وروستي

ښځه په اسلام کي

راټولونه: ع. حبیبي

په پوره ډاډ ویلای شوچي اسلام دځمکې پرمخ یواځنی دین دی چي تربل هروضعي او اسماني دین پکې  دښځو  حقونه زیات خوندي دي.

داچي داسلام دښمنان په اسلا م تور لګوي چي ښځه په څلور کنجه ديوال کې بندول غواړي درواغ او پروپاګنډ دی.حقيقت دادی چي اسلام هيڅکله دانه دي ويلي چي ښځه دي په کورکې بنديوانه شي؛  بلکې اسلا م په ټو لنيز ژوندکې ښځو ته هغه ټوله  ازدي ورکړې ده څومره ازادي چي دټو لنيز ژوند لپاره ګټوره ثابتيداي شي.

اسلام وایي: ښځه اوسړی سره په خپل منځ کې داسي دي لکه ورځ اوشپه. لکه څنګه چي شپه اوورځ دیوبل ضدنه دي هغه رنګه ښځه اوسړی، اولکه څنګه چي کمال دورځي په شپه راځي اوکمال دشپې په ورځ هغه رنګه کمال دسړي په ښځه اوکمال دښځي په سړي باندي راځي.الله پاک سړیو ته فرمایي: هن لباس لکم و انتم لباس لهن. ژباړه : دوی ستاسو لپاره جامه ده او تاسو ددوی لپاره جامه یاست.

اسلام په خاوند لازمه کړې ده  اوداپه خاوند دښځي حق بولي چي له خپلي میرمني سره به ښه چلند کوي، دهغې دعزت خیال به ساتي ،تر وړوتیروتنوبه یې ورتېرېږي، نرمي به ورسره کوي او ددې دزړه خپلولو لپاره به دامکان ترحده کوشش کوي، لکه الله پاک چي فرمایي: وَعَاشِرُوا هُنَ بِالمَعرُوفِ. ژباړه : او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ. اوبل ځای فرمایي: وَلّهُنّ مِثلُ الّذِی عَلَیهِنّ باِلمَعرُوفِ. ژباړه : او د هغو (ښځو) لپاره (په خاوندانو باندې حقونه) دي په شان د هغو (حقونو) چې په ښځو باندې لازم دي (د خپلو خاوندانو لپاره).

که څوک دا وايي چي ښځي په پرده کې ساتل یعني هغوی ته ویل چي بې ضرورته دي له کوره نه راوزي د ټولني دترقي او پر مختګ په لاره کې  خنډ اچول او له مهمو کارونو څخه ددوی لاس لنډول دي ؛ نودهغوی  په جواب کې مونږ دومره ويل غواړو چي ايا دټو لني دتر قي او پر مختګ په کارونوکې دنوي نسل تربيه کول او کورنی مأموریت  هم شامل دي اوکنه؟ که چېري ښځي په کورونوکې خپلو او لادونو ته  انسانيت ورزده کړي او نيک یې وپالي نو دادیوې ښې ټولني بنیاد اېښوول دي او که نه؟  اوایا څه ډول چي داکار یوه مور کولای شي هغه ډول د سړي په وس کې شته؟ دغه رنګه په کوردننه دپاکۍ، تنظیم ، نظارت، کنترول او دچارو دښه انسجام لپاره دیوچااړتیاشته اوکه نه؟ که شته نو ایاداکار هغه ښځه ښه کولای  شي چي همیشه په کورکې موجوده وي اوپه پورتنیوچارو نظرساتي اوکه هغه ښځه چي ورځ په ډګر اوشپه په کورکې.

