالی په خپل کتاب کې مور او پلار د ماشوم د وژلو څخه دا که د هر سبب له کبله وي په خورا کلکو ټکو سره منع کړیدي، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: { قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُواْ أَوْلاَدَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَ حَرَّمُواْ مَا رَزَقَهُمُ اللّهُ افْتِرَاء عَلَى اللّهِ قَدْ ضَلُّواْ وَ مَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ} (الأنعام: ____ أيت 140 ).

ترجمه: په تحقیق سره هغه کسان زیانمن ( هلاک شول ) چا چې ( د خپل عقلي ضعف یا بې عقلۍ) او د جهالت له مخې خپل اولاد په مرګ محکوم کړل او هغه څه ېې چې الله تعالی دوي ته ترې روزې ورکړی وه دوي دروغو پر بنسټ حرام وګرځول ( دا ځکه چې تحلیل او تحریم په اسلامي شریعت کې یواځې د لوی خالق تعالی حق دی، نه د بندګانو او یا د کومی ډلې او جماعت ) ؛ نو دوي په ریښتنیې توګه سره ګمراهان شول او دوي لارموندونکي نه ؤو.

او په بل ځای کې فرمايي:{ وَ لاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَ إِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا } (الإسراء: 31).
ترجمه: او ( ای خلکو ) تاسې خپل اولادونه د فقر له وېرې څخه مه وژنئ، ( ځکه اوس تاسې پردې خبرې باندی پوه شولی چې روزي د لوی څښتن تعالی په لاس کې ده ) مونږ دوي ته او تاسې ته روزي درکوو ( لکه څرنګه چې د دې ماشومانو پلرونو ته روزي ورکوو ) او د دوي وژل ستره ګناه ده.

2: د نوم ايښودلو حق: 
نوم اېښودل عموماً د یو تن په پېژندلو کې له مونږ سره خورا مرسته کوي او نوم پخپله د انسان پر شخصیت باندې خورا اغیزمن تمامیږي.

نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) به پخپله د خپلو خپلوانو، دوستانو او په چم ګاونډ کې د مېشتو خلکو د زامنو لپاره غوره نومونه ټاکل او د هغوي لپاره به ېې د یوې ښکلی معنا لرونکی نوم غوره کاوه، یو داسې نوم چې د اوریدونکي پر غوږونو ښه ولګیږي ، دا تر دې چې پیغمبر اکرم ( صلی اللله علیه وسلم ) د خپلو یو لړ هغه دوستانو په نومونو کې چې د جاهیلت په زمانه کې به دوي د ځان لپاره غوره کړي ؤ او سمه معنا ېې نه درلوده بدلون راوسته او دا ځکه چې د یو شخص په اسلام کې داخلېدل داسې معنا لري لکه له سره چې تولد شوی وی او له همدې کبله رسول الله( صلی الله علیه وسلم ) د مؤمن مسلمان لپاره د یو غوره نوم انتخابول واجب ګڼلي دي او دا ېې د یو ماشوم له حقوقو څخه یو حق ګڼل کیږي.

(1): او د ماشوم د احکامو په اړه او هغه ته د غوره نوم د انتخابولو په اړه د لا زیاتو لپاره د (( سبل السلام شرح بلوغ المرام للصنعاني)) 4 جلد باب العقيقة ص199- 202 ته دې مراجعه وشي.

نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمايلي دي: (( كل غلام مرتهن بعقيقته يذبح عَنه يوم سابِعه و يُحْلَق شَعْر رأسِهِ, و يُسمّى”
(رواه أحمد وأصحاب السنن الأربعة)) (2).

ترجمه: هر يو ماشوم د هغه د عقیقې پورې مربوط دی ( یعنې الله تعالی عقیقه د هر تن لپاره لازمي ګرځولی ده لکه څرنګه چې ګروي مال آداء کول پر یو شخص باندی لازمي وي چې په هیڅ وجه ترې دا مسؤلیت لری کېدلی نشي، په همدې ډول عقیقه هم ده ) چې د هغه په خاطر به په ۷ ورځ ( یو څاروی ) حلالیږي او د سر ويښتان به ېې خرېیل کیږي او نوم به پرې اېښودل کیږي.

نو دا مستحب ده چې د نوي زېږيدلي ماشوم لپاره د لفظ له لحاظه یو غوره نوم وټاکل شي او دا نوم د عربي د فصیحې ژبې د قالبونو سره موافقت ولري او تر ټولو غوره به دا وي چې نوم ېې ښه آسانه او ښه واضح وي، او په ژبه په خورا آسانۍ سره واخستل شي او په غوږو هم خوږ ولګیږي.

همداراز نوم باید د یو پراخ مفهوم لرونکی وي او د یوې ښکلې معنا رانغاړونکی وي او د مُسَمّی یا نومول شوي کس د حال او ظروفو سره ښه مناسبت او تطابق ولري او بالآخره داسې یو نوم نه وي چې په اسلامي شریعت کې حرام یا مکروه ګڼل شوی وي.

3: د انتساب حق:
د ماشوم د بنسټیزو حقوقو څخه یو بل حق پلار یا مور ته ېې نسبت کول ( یا هم هغوي پوری تړل ) دي او اسلامي شریعت دا ګرد مسؤلیتونه د ماشوم د یو لړ حقوقو د خوندیتوب لپاره ټاکلي دي لکه: د هغه د نفقې حق ، د تي ورکولو حق ، د پالنې حق او په میراث کې د ګډون کولو حق.

د اسلام مقدس دین د ماشوم مور او پلار پوری انتساب یا مربوط شمېرل ثابت ګڼلي دي ترڅو همدا ماشوم د ضایع کېدو، رسوایي او سپکاوي څخه خوندي وژغورل شي او همدا څیزونه ېې د ماشوم د پلار لپاره هم پاموړ ګڼلي دي تر څو د هغه نسل او د هغه د زوی ساتنه وشي او د جاهلیت د وخت هغه بې بنسټه دعواګانې باطلې وګڼل شي چې دوي د نسب په بطلان ټینګه عقیده درلوده او په شرعي ځوی ولیتوب باندې ېې اقرار کاوه، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: { ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوا آبَاءهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَ مَوَالِيكُمْ } (الأحزاب: 5).

ترجمه: تاسې د دغه ( مُتبنّي ماشومانو) نسبت د دوي د ( اصلي ) پلرونو په لوري وکړئ ( دا ځکه چې ) دا د لوی څښتن تعالی پر وړاندی تر ټولو زیاته درسته ( پر عدل ولاړه) خبره ده او که چېری تاسې د دوي ( حقیقي) پلرونه نه پېژنۍ؛ نو دوي ستاسې په دین کې وروڼه او ستاسې دوستان دي.

