وروستي

په نړۍ کې د مدني ادارې ډېره ستره او ډېره قیمتي ماڼۍ

په روم کې د (پارلمان ماڼۍ) په نړۍ کې دمدني ادارې ډېره ستره او ډېره قیمتي ماڼۍګڼل کیږي.

دغه ماڼۍ د روم پلازمینې بخارست کې موقعت لري،دا په رښتیا له نوم ورکو عجائبو څخه دی.

کارونکی یې جان هوک دی، هغه یو مدافع وکیل دی چې د تیرې پیړۍ د نوېیمو کلونو په منځ منځ کې په دې ماڼۍ کې کار کوه.دی وایي:دغه ماڼۍ د بدرنګي کمیونست دیکتاتور نیکولای چاوچیسکو نه وړاندې آباده شوې ده.

دا آبادۍ دومره ستره ده چې ګرانه ده چې په عکس او انځور کې راشي،دا ماڼۍ په کال ۱۹۸۴م کې په نوي اوکلاسیکه بڼه جوړه شوې ده، ۱۲منزله لري( پرته له هغو اضافي ۸منزلونو څخه چې تر ځمکې لاندې دي).

۳۱۰۰خونې لري،چې په ۳۳۰ زره متره مربع مساحت یې تر پوښښ لاندې نیولی دی.

په دې پروسې باندې (۳۳ملیارده یورو) لګیدلي دي.خو دومره ده چې د بُخارست پلازمینې ډېر تمدن هم پکې له لاسه وتی دی، د دې ماڼۍ د جوړیدو لپاره د بُخارست ښار پنځمه برخه مساحت پکې هوار شوی دی چې په دې کې ډیری یې تاریخي کوڅې او ساحې وې. تر ۳۰ زیاتې کلیساوې او یهودي معابد،او ۳۰۰۰۰ شاوخوا کورونه پکې ړنګ شوي دي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*