که چيرته ښځه د خپل ژوند ډير وخت له کوره  بهر په کارونو تيروي  اوپه دباندي کارونو  مصروفه وساتله شي نو دا کار د نوي نسل په تربيه او پالنه منفي اثر کوي او د يوې ټولني د ترقي او پرمختګ په برخه کې سترزیان رامنځته کوي. له همدې وجي  اسلام وايي چي ښځي دي له  شرعي عذره پرته له کوره بهر  نه راوزي. الله تعالى فرمایي: وَقَرنَ فِى بُيُو تِکُنّ وَلاَتَبَرَجنَ تَبَرُجَ الجَا هِلِيةِ الاُولى . ژباړه : په کورکې کېنئ او داسي مه کوئ چي دجهالت دمهال ښځوپه څېر خپل ښایست اوزینت رابرسېره او خلکوته څرګند کړئ.اسلام په ټولنيز ژوندکې دزیاتره هغو کارونو مسؤليت د نارينه په غاړه اچولى کوم چي له کوره بهر سر ته رسيږي اودهغو یې د ښځي په غاړه اچولى کوم  چي د کور دننه دي ، اواسلام د دغه مسئوليتو نوپه تقسيم کې د ښځي او نارينه پيدایشي استعدادونه او صلاحيتونه هم په نظرکې نيولي دي او بيا یې هر يوه ته د هغه د استعداد مطابق مسئوليت  ورسپارلى دى .

په اسلام کې د ښځي مقام:

کفار او نور بې دینه خلک که مسلمانان ملامت بولي نو په دې خبره هم ورته ځان پوهول په کاردي چي په مخکني  جاهليت کې د ښځي مقام او مرتبه څه وه او اوس په هغو ټولنو کي څه ده چي تراوسه یې اسلام دخپل ملي دین په توګه نه دی منلی؟ له اسلام څخه مخکې په عربي، رومي او يوناني جاهلي ټولنوکې ښځي ته په سپکه سترگه کتل کېدل، په  دوی کې دنجلۍ زېږون د شرم او پيغور خبره وه او له همد ې وجي  به یې ژوندۍ خښولې.

قرآن کريم په دوی کې د ښځي بد حالت داسي بيانوي: وَإِذَا بُشِّرَأَحَدُهُم بِالْأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ٥٨ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ  أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ  أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ٥٩. ژباړه : ا و كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړل شي نود هغه مخ تك تور شي، په داسې حال كې چې له قهره ډك وي له خلقو څخه پټ ګرزي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړل شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، اوکه په خاورو كې یې خښه کړي، خبردار شئ! ډیره بده ده هغه فیصله چي دوی یې کوي.

په وړاندنیو ټولنو کې ښځه له ميراث څخه بــې برخې وه  اوميراث صرف دنارينه حق گڼل کېده. په اروپایي ټولنوکې هم ښځو ته په سپکه ســترګه کتل کېدل. د اروپا د کليساپاپانو به ويل ( ښځه يو ذليله او نجس حيوان دى ). په ١٨٠٥ ميلادي کال کې اروپايانو په خپل قانونکې ليکلي وو (نارينه کولی شي چي خپله ښځه خرڅه کړي) .په اوسنۍ غربي نړۍکې هم ښځي ته ترهغه وخته پـــوري په درنه سترګه کتل کېږي چي ځوانه وي او کله یې چي  ځواني ختمه شي بيا ورته په سپکه سترګه کتل کېږي او په ټولنه کې  هيڅ حيثيت نه لري .په اوسني غرب کې زړې ښځي دحکومت لخوا په ډېر لږ معاش باندي وخت تيروي او داستوګني په یوه کوټه کې ډیرلوی شمېرښځي د مړو په څير پرتې وي .

ديـهودو په نزد ښځه يو لعنتي هستي ده، هغوى په خــپل منحرف تورات کې ليکلي دي ( المراءة امر من الموت) ښـــځه تر مرگ  هم تريــخ حقيقت دى.

خو په اسلام کې ښځي ته همغه مقام حاصل دى کوم چي سړي ته حاصل دى، په دې خبره به موږ په صحيحه توگه هله پوه شــو کله چى په اسلام کې د ښځو حقوق او واجبات او دهغې دکار کولو ساحه وپيژنو.