( 2): په دې اړه د ( زاد المعاد في هدي خير العباد ) کتاب ته چې د ابن قيم الجوزي ( رحمه الله ) لیکنه ده 5جلد او 239 صفحې ته دی مراجعه وشي.

د صحابه کرامو کوچنیانو به د نبوي مینې او د هغه د ګرانښت او درنښت په خاطر سپېڅلي نبوي احادیث زده کول او له دوي سره د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) ځېنې داسې خاطرو شتون درلود چې دوي به هیڅکله هم هغه نشوای هېرولی او که څه هم د دوي عمرونهلا ډېر کم وو، خو دوي به بیا هم دنبوي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) مبارک احادیث نورو ته اورول

4- د پالنې حق:
د یو ماشوم د پالنې حق عبارت دې هغه ته له تي ورکولو، نفقې برابرولو او د هغه د پالنې او د روزنې د حق څخه چې اسلامي شریعت په دې اړه ځانګړې څرګندونې لري لکه چې خالق تعالی فرمايي: {و الوالدات يرضعن أولادهن حولين كاملين لمن أراد أن يتم الرضاعة..} (البقرة:233)..
ترجمه: او میندې دې خپل اولاد ته 2 کاله پوره شیدې ورکوي، دا ( حکم ) د هغه چا لپاره دی څوک چې د تي ورکولو د مودې اتمام غواړي.

د اسلام نجات بښونکي دين د ماشوم ته د تي ورکولو حق حتی د مور او پلار یو د بل څخه د انفصال ( جداوالي او بیلتون ) په صورت کې هم ثابت او خوندي ګڼلی دی او دوي دواړه ېې پر دې باندی مکلف کړيدي چې د دوي تر منځ د خپلمنځي اړیکو د پرېکون په صورت کې به هم د خپل ماشوم دا حق نه تلف کوي ، لکه چې لوی څښتن تعالی په دې اړه داسې فرمايي: : { و إن كن أولات حمل فأنفقوا عليهن حتى يضعن حملهن فإن أرضعن لكم فآتوهن أجورهن..} (الطلاق: 6).

ترجمه: او که چېری ستاسې مطلقه ( طلاقې شوی ) مېرمنې حمل ولري؛ نو تاسې پر هغوی باندی ( د هغوی د عدت په مرحله کې هم ) نفقه وکړئ، تر څو ېې اولاد پیدا شي او که چېری دوي تاسې ته (د مال په مقابل کې ستاسې ماشوم ته تی ورکړي او د هغه سالمه روزنه او پالنه ېې وکړه ) نو تاسې هغوي ( خپلو مېرمنو ) ته د هغوي حق پوره ورکړئ.

د ماشوم د پالنې د حق څخه مراد هغه حق دی چې د هغې په مرسته د یو ماشوم د چارو څارنه ، د هغه د ژوندنیزو ستونزو حل او د هغه شاوخوا ټولې اړتیاوې پکې پوره کیږي، البته دا پر والدینو باندی د یو ماشوم له بنسټیزو حقوقو څخه شمېرل کیږي چې پورته اړتیاوی به ورته پوره کړي، او که چېری ېې مور او پلار شتون ونلري؛ نو بیا به یو بل هغه څوک چې ماشوم ته تر ټولو نژ دې وي د ماشوم لپاره دا پورته خدمتونه ترسره کوي.

ابن قدامة ( رحمه الله ) په دې اړه داسې څرګندونه کوي: (( و الحضانة ولاية لا تثبت لكافر على مسلم كولاية النكاح و المال, و لأنها إذا لم تثبت للفاسق فالكافر أولى لأنه ضرره أكثر لكونه يفتنه عن دينه و يخرجه عن الإسلام بتعليمه الكفر و تربيته عليه)). (1).

1- د المغني کتاب ته چې د ابن قدامة لیکنه ده 18جلد او 9113صفحې ته دې مراجعه وشي.

د ماشوم د پالنې حق یواځې او یواځې مسلمان تر سره کولی شي او کافر هیڅ کله له دې حق څخه نشي برخمن
کېدلی، د دې مثال نکاح ته ورته دی چې کافر د نکاح او د مال څښتن نشي کېدلی او دا ځکه دا پورته څیزونه اسلامي شریعت یو فاسق انسان ته نه دي روا ګڼلي؛ نو کافر انسان خو په هیڅ صورت د دې حقوقو واکمن کیدلی نشي او ددې کار د مخنیوي حکمت هم په همدې کې دی چې د کافر زیان نسبت نورو ته ډېر وي او کولی شي چې د یو کوچني مسلمان ماشوم د روزنې پر مهال هغه پر بې دینۍ واړوي او کفري ارشادات او ښودنې ورته وکړي او په انحراف او بې لارۍ سره ېې روزنه او پالنه وکړي.

د ماشوم لپاره د حلالې نفقې پیدا کول پر والدینو باندې دهغه یو واجبي او لازمي حق دی، البته دا حق اسلامي شریعت تر هغې پوری خوندي ګڼلی دی تر څو پورې چې کله ماشوم کوچنی وي او د کار او د حلالی روزي د ګټلو او لاس ته راوړلو څخه ناتوانه وي او داسې کوم ذریعه او مدرک هم ونلري چې په مرسته ېې مال تر لاسه کړي.

که چېری دا یاد ماشوم هلک وي؛ نو په دې صورت کې به د هغه نفقه پر مور او پلار باندی تر هغه پورې فرض وي تر څو پوری چې د رشد او ځوانۍ ( بلوغ ) پړاو ته ورسیږي.

أما که چیری دا ماشوم انجلۍ وي؛ نو په دې صورت کې ېې پر پلار باندی تر هغه پورې دا نفقه واجبه ده تر څو پورې چې دا جلۍ واده وکړي، لکه چې لوی پرورګار جلت عظمته په دې اړه مونږ ته په خپل سپېڅلي کتاب کې داسې لارښوونه او ارشاد وړاندی کوي چې فرمايي:
(( لينفق ذو سعة من سعته و من قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله لا يكلف الله نفسًا إلا ما آتاها سيجعل الله بعد عسر يسرًا } (الطلاق: 7).

ترجمه: او خاوند باید ( پر خپلې مطلقه مېرمنې او خپل ځوی باندې) که چېرې بډایې او شتمن وي مال دې ( پرې) مصرف کړي او که چېرې مالی تنګسه پرې راغله ( فقیر شو)؛ نو بیا دې د خپل وس سره سم مال مصرف کړي ــ د الله تعالی
( پر وړاندی) هیڅ شخص مسؤل ( او مکلف ) نه شمېرل کیږي مګر څومره ېې چې هغه ته توان ورکړی وي ( دا فقیر شخص د یو بډایی او شتمن انسان په څېر مسؤل او مکلف شخص نه شمېرل کیږي) او ( ډېر ژر ) لوی څښتن تعالی به د هغوی د تنګسې ( د فقر دا بد حالت ) په خورا آسانۍ ( شتنمنۍ او مالي پراختیا) باندی بدل کړي.

او په بل ځای کې داسې توجیه کوي او فرمايی : (( و على المولود له رزقهن و كسوتهن بالمعروف لا تكلف نفس إلا وسعها..)).(البقرة: 233).

ترجمه: او پر خاوند (پلار ) باندی د عرف ( له دستور سره ) سم د هغه د مېرمنو مالي نفقه او هغوی ته د لباس اخستل واجب دي او هرشخص د هغه د توان څخه سره سم مکلف ( مسؤل ) ګرځول شوی دی.

5- د عقېدی جوړښت:
د ماشومتوب په مرحله کې د لومړنیو زده کړو په لړ کې تر هر څه دمخه د سمې عقیدې زده کړه نه یواځې د ماشوم سره ښه مرسته کولی شي ، بلکه دا ارزښتمنه توښه د هغه د ماشومتوب څخه په وروستي پړاو کې هم خورا مرسته کولی شي چې په دې لړ کې هر مربي ته لازمه ده لاندي وسائل پاموړ وګڼي:

1- د قرآن کریم زده کړه:
حافظ السیوطي ( رحمه الله ) په دې اړه وايي: ((: تعليمُ الصّبيانِ القرآنَ أصلٌ مِن أُصولِ الإسْلامِ فَينُشِئُونَ عَلى الفِطْرَةِ وَ يسْبِق إلى قُلُوبِهم أنوارَ الحِكْمةِ قَبْل أنْ تُمَكّنَ الأَهْواءُ مِنْها وَ سُوادُها بِأكْدارِ الْمَعْصِية)). (1).

ترجمه: ماشومانو ته د قرآني ارشاداتو ښوونه د اسلام د بنسټیزو اصولو او اساساتو څخه یو مهم اصل دی تر څو دوي په فطري ډول د قرآن کریم سره مؤنس راستر شي او مخکې له دې چې د هوا او د هوس په شیطاني لومو کې ښکیل او د معصیت په ککړتیا سره ېې سپین زړونه تور شي، ښايي د حکمت په پلوشو سره ېې زړونه روښانه وساتل شي.

د حضرت ابن عباس ( رضي الله عنهما) څخه په یو روایت کې راغلي دي چې: (( تُوفّيَ رسولُ الله ( صلى الله عليه وسلم ) و أنا ابن عشر سنين و قد قرأت المحكم”( رواه البخاري ).

ترجمه: هر کله چې پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وسلم ) وفات شو ؛ نو زه 10 کلن ماشوم وم او زما قرآن کریم حفظ ؤ (2).

او همدا راز په یو بل روایت کې د أمیر المؤمنین حضرت عمر ( رضي الله عنه) څخه په یو روایت راغلي دي چې جناب رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: (( ِإنّ اللهَ يرفَعُ بِهذا الْكِتابِ أقْوامَاً وَ يَضَعُ بِهِ آخَرِيْنَ)) . (رواه مسلم).

ترجمه: په تحقیق سره لوی پروردګار په دې کتاب ( قرآن کریم ) سره یو لړ قومونو ته عزت او یو لړ نورو ته خواري ورپه برخه کوي.

همدا راز د حضرت عثمان بن عفان ( رضي الله عنه ) څخه یو روایت داسې نقل شویدی چې نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: (( خَيرُكُم مّنْ تَعَلمّ القُرآنَ وَعَلّمَهُ)) .(رواه البخاري).

(1).: په دې اړه د ( بِناءُ شَخْصِيةُ الطِفلُ المُسلِمُ ) چې د محمد عثمان جمال لیکنه ده 12صفحه دې مراجعه وشي.

(2): كتاب فتح الباري لشرح البخاري للحافظ ابن حجر العسقلانی ص ۲۸۲ کتاب فضائل القرآن باب تعلیم الصبیان القرآن (( أنا أبن عشر سنین )) راجع إلی حفظ القرآن……..مترجم.

ترجمه: په تاسې کې بهترین تن هغه څوک چې قرآن عظیم الشان ( پخپله ) زده کړي او ( بیا ېې ) نورو ته وروښايي.

او امام السیوطي پخپل کتاب طبقاتُ الحفاظ کې د امام شافعي ( رحمه الله ) څخه دا خبره را نقل کړیده چې فرمايي:
(( حفظت القرآن و أنا ابن سبع سنين و حفظت الموطأ و أنا ابن عشر)).(1).

ترجمه: ما (شافعی رحمه الله ) قرآن کریم په 7 کلنۍ کې او د موطأ ( کتاب ) په 10 کلنۍ کې حفظ کړ.

او ابن شداد د صلاح الدین ایوبي د خاطراتو څخه دیوې په زړه پوری خاطرې یادونه کوي او وايی: صلاح الدین ایوبي یو کوچنی ماشوم د قرآن کریم تلاوت کولو ته وهڅاوه په داسې حال کې چې دا لا کوچنی ماشوم ؤ، بیا ېې له هغه څخه وغوښتل تر څو نور هم د قرآن ښه تلاوت وکړي.

بیا څه موده وروسته ېې دغه ماشوم خپل دربار ته نور هم نژدې کړ او هغه ته ېې د خپل خوراک څخه یوه برخه ځانګړې کړه او بیا له دې وروسته ېې د خپلې ځمکې یوه ټوټه برخه هغه ته او د هغه پلار ته وقف کړه. (2)

ابن جریر چې د تاریخ په زرینو پاڼو کې په زیات سفر کوونکي شخص سره شهرت لري، نوموړی په خپل کتاب ( الرحلة عن مُشاهداته ) کې لیکي او وايي: ((په ختیځو هېوادونو کې د قرآن کریم زده کړه په ښه توګه ځکه تر سره کیږي چې دلته د دې سیمې مېشت خلک بار بار د قرآن پاک زده کړې ته هڅول کیږي ، دوي خط په شعرونو کې زده کوي او د قرآن کریم په زده کړه باندې ویاړي. (3)

او ابن خلدون وايي: (( تعليم القرآن للوِلدان شُعار من شعائر الدين, أخذه به أهل الملة و درجوا عليه في جميع أمصارهم, لِما يسبق إلى القلوب من رسوخ الإيمان و عقائده بسبب آيات القرآن, و مثوبة الأحاديث )) (4).