په اسلام کې دښځو حقوق:

اسلام ښځي له تعلیمه نه منعه کو ي؛ بلکې لاډېري یې تشویقوي چي پخپله هم دین زده کړئ اونوروته یې هم وروښیئ. الله پاک فرمایي: فاسئلوا اَهلَ الذِکرِ اِن کُنتُم لاَتعلمون. ژباړه : ځکه حضرت عائشه صدیقه (رضی الله عنها)ترټولولویه عالمه وه. خوددې غم یې هم خوري چي څوک دي په عزت داغ ونه لګو ي،څوک درته ضرر ونه رسوي، په ټولنه کې دي اعتبار زیانمن نشي اوته په یوه فتنه بدله نشې نوځکه ورته وایي چي  که په پوره امن او اسلامي ماحول اوطریقه دي سبق ویلای شوای نوډاکتره شه ، انجینره شه ، معلمه شه اوداسي نور،اوکه دپورتنیو بلاوو خطرو بیا تاته تر بهروتلو په کورکې اوسیدل غوره دي؛ ځکه چي بیادي ترګټه تاوان ډیردی. الله پاک دوی ته د دې لپاره چي هم له فتنوخوندي وي اوهم یې علم حاصل کړی وي ډیره ښه لاره په ګوته کوي او فرمایي: وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ  إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا. ژباړه : او تاسو زده کوئ د الله هغه ایتونه او حكمت(علم) چې ستاسو په كورونو كې لوستل كېږي، بېشكه الله  ډېر باریك بین او ښه خبرلرونکی دی. (الاحزاب ۳۴) په احکام القران ۵/۲۱۷ او مولانااشرف علي تهانوي د سئلونې کتاب ۱/۳۹۱مخ کي لیکي چي په دې ایت کي شځوته داورښوول دي چي علم دي په خپل کورکي زده کوي.

خوکافران او ددوی ملګري د تعلیم په نوم ښځي له کورو راباسي، په سکولونوکې ځواني نجوني او هلکان یوځای سره اچوي ،ددوی حیا اوعزت ورختموي، دین او اخلاق یې ورتباکوي، دعزتمنو جاموپرځای پتلون وراغوندي  او داسي حالت جوړول غواړي چي ښځي اوسړي دي سره ګډوي، مور،پلار،خور،ورور اونوردي نوي معلوم اولکه په ځنګله کې چي ځناور بې پردې ګرزي داسي دي مسلمانان هم سپک اوبې پردې وي.

اسلام ښځي ته نه وایي چي ته دځان یابچولپاره حلال رزق مه پیداکوه، کاراوتجارت مه کوه او دبل لاس ته کېنه؛ بلکې ورته وایي چي همت وکړه، کسب اوکمال زده کړه، عزتمن ژوندځان ته برابرکړه، له خپل خاوند او اولادسره مرسته وکړه اوداسي نورځکه حضرت خدیجه (رضی  الله عنها )دخپل وخت ډیره لویه سرمایه داره وه؛ مګر اسلام داورته وایي چي  ته مسلمانه یې ته داهرڅه باید په هغه چوکاټ کې دننه وکړې چي الله (جل جلاله )درته ټاکلی دی؛که نه کېده بیا دالله (جل جلاله) دا احسان یولوی غنیمت وګڼه چي  ستانفقه یې په خاوند او بیاپه اولادونو او نورو باندي فرض ګرزولې ده ترڅوته لکه ملغلره غوندي په عزت کې پاته شې. اونارینه مکلف دی چي دکوردننه کارونه تاته پرېږدي او دبهرټو لو لویو اووړوکاروته پخپله اوږه ورکړي .

په اسلام کې څنګه چي سړو ته حق ورکړل شوی دی هغه ډول ښځوته هم کافي حقوق ورکړل شوي دي ځکه  دواړه انسانان دي  نوله  انساني حقوقو باید دواړه برخمن وي.  په دې هکله الله تعالى فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ. ژباړه : ا ى خلکو! له خپل هغه رب څخه  ووېرېږئ چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړي یاست.

په پورتني  آيت کې الله تعالى دېته اشاره کوي  چي په ټولنيز ژوندکې ښځه سپکه او بې مقصده هستي نه ده ځکه له کوم نفس نه چي نارينه پيدا شوی دى له همغه نفس نه ښځه هم پيداشوې ده ،څنگه چي نارينه د ټولني يو مهم رکن دى هغه رنگه ښځه  هم ده،دانساني ټولني   بقاء اوتسلسل هم په دواړو پوري تړل شوی دى، داسي نه ده چي ديوه وجود مهم اودبل غير مهم شي؛  خو د دواړو استعدادونه ،صلاحيتونه او پيدایشي ځانگړتياوې سره فرق کوي، نو هر يو بايد د خپلو ځانگړتياو او صلاحيتونو قدر داني وکړي او کوم ذات چي دغه صلاحيتونه او ځانگړتياوې ورکړې دي د هغه  شکر اداءکړي، اطاعت  یې وکړي اوترڅنګ یې  د خپل وس  او صلاحيتونو په اندازه  دټولني  لپاره کار وکړي.