ترجمه: د قرآن کریم زده کړه ماشومانو ته د اسلام د شعائرو ( نښو ) څخه یوه نښه ده، چې د نړۍ مختلفو ملتونو ېې زده کړه کړیده او پخپلو ټولو ښارونو کې ېې د دې علومو خپراوی کړیدی او د قرآني آیتونو په تلاوت سره د دوي په عقیده کې ټینګوالی راغلی او په اړه ېې خبرې کول انسان ته اجر ورکول کیږي.

2: د پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وسلم ) سره مینه پالونکي اولاد:
د صحابه کرامو له جملې څخه که چیرې د حضرت انس (رضي الله عنه) ژوند ته یوه لنډه کتنه وکړو او د اسلامي زرینو پاڼو ته نظر واچوو؛ نو وبه مومو چې همدا جلیل القدره صحابي هغه ستره هستي ده چې د چا روزنه او پالنه د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) په کور کې شویده.

دغه مبارک صحابي به د خپل مهربانه پیغمبر سره په زړه کې بې کچې مینه پاللــــه او تل به د هغه په خدمت کې بوخت و او هغه مهال د ډېرې خوشحالتیا احساس کوي چې کله ېې دا خبره واورېدله چې دی به یوه ورځ د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) سره حشر کیږي.

امام بخاري او مسلم او امام احمد د حضرت أنس ( رضي الله عنه ) څخه روایت کوي چې یو تن له پیغبر ( صلی الله علیه وسلم ) څخه پوښتنه وکړه چې قیامت به کله و ي؟
بیا پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) ورته فرمايي: او تا د هغې ورځې لپاره څه شي چمتو کړیدي ؟ بیا هغه صحابي وايي: ما له دې پرته چې د الله تعالی او د هغه د پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) سره مینه پالم بل هیڅ څه نه دي چمتو کړي.

بیا پیغمبر ( علیه السلام ) ورته فرمايي: ته به د هغه چا سره وې چې ورسره مینه لرې او امام بخاري ( رحمه الله) په دې اړه یو بل حدیث روایت کړی دی چې ( دغه صحابي) وویل: مونږ هم همداسې یو ( لکه څرنګه چې حضرت أنس (ر ضي الله عنه) به له پیغمبر اکرم سره مینه پالی ؛ نو مونږ هم ورسره مینه پالو ).

بیا نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل: هو . حضرت أنس ( رضي الله عنه) فرمايي: (( فما فرِحنا بشيء فرحنا بقول النبي( صلى الله عليه وسلم ) “أنت مع منْ أحببتَ )).

یعنې مونږ په بل هیڅ څه دومره نه و خوشحال شوي لکه څومره مو چې د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) په دې خبره سره د خوشحالتیا احساس وکړ کله ېې چې مونږ ته وویل: ته به د هغه چا سره ېې چې د چا سره د مینې لیواله ېې.

او بیا حضرت أنس ( رضي الله عنه) فرمايي: زه له حضرت نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) سره او د حضرت أبوبکر او حضرت عمر ( رضي الله عنه ) سره خورا مینه لرم او زه هم آرزو لرم چې د قیامت په ورځ د همدې مینې پالنې په خاطر له دوي سره پاتې شم.

د صحابه کرامو کوچنیانو به د نبوي مینې او د هغه د ګرانښت او درنښت په خاطر سپېڅلي نبوي احادیث زده کول او له دوي سره د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) ځېنې داسې خاطرو شتون درلود چې دوي به هیڅکله هم هغه نشوای هېرولی او که څه هم د دوي عمرونه
لا ډېر کم وو، خو دوي به بیا هم دنبوي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) مبارک احادیث نورو ته اورول چې له دې جملې څخه یو څه دادي:
محمود بن ربیع یو کوچنۍ صحابي ( ۵ کلن صحابي )دی او یو مبارک حدیث داسې رانقلوي (۱) او ‍ امام بخاري ( رحمه الله ) په خپل یو روایت کې د دوي داسې یادونه کوي چې محمود بن ربیع ( رضي الله عنه ) فرمايي: (( عقلت ( أي حفظت ) من النبي ( صلى الله عليه وسلم ) مجة مجها في وجهي و أنا ابن خمس سنين من دلو)) .

ترجمة : ما د خوږ نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) نه دا (حدیث ) حفظ کړیدی چې ( یو ځل ) نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) زما پر مخ دکوزی اوبه را وشنیدلی په داسې حال کې چې زه لا پنځه کلن وم.

همداراز امام الترمذي ( رحمه الله ) فرمايي چې أبو الحوار السعدي ربیعة بن شبان وویل: ما یو ځل حسن بن علي ( رضي الله عنه) ته وویل: تا د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) څخه څه شی زده کړیدي ؟ را ته ېې وویل: ما ترېنه دا حدیث زده کړی دی چې ارشاد فرمايي: ((“دَعْ مَا يَرِيْبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيْبُكَ، فَإِنّ الصّدْقَ طَمَأْنِيْنَةٌ وَالْكِذْبُ رَيْبَةٌ )). یعنې هر هغه څه چې تا په شک ( تر دید ) کې غورځوي پریږده ( او هغه کار تر سره کړه چې ) تا په شک کې نه غورځوي، په رښتیا ویلو سره ( د زړه ) ډاډمنتیا رامنځ ته کیږي او دروغ شک دی ( تا له اضطراب او پرېشانۍ سره مخامخ کوي).
(1): مترجم

 ماشومانو ته ددې زده کړه اړینه ده چې د سترو بریالیتوبونو د لاس ته راوړلو په خاطر یو انسان په ژوند کې د ترینګلو حالاتو او له زیاتو عوائقو ( خنډونو ) سره مخامخ کیدلی شي، خو ددې ویاړليو انتصاراتو د حصول په خاطر به له خورا زغم څخه کار اخلي او دا ځکه چې د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) خوږو دوستانو او صحابه کرامو به همداسې چلن کاوه او د قضاء او د قدر په پرېکړو باندې به ېې کوټلی باور درلود او د همدې ټینګ ایمان په مرسته ېې وکولی شول چې سترې بریاوی تر لاسه کړی

6:د ميراث حق:
د میراث حق د پلرونو، زامنو او د هغه نژدې اقاربو او خپلو خپلوانو تر منځ یو مشترک حق دی چې اسلامي سپېڅلي شریعت خپلو پیروانو ته په خورا ډاګیزه او مشرحه توګه سره بیان کړیدی او په قرآن کریم او د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) په نبوي احادیثو کې او له دې وروسته د فقهې په کتابونو کې دا موضوع په ښه توګه څرګنده او پرته له کوم غموض او ابهام څخه په ډاګه شویده ؛ نو له همدې کبله مومو چې اسلام کله د یتیم ماشوم د کفالت او پالنې څخه بحث کوي او څرګندوي چې پالونکی ېې باید د هغه پالنه د ځان لپاره پلمه ونه ګرځوي تر څو په مرسته ېې د هغه څخه د هغه د نسب حق سلب کړي، او دا خبره لوی پروردګار په ښه توګه سره په خپل سپېڅلي کتاب کې په ډاګه کړیده چې فرمايي: (( ادعوهم لآبائهم )) ( الأحزاب: 5).

ترجمه: تاسې دوي ( متبني ماشومان ) د هغوي پلرونو ته ( په نسبت کولو سره ) راوبولئ.

او اسلامي شریعت تبني ( یا د بل چا زوی په خپل ځوی ولیتوب سره نیول ) حرام او ناروا ګرځولی دی، او په قرآن کریم کې د مور قدر او منزلت ډېر هسک او لوړ بیان بیان کړل شویدی چې په دې اړه خالق تعالی فرمايي: (( و قضى ربك ألا تعبدوا إلا إياه و بالوالدين إحسانًا.)) . (الإسراء: 23).

ترجمه: او ( أۍ انسانه ) ستا پروردګار امر کړیدی چې له لوی الله تعالی پرته د بل چا عبادت مه کوه او د خپل مور او پلار سره ( په ځانګړی توګه د هغوی د زړښت او عاجزۍ په پړاو کې ) نیکي وکړه.

3: پر الهي مرستې او په قدر باندی د باورمند اوسېدلو ښودنه:
کورنۍ د اولاد د تربیت ټاټوبی ګڼل کیږي او والدینو ته ښايي چې د تربیتي او عقیدوي درسونو په لړ کې خپلو ماشومانو ته یواځې او یواځې د مقتدر خدای تعالی څخه د استعانت او د قضاء او د قدر په پرېکړو باندې د رضایتمندۍ ښودنه وکړي ــ ځکه دا کار د یو ماشوم په پوهنیز بهیر کې د خورا مهمو او بنسټیزو اړتیاو څخه شمارل کیږي.

زمونږ ماشومان له ماشومتوب څخه باید پر همدې باندې وپوهول شي چې په نړۍ کې د اسلامي بیرق د رپانده ساتلو لپاره اسلامي أمت یو داسې شخصیت ته اړتیا لري چې ستړیا و نه پېژني او د اسلامي دعوت د خپراوي په لاره کې کوټلي ګامونه پورته او هر راز سرښندنو ته چمتو وي.

عموماً ماشومانو ته ددې زده کړه اړینه ده چې د سترو بریالیتوبونو د لاس ته راوړلو په خاطر یو انسان په ژوند کې د ترینګلو حالاتو او له زیاتو عوائقو ( خنډونو ) سره مخامخ کیدلی شي، خو ددې ویاړليو انتصاراتو د حصول په خاطر به له خورا زغم څخه کار اخلي او دا ځکه چې د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) خوږو دوستانو او صحابه کرامو به همداسې چلن کاوه او د قضاء او د قدر په پرېکړو باندی به ېې کوټلی باور درلود او د همدې ټینګ ایمان په مرسته ېې وکولی شول چې سترې بریاوی تر لاسه کړی، دا په داسې حال کې چې تاریخ پر دې هم ګواه دی چې دوي په داسې تاریخو جنګونو کې ګډون وکړ چې د نظامي او د حربي تجهیزاتو له لحاظه د دښمن په پرتله دوي هیڅکله هم دوي په دومره اسحلو سمبال نه ؤو چې د ټول لښکر بسیاینه وکړي، خو د دوي جنګی مورالونه دومره لوړ ؤو چې نه یواځې دوي به په دې لاره کې د شتو ستونزو او ستړیاو پروا نه ساتله، د اسلام په لاره کې د خپل لالهانده ژوند څخه به نه یواځې دا چې راضي ول، بلکه دا به ېې د ځان لپاره ویاړ هم نه ګاڼه او پر دې باندی به ېې ټینګ باور درلود چې د دوي په حق کې د تقدیر پرېکړه خطاکېدونکی نه ده، بلکه خامخا به دوي ته رسیږي او له هغه څه څخه چې دوي ترې بې برخې پاتی شویدي په حقیقت کې دوي له هغه څخه برخمن کېدلی نشوای.

مونږ باید پر دې باندې باندی کوټلی باور ولرو چې د ځمکې پر مخ هیڅ شی تر هغه پورې نه مري تر څو پورې ېې چې رزق پوره او اجل ېې په اتمام ته نه وي رسېدلی او هیڅ مصیبت ، ستره پېښه او یا یو د خیر کار شتون نلري مګر دا چې د تقدیر قلم هغه مخکې له مخمې څخه کښلی او لوی الله تعالی د هغه په اړه پوره پوهه لري.

امام الترمذی ( رحمه الله ) د حضرت ابن عباس ( رضي الله عنهما) څخه یو حدیث روایت کړیدی چې فرمايي: زه یوه ورځ د مهربان پيغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) شاته وم چې را ته ېې ارشاد وفرمایه: ((“يا غلام إني أعلمك كلمات: احفظ الله يحفظك, احفظ الله تجده تجاهك, إذا سألت الله فاسأل الله, وإذا استعنت فاستعن بالله, واعلم أن الأمة لو اجتمعت على أن ينفعوك بشيء لم ينفعوك إلا بشيء قد كتبه الله لك وإن اجتمعت على أن يضروك بشيء لم يضروك إلا بشيء قد كتبه الله عليك رفعت الأقلام وجفت الصحف)).

ای هلکه ! زه تا ته یو څو خبری در زده کوم، ته د الله تعالی ساتنه وکړه، هغه به ستا ساتنه وکړي، ته د الله ساتنه وکړه؛ نو ته به هغه خپل لوري ته ومومی، هر کله که غوښتنه لری؛ نو له لوی پروردګار ( جلت عظمته) څخه ېې وغواړه او که د استعانت او مرستې غوښتونکی ېې؛ نو د لوی خالق تعالی څخه ېې وغواړه او پر دې باندې پوه شه چې که چیری ټول أمت تا ته د سودمندۍ ( ګټې رسولو ) په موخه را ټول شي؛ نو تا ته به له هغه څه څخه پرته چې لوی پروردګار ستا په حق کې لیکلی دی بله هیڅ څه ګټه ونشي رسولی او که چیری دا أمت را ټول شي تر څو تا ته زیان ( تاوان ) ورسوي؛ نو تا ته به له هغه تاوان څخه پرته چې الله تعالی ستا په حق کې لیکلی دی بل هیڅ ضرر ونشي رسولی، قلمونه پورته شویدي او پاڼې وچې شویدي.