هر کله چي ددوی ځانګړني او وړتیاوې بېلي شوې  نو د ژوند په کومه برخه کې چي ځانگړتياوې او استعدادونه فرق کوي په همغه برخه کې یې حقوق او واجبات هم سره بېل دي  او په کومه برخه کې یې چي ځانګړتياوې او استعد ادونه سره یوډول دي هلته یې حقوق او واجبات  هم سره برابر دي. دپـــورتـــه قاعـــدې په نــظرکې نيولو سره ښــځه له نارينــه سره په لانــدي حقــوقوکې بــرابــره ده:

۱ــــ ښځه دنارينه په شان دژوند حق لري ،که چا قصداً مړه کړه قاتل به يې قصاص کېږ ي.

۲ـــ  ښځه دنارینه پشان په ټولنه کې دکرامت، شرافت او عزت حق لري په دې هکله الله  (جل جلاله)  فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا. ژباړه : او یقینًا مو ږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، دوى مو په وچه او  سمندرکي (په سورلیو ) سواره كړي دي،  خوندور پاكیزه شیان  مو وركړي دي او دوى موپه خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره ګرزولي دي.

۳ـــ ښځه هم دنارينه په شان په روا طريقه دمال ګټلو او دهغې دمالک کېدو حق لري ،.لکه په قران کریم کې چي الله پاک فرمایي:  لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمً. ژباړه : د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده نو له الله څخه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى.  له همدې وجې  اسلام په ميراث کې هم ښځي ته برخه ټاکلې ده لکه چي الله تعالی په قران کریم کې فرمایي:  لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا. ژباړه : د نارینه و لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي،  هغه (مال) که لږ وي اوکه ډیردوی ته پکې  ټاکلې  برخه شته.  دغه رنګه ښځه په خپل مال کې دتصرف او خرچ کولو حق لري اوکولى شي چې په روا کارونو کې خپل مال مصرف کړي.
۵ـــ ښځه دتعليم حق لري خو هغه تعليم چي ددې له فطرت او خلقت سره مناسب وي ، اسلامي اداب او اخلاق ورکې ترپښو لاندې نه شي او دټولنې دترقۍ اوخوشحالۍ باعث وګرزي؛ نه داخلاقي فساد . همدارنګه دښځي عفت او ابرو ورکې خوندي وي، دزده کړې او تعليم سيستم يې شرعي وي،  دتعلیم نظام مخلوط نه وي ، داسي تعليم نه وي چي ښځه خپله اصلي او مهمه دنده ور سره سرته نه شي رسولاى.
۶ـــ که اړتیاپېښه شي نو ښځي هم کولای شي دکورنیوچارو اویاټولنیزوپېښو په باره کي چاته مشوره ورکړي، لکه چي رسول الله مبارک دحدیبې پرمهال دمؤمنانو له مورحضرت ام سلمې(رضی الله عنها) سره مشوره وکړه. اوحضرت شعیب (علیه السلام)هم دخپلي لورمشوره ومنله کله چي هغې ورته وویل: يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ. خوداپکي لازمي ده چي ښځه خودښځه والي په تول پوره وي.

په ښځه باندي دخاوند حقونه:

اسلام وایي چي الله تعالی د هغو وړتیاوو له مخي چي  په نارینه کې  یي پیداکړې دي او په ښځوکې نه؛  د سړي مرتبه ترښځه پورته بولي لکه چي فرمایي: اَلرّجَالُ قَوَامُونَ عَلیَ النِسَاءِ بِمَافَضَلَ الله بَعضُهُمٌ عَلَی بَعٌضٍ وَبِمَاانفقُوا مِن اَمٌوَالِهِم. ژباړه: سړي په ښځو باندې نګرانان دي په سبب د دې چې الله د دوى ځینې(سړي) په ځینو نورو (ښځو)باندې غوره كړي دي او په سبب د دې چې دوى (سړي) له خپلو مالونو نه انفاق كوي.(ابن کثیر رحمه الله په خپل تفسیر۱/۶۵۳مخ کې دقوامون ترجمه په مشر،سرپرست، حاکم اوپه سمه لاربرابروونکي باندي کړې ده). بل ځای الله پاک فرمایي :وَلِلرِّجَالِ عَلَیٌهِنَّ دَرَجَة. یعني دسړي په ښځه داسي حقونه هم شته چي دښځي په سړي نشته.نوځکه دلته په ښځه باندي دسړي څولویو حقونوته اشاره کوو چي له هغو څخه ځیني یې وجوبي اوځیني یې حقوقي دي:

۱ــــــ  دسړي اطاعت په ښځه واجب دی،لکه د پاچا اطاعت  په رعیت باندي. په روا کارونو کي به د خپل ميړه خبره مني. په دې هکله اسلام ډير تاکېد کوي او رسول کريم (صلى الله تعالی علیه وسلم) فرمايي: که له الله  جل جلاله څخه بغير بل چاته سجده کول روا واى نو ما به ښځي ته امر کړى وو چي خپل ميړه ته سجده وکړي. ۲ــــ  ښځه به هغه چاته دخاوندکـورته دورتلو اجازه نه ورکوي چي خاوند یې راتـګ نه خوښوي. دا په بخاري اومسلم کې د ابوهریره دروایت شوي حدیث مفهوم هم دی. ۳ـــــــ  دخاوند په ښځه داحق دی چي که د ده اجازه نه وي نو له کوره به نه وزي. ۴ـــــ دخاوند په ښځه داحق شته چي له نافرماني او ګناه څخه دراګرزولو لپاره لومړی نصیحت ،  بیاتأدیب ورکــړي لکه چي  الله پاک فرمایي : وَاللتِي تَخَافِونَ نُشُوزَهُنَ فَعِظُوهُنَ وَاهٌجُرُوهُنَ فَی المَضَاجِعِ وَاضٌرِبُوهُنَ. ژباړه: ا و هغه ښځې چې تاسو یې له نافرمانـۍڅخه وېرېږئ، نو دوى ته نصیحت وكړئ او د ملاستې په ځایونو كې ترې جدا شئ او ويې وهئ ، دغه رنګه فرمایي: یَااَیُهَاالَذِینَ امَنُوا قُوا اَنٌفُوسَکُمٌ وَاَهلِیکُمٌ نَارًاوَقُودُ هَاالنَاسُ وَالحِجَارَةُ. ژباړه:  اى د ایمان خاوندانو تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور څخه  وساتئ چې د هغه خاشاك خلک او كاڼي دي. ۴ــــــ دسـړي په ښځه داحق دی چي د ده خدمت به کوي، ځکه نارینه همیشه دخپل اهـل په خدمت کې ستړی او لالهاند وي.  ۵ ـــــ دسړي په ښځه داحق دی چي په نیکو اوخوږو اخلاقو به له ده سره ژوند کوي تریخ او نالایق چلندبه نه خپلوي.

په اسلام کي دښځي مهم مسئوليتونه:

کوم ديني او شرعي مکلفيتونه او مسئوليتونه چى الله پاک دنارينه په ذمه اچولي دي اوترسره کول یې پرې لازم کړي  همغه له ښځي څخه هم مطلوب دي که  د عباداتو په برخه کې وي که د عقیدو په  برخه کې  که د معاملاتو په برخه کې او که د اخلاقو په برخه کې وي؛ خو یواځي هغه ترې مطلوب نه دي  چي یاخو الله پرې  ایښي نه د ي لکه دحيض په وخت کې  د روژې نیول، لمونځ کول او یاښځه دهغو په  سرته رسولوکې بې وسه وي . دغه رنګه ښځه له نارينه سره په دې کې هم برابره ده چي د الله او دهغه درسول اطاعت به کوي، په نیکوبه خلکوته امرکوي اوله بدیوبه یې راګرزوي اوداسي نور؛ لکه چي الله پاک فرمایي: وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنْ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمْ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ . ژباړه: او مومن سړي  او مومنې ښځې د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ څخه منع كوي، لمونځ قايموي، زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله په دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډیر غالب، ښه حكمت والا دى.