4:هغه ته د عبادت ښوونه:
د ماشوم په پالنه او روزنه کې رښتیا هم چې د لوی څښتن تعالی عبادت خورا زیاتې اغېزی شیندي او د ماشوم د عقیدی په رغونه کې سودمن تمامیږي او د لوی خالق تعالی ( جلت عظمته ) سره د غښتلی رابطې په جوړولو کې رغنده تأثیر لری.

امام ترمذي ( رحمه الله) د سبرة بن معبد الجُهنی ( رضي الله عنه ) څخه په یو روایت کې داسی وايي: حضرت حسن بن علي ( رضي الله عنه) ته وویل شول چې تا له خوږ نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) څخه څه شی زده کړیدي؟
وی فرمایل: پنځه وخته لمونځونه ـــ او أبو داؤد او ترمذي او نسائي د حضرت حسن بن علي ( رضي الله عنهما) څخه روایت کړیدی چې وې فرمایل: جناب رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم) ما ته د یو څو کلمو ښودنه وکړه چې زه ېې د وترو په لمانځه کې وایم، او هغه دا دي:
(( اللهم اهدني فيمن هديت, وعافني فيمن عافيت..)).

او امام مالک ( رحمه الله ) پخپل کتاب موطأ کې او امام مسلم په خپل کتاب صحیح کې د حضرت ابن عباس ( رضي الله عنهما ) څخه روایت کړیدي چې جناب رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم ) د یو سپاره شخص سره د روحاء په سیمه کې ( دا یوه داسې سیمه ده چې یو لاروی انسان له مدینې منورې څخه پرې تیریږي او بدر ته پرې رسیږي) سره وکتل او ورته ېې وویل: من القوم ؟
تاسې څوک ېې ؟وې ویل: مسلمانان ، بیا ېې وویل: او ته څوک ېې ؟ ده ورته وفرمایل: د الله تعالی رسول یم؛ نو یوې مېرمنې خپل ماشوم را پورته کړ او ویې ویل: آیا پر ده باندی هم حج شته ؟ ویې فرمایل: بلی ! او تا ته پکې اجر دی.

حافظ ابن حجر په خپل کتاب فتح الباري کې لیکلي دي چې ابن التین داسې ویلي دي: داکثرو امامانو په نزد پر ماشوم باندی د هغه تر بلوغ پورې دحج فرضیت ساقط دی، مګر دا چې که هغه حج وکړي؛ نو دا ورته د جمهورو علماؤ په نزد په نفل کې حسابیږي. ( ۱ )

5: د سلام اچولو له سنت سره ېې عادت کول:
نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) به وخت ناوخته ماشومانو ته په غیر مستقیمه توګه سره د سلام اچولو ښودنه کوله او دا په داسې شکل سره چې هغه به پر سلام اچولو کې تر نورو سبقت کاوه او ترې مخکې کېده به تر څو ماشومان هم د سلام سره عادت واخلي ـــ او امام بخاري او مسلم د حضرت انس ( رضي الله عنه ) په هکله دا خبره را نقل کړېده چې هغه ( حضرت انس( رضي الله عنه ) ) یو ځل د ماشومانو په یوه ډله باندی تېر شو او پر دوي باندی ېې سلام واچاوه او وې فرمایل: جناب رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم ) به همداسې کول.

حافظ ابن حجر ( رضي الله عنه ) فرمايي چې ابن بطال ( رضي الله عنه ) فرمايي: في السلام على الصبيان تدريبهم على آداب الشريعة, وفيه طرح الأكابر رداء الكبر, وسلوك التواضع و لين الجانب)) (2).
پر ماشومانو باندې د سلام اچول په حقیقت کې د هغوي د اسلامي شریعت پر آدابو باندی د هغوي پالنه او روزنه ده او په دې کار کې د

1- : فتح الباري ج 4 ص 442.
2- : فتح الباري ج 13 ص 270.

یو متکبر انسان څخه د هغه د کبر څادر پرېوزي او د نرمښت او عاجزۍ خصلت پکې پیاوړي کیږي.

6: د ماشوم روزنه او د هغه تأدیب:
په علمي مُصطلحاتو کې د ادب اصطلاح یو داسې کار ته ویل کیږي چې پر ویلو او کولو ېې انسان ستایل کیږي او د ځینو نورو په آند: حسنه اخلاقو او د نورو سره غوره چلند کولو ته ادب وايي، او یو لړ نورو پوهانو ورسره دا خبره هم اضافه کړیده چې: (( الوُقُوفُ مَعَ المُسْتَحْسَناتِ)). د نېکیو او مستحسناتو ( مستحباتو ) تر څنګ ودرېدلو ته ادب وايي.

اولاد ته د أدب ښودنه پر مور او پلار باندې د هغوي د بنسټیزو حقوقو څخه یو حق ګڼل کیږي؛نو له همدې کبله اسلام خطاب ټولو پلرونه دې کار ته متوجه کړیدی.

ابن ماجه د حضرت ابن عباس ( رضي الله عنه ) څخه یو حدیث روایت کړیدی چې جناب رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي:    (( أكرموا أولادكم و أحْسِنوا أدبهم )).

تاسې د خپل اولاد سره نیکي وکړئ او د هغوي سالمه او ښه روزنه وکړئ. ا ابن الجزار القیروني ماشوم ته د روزنې او أدب ښودلو په اړه پخپل یو کتاب (( سياسة الصبيان و تدبيرهم)) وايي: “لأن الصغير أسلس قيادة و أحسن مواتاة و قبولا (1).

د ماشوم سره تعامل مونږ ته د همدې ښودنه کوي چې هغوي ژر سمې لارې ته هدایت کیږي او په خورا آسانۍ سره خبره مني.

همداراز ماشوم ته د ټولنیزو آدابو د زده کړې په سلسله کې بل مهم ادب دادی چې:
هغوی باید د اجازې غوښتلو او د خوراک په آدابو باندی وپوهول شي او د ملاستې ځایونه ېې سره جلا شي .

لوی څښتن تعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې د استئذان ( اجازې غوښتلو ) په اړه داسې فرمايي: (( وَ إِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ….. }(النور: 59) .

ترجمه: او کله چې ( ستاسې ) ماشومان د احتلام پړاو ته ورسیږي( یعنې شرعي مکلفیتونه دوي ته متوجه شي) ؛ نو دوي دې ( هر کله چې د راتلو اراده وکړي په هر وخت کې دې ) د استئذان یا د اجازې غوښتنه دې وکړي لکه څرنګه چې له دوي څخه وړاندی خلکو ( د دوي مشرانو ) به اجازه غوښتله.

ابن عباس ( رضي الله تعالی عنهما ) فرمايي: (( فالإذن واجب)). نو له پورتني آیت څخه معلومیږي چې اجازه غوښتل واجب دي.

او امام بخاري (ر حمه الله ) د ادب په اړه فرمايي چې عطاء ( رضي الله تعالی عنه ) وفرمایل: سألتُ ابن عباسَ, فَقُلت: اسْتأذنُ على أُخْتي؟ یعنې ما له حضرت ابن عباس ( رضي الله عنه ) څخه وپوښتل: آیا زه که دخپلی خور ( مثلا: لېدلو ته ورځم )؛ نو بیا به هم اجازه غواړم ؟ فقال: نعم, فأعدت فقلت: أختان في حجري, و أنا أنومهما و أنفق عليهما, أستأذن عليهما؟ هغه ورته وویل: هو ، بیا مې خپله خبره راغبرګه کړله، او ورته مې وویل: زما دوه خویندی دي چې زه د دواړو پالنه او روزنه کوم او زه ېې ویدې کوم او پر هغوي باندی مال مصرفوم ، اوس په دې صورت کې به بیا هم زه د هغوي د لېدو لپاره اجازه غواړم؟
قال: نعم, أتحب أن تراهما عريانتين: ثم قرأ: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ
مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ..} (النور:58).
(1): سياسة الصبيان وتدبيرهم ص 9.

وی فرمایل: هو، آیا ته دا خوښه ګڼې چې هغوی بربنډې ووینې، بیا ېې راته ( د د لیل په توګه) دا آیت ولوسته چې لوی څښتن تعالی فرمايي: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړیدی ! ستاسې هغه ماشومان ( چې ستاسې غلامان او ستاسې وینځې دی ) او لا تر دې مهاله د بلوغ تر پړاو پوری نه دي رسیدلي ( ستاسو خواته د درتللو پر مهال دي ) له تاسو څخه د اجازې غوښتنه وکړي.

او له امام بخاري (ر حمه الله ) څخه په روایت شوي حدیث کې راغلي دي چې فرمايي: لکه څرنګه چې دوي ته د خبرو اترو کولو ښودل
لازم دي؛ نو د نورو خبرو ته غوږ نیول هم لازمي دي، همداراز ښايي چې والدین خپل اولاد ته د نورو سره د کېناستلو آداب، د تشناب ته د تللو آداب، د مشرانو توقیر او درناوی کول او پر کشرانو باندې خواخوږې ښکاره کول، د ټولنې د بې وزلو او محتاجینو سره مرسته کول ، د علماو درناوی کول، د بېهوده چارو څخه ژغورنه، د ناوړه او پرېوتو اخلاقو څخه مُباعدت او لری والی کول، نورو ته د زیان رسولو څخه ځان ژغورل، پرېوتو او زیانمنو خبرو څخه لری والی او په سترګو یا لاسونو سره د نورو عیوبو ته د اشارې کولو څخه اجنتاب او له غییبت او نمیمت څخه ځان لری ژغورل او داسې نو رو په اړه دې ورته توصیه وکړي. (۱)

خوږ نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) به د ماشومانو پوهنیز او تعلیمي اړخ ته  ځیرنه او توجه کوله ، او دا ځکه چې د علم او پوهنې لومړی پړاو هم له لوستلو څخه پیلیږي، او له هغه ( صلی الله علیه وسلم ) څخه دا کار ثابت دی چې نوموړي په خپل ژوند کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو او د مسلمانانو د پوهنیزې کچې د  لوړتیا لپاره څومره توجه کوله او له همدې کبله نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) د بدر په غزوه کې د مشرکینو له بندیانو څخه دا ومنله چې له دوي څخه هر یو به 10 ماشومانو ته لوستنه او لیکنه ورزده کوي او د دې کار په مقابل کې به دوي د زندان څخه خلاص او آزادي به د دوي په برخه کیږي

7: علم ته د هغه هڅول:
د قرآن کریم لومړني آیت ته که وګورو؛ نو په ډاګه کیږي چې لومړۍ قرآني وحې لوستلو او د پوهې لاس ته راوړلو ته ځانګړي شوېده، لکه چې لوی پروردګار( جلت عظمته ) فرمايي: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ..} (العلق: 1).

په دې مبارک آیت کې نه یواځې پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) ته ، بلکه د هغه هر أمتي ته دا امر شویدی چې تر څو لوستنه وکړي او هر هغه علم چې هغه او نورو ته پکې دنیوي او أخروي سودمنتیاوی پرتې وي ترلاسه کړي.

له بل لوري دا هم څرګنده ده چې خوږ نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) به د ماشومانو پوهنیز او تعلیمي اړخ ته څومره ځیرنه او توجه کوله ، او دا ځکه چې د علم او پوهنې لومړی پړاو هم له لوستلو څخه پایلیږي، او له هغه ( صلی الله علیه وسلم ) څخه دا کار ثابت دی چې نوموړي په خپل ژوند کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو او د مسلمانانو د پوهنیزې کچې د  لوړتیا لپاره څومره توجه کوله او له همدې کبله نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) د بدر په غزوه کې د مشرکینو له بندیانو څخه دا ومنله چې له دوي څخه هر یو به 10 ماشومانو ته لوستنه او لیکنه ورزده کوي او د دې کار په مقابل کې به دوي د زندان څخه خلاص او آزادي به د دوي په برخه کیږي.

حضرت حسن ابن علي ( رضي الله تعالی عنه ) به ویل: ((تعلموا صغار القوم اليوم, تكون كبارهم غدا, فمن لم يحفظ منكم فليكتب))
تاسې د خپل قوم د نن ورځې ماشومانو ته د ښوونې او زده کړې سپارښتنه وکړئ، دوي به سبا د همدې ټولنې مخکښان وي؛ نو که په تاسې کې کوم څوک څه نشي حفظ کولی؛ نو ودی لیکي.