ښځه دکور د تنظيم او د خپل ميړه د کور اومال د ساتني مسئوليت په غاړه لري په دې هکله رسول کريم فرمايي:( کلکم راع وکلکم مسئوول عن رعيته…  والمراة راعية فى بيت زوجهاو مسئولة عن رعيتها) هر يو له تاسو  ساتونکی دى او مسئول دى د خپلوماتحتو په باره کې ، ښځه ساتونکې ده د خپل خاوند دکور او د هغه په باره کې به پوښتنه ترې کېږي .
ښځه د خپل اولاد د تربيت اوپالنې مسئوليت هم په غاړه لري ځکه نو په اسلام کې د ښځي او اولاد د نفقې مسئوليت د نارينه په غاړه اچول شوی دى تر څو ښځه  داولاد پالني مهمي دندې ته وزګاره وي.

پورته مووویل چي په ښځه دخاوند اطاعت واجب دی . اسلام ځکه په دې خبره زيات تاکېد کوي  چي خاوند د کور سرپرست دى نو بايد خبره يې ومنله  شي او که ونه منله شي نو په کورنۍ کي ګډوډي رامنځته کېږي، جګړه جوړېږي،  چي بالاخره کورنى ژوند  له منځه ځي. تاسوبه لیدلي وي په هرکورکې چي ښځي دنارینه خبره مني ، مشوره ورسره کو ي او احترام ورته لري هغه  ترټولو بختور او خوشحاله کوروي.په کورني ژوند کي د سرپرستۍ چارې ځکه نارينه ته سپارل شوې دي چي دغه صلاحيت الله په نارينه کي ايښى دى، کوم صلاحیت چي په نارینه کې شته هغه په ښځه کې نشته. اوسنۍ مادي  نړۍ اوغربیان  هم په دې واقعيت  اعتراف کوي؛ خو په اسلام کي د سر پرستۍ معنا دا نه ده چي نارينه به دښځي دټولوحقونو ، مالونو رايي او قدرت مالک وي؛  بلکي اسلام وایي چي دکورني ژوند سرپرست به نارينه وي خو د سرپرستۍ دغه اړيکې به دميني محبت او مشورې په بنسټ ولاړ ي وي چي په داسي سر پرستۍ کې دښځي د توهين او په هغې باندي د ظلم هيڅ تصور نه شي کېداى . د اسلام دښمنان له دغي سرپرستۍ نه غلط تعبير کوي او وایي چي اسلام غواړي  له ښځي څخه دخپل ميړه وينځه جوړه کړي خو حقيقت دا سي نه دى.

د اسلام دښمنان د غه تبليغات له  ښځو سره د خواخوږۍ په بنياد اودې لپاره نه کوي  چي ښځه د نارينه له بندگۍ څخه خلاصه کړي، دښځي حق له نورو واخلي او هغه دکمال انسانیت لوري ته بوزني ؛ بلکي هدف یې دا دى چي ښځه په کورني ژوند کې دميړه دخبرو دمنلو په ځاى سرکشه کړي،  ددوی ترمنځ په یونه یوډول فکري لریوالی پیداکړي، اوښځي ته په کورکې د جنجال او نفرت جوړولو په وسیله  هغه له کوره راوباسي او بیا  یې یادبدلمنۍ په تورپه چاووژني او که په ژوندکې یې ددوی ګټه وه نو دفحاشۍ او خواهشاتو تور بازارونه پرې ګرم کړي. تاسو وینئ چي کفارو او ددوی ملګرو دهمدې لپاره رادیوګاني جوړې کړې دي اوټول یې داسي خلک پکې کېنولي دي چي یاخوکافروي پښتویې زده کړې وي اویاداسي مزدوران چي دمور اوپلار پته یې نه لګېږي او یواځي هغه خبري کوي چي کافران یې په خوله کي ورکوي.

مسلمانان غیرتمن دي ځکه غواړ ي چي زما ښځه دي په پرده اوعزت کې وي خیردی که زه یې په نفقه او نورو ستړی یم ، او کفاراو ددی ملګري بې غیرته دي او همت نه لري ځکه وايي زماښځه دي بهرته راووزي پخپله دي ځانته ډوډۍ پیداکړي هغه که له روالاري وي که له فحشاخوچي زه ترې خلاس شم.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*