حضرت عطاء بن أبی رباح ( رضي الله عنه ) به خپلو شاګردانو ته تل د دې خبرې یادونه کوله چې : اۍ ماشومانو ! ولیکئ، که چېری په تاسې کې کوم څوک څه نشي لیکلی؛ نو مونږ به ېې د هغوي لپاره ولیکو او د هر هغه چا سره چې د لیکلو لپاره کتابچه یا پاڼې نه وي مونږ به ېې دوي ته ورکړو.

او ابن نفطویه خپل ځان ته په خپل یوه شعري ټوټه کې داسی وايي: داسې بریښي چې ما په غټوالي کې زیات څه هیر کړيدي، خو د ماشومتوب څخه مې چې څه شی زده کړي دیي، لا تر اوسه هیر کړي نه دي ــ علم بل څه نه دی بلکه د ماشومتوب د پړاو زده کړه ده او د ماشومتوب خواږه خوبونه په لويوالي کې په شیطاني خوبونو باندی بدلیږي.

1- : فقه التعامل بين الوالدين والأولاد, للدكتور عب العزيز الفوزان, مجلة البحوث الفقهية المعاصرة العدد 64 ص 191.

او په بل ځای کې وایې: که چیرې د صبا په سیمه کې علم را څرګند شي؛ نو زه به پکې علم داسې څرګند وینم لکه پر کاڼي باندې چې لیکل شوي خطونه په ډاګه ښکاري.

له همدې کبله وینو چې اسلام ماشومانو ته د هغوي په ژوند کې خورا ځانګړې پاملرنه کړیده او لوی پرودګار فرمایلي دي: (( و لقد خلقنا الإنسان من سلالة من طين, ثم جعلناه نطفة في قرار مكين, ثم خلقنا النطفة علقة فخلقنا العلقة مضغة
فخلقنا المضغة عظاما فكسونا العظام لحما ثم أنشأه خلقا آخر فتبارك الله أحسن الخالقين )). (المؤمنون:12-14).

ترجمه: او په تحقیق سره مونږ انسان ( حضرت آدم ( علیه السلام) ) له خالصې خټې نه پیدا کړیدی، بیا مو هغه په نطفې باندی وګرځاوه او په یو ثابت ځای ( رحم ) کې مو ځای پر ځای کړ ، بیا مو ( د انساني تخلیق او تکوین په پروسه کې ) نطفه په علقه ( کلکه سریښناکه ټوټه)، بیا مو علقه په مُضغه ( وړه ټوټه د غوښې ) باندی وګرځوله، بیا مو دا مُضغه په عِظام ( هډوکي) باندې وګرځوله، بیا مو همدا هډوکي په غوښه باندی وپوښل، بیا مو هغه ( انسان ) په یو بل پېدایښت سره ( د ژوندي او ګرځېدونکي مخلوق په توګه سره ) پیدا کړ؛ نو الهي شان ( قدرت ) څومره لوړ دی چې ډېر ښه پېداکوونکی دی.

8: له بدو ملگرو څخه د دوي ژغورنه:
لکه څرنګه چې ټولو معلومه ده چې بد ملګري ستاسې د اولاد فکر او ذهن رنځوروي؛ نو یو له هغو سترو مسؤلیتونو څخه چې باید په اړه ېې له اهمال او بې پروایی څخه کار وانخستل شي د اولاد له بدو ملګرو څخه ساتنه ده او دا ځکه چې دوي د مور او پلار د کلونو ګاللی خواري او زحمتونه بربادوي .

یو دوست د بل نژدې دوست په دین باندی وي او دا هم څرګنده ده چې یو دوست د بل دوست خبره مني او د هغه تقلید کوي، او په یوه ټولنه کې د یو ماشوم لپاره له بد ملګري څخه بل هیڅ زیانمن څیز اصلاً شتون نه لري، له همدې کبله زمونږ خواخوږي پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم) مونږ ته د دې مهمې خبرې یادونه کړیده چې داسې ارشاد فرمايي: ـ (( مثل الجليس الصالح والجليس السوء كحامل المسك ونافخ الكير, فحامل المسك إما أن يحذيك وإما أن تبتاع منه وإما أن تجد منه ريحا طيبة, ونافخ الكير إما أن يحرق ثيابك وإما أن تجد ريحا خبيثة)). (متفق عليه).

د یو ښه او بد ملګري مثال لکه د مسکو بارونکي( عطر خرڅونکي ) او د آهنګر په څېر دی؛ نو عطر خرڅونکې انسان یا خو به ( عطر) تا ته درکوي او یا به ېې له هغه څخه اخلې او یا خو به د هغه ښه بوي ستا تر مشامه پورې رسیږي، او پښ (آهنګر) یا خو به ستا جامې سوزوي او یا خو به ته بدبوي مومی.

ابو حاتم بن حبان په دې اړه یوه په زړه پوری جمله ویلی ده چې وايي: (( فالواجب على العاقل أن يجتنب أهل الريب, لئلا يكون مريبا, فكما صحبة الأخيار تورث الخير, كذلك صحبة الأشرار تورث الشر )).. (۱).

یو عاقل انسان ته ښايي چې د شکمنو خلکو څخه ځان وژغوري، تر څو دې پخپله هم په شک کې پرې نه وځي؛ نو لکه څرنګه چې د صالحه خلکو دوستې خېر را منځ ته کوي، په همدې ډول د بدو خلکو دوستي انسان راپرځوي او د بدیو لارې ورته هواروي او ښاېي په دې عصر کې د ماشوم سالمې روزنې او ښې پالنې ته زیاته توجه وشي، ولی چې د مفاسدو او د بې لاریو لارېو ګودرونه زیات شویدي او په معاصره نړۍ کې ېې زیانونو هم پراختیا موندلی چې دا ټول د یو ماشوم په اخلاقو باندی بده اغېزه شیندي، د هغه په سلوک کې جذري بدلون راولي او د اسلامي أصیل فهم څخه ېې ګوښه کوي.

د اسلامي تمدن د پرمختګ او تقدم راز په همدې کې نغښتلی دی چې ماشوم استعدادونو ته وده او رغونه ورکړل شي ، ښو چارو ته یو راغب انسان ترې جوړ او له بدیو او شرورو څخه ېې د حق لارې ته را ستون کړي.

پای

(1) ( 1): روضة ا لعقلاء ص 100.

(1): د دې مقالې اصلي عنوان : (( أسباب الوهن في حياة الداعية )).
(2): المعجم الوسيط 2/1060
(3) : رواه أبو داود في كتاب الملاحم, باب تداعي الأمم على الإسلام, والإمام أحمد في المسند برقم 2

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*