وروستي

نوبل جایزې ته کاندیده هم په فساد کې ککړه ده

سلام خان

د یوې افغاني رسینۍ په حواله دبشريي حقونو د خپلواک کمېسيون رئیسه او په ځانګړي ډول د دغه کمېسيون مشره سيما سمر په اداري او مالي فساد کي ښکیله بلله شویده، ددې دکار او کړنو په اړه له وړاندې هم شکايتونه موجود وو، خو اوس یوتازه راپور ددغه کمېسيون دیوه کمېشنر لخوا وایی چې پخپله سيما سمر پر بې عدالتۍ او اداري فساد تورنه ده. د ياد کمېسيون يوه کمېشنر عبدالکريم عزيزي پرون د ولسي جرګې د قانون پر پلي کېدو د څار په کمېسيون کې د بشري حقونو پر خپلواک کمېسيون د وکيلانو د نيوکې پر مهال وويل چې سيما سمر په اداري او مالي فساد کې ښکېله ده.

ده وويل چې سمر دغه راز د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې پر خپل سر خلک پر دندو ګوماري او د افغانستان قوانينو ته درناوى نه کوي، د پارلماني چارو د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې عزيزي د سيما سمر د فساد په اړه يو لړ اسناد هم د ولسي جرګې غړو ته سپارلي دي.

وکيلانو نيوکه کوله چې په تېرو لسو کلونو کې د بشري حقونو دخپلواک کمېسيون کړنې سياسي او د پرديو د ګټو لپاره دې که څه هم ډیر مخکې باید د سیما سمر دله مخ ځخه دغه دبشري حقونو دتحقق ددرواغو پرته پرده پورته شوی وای، داچې تر او سه دغه اقدام ونه شو دا زمونږ افغانانو بد قسمتی ده چې دهرې پیښې له واقع کیدو وروسته مونږ اقدام کوو.

په هرصورت دسیما سمر په باب ډیر کره او ژوندي شاهدان موجود دي او په خپله نارې وهي چې مونږ دسیما سمر له لوري وجنسي استفادې ته تشویق شوي یو او اعتراف کوې چې زمونږ څخه یې ناوړه استفاده کړې ده او دسیما سمر دشخصی ګټو قرباني شوې یو، چې دهغو له جملی څخه یوه زمونږ دوطن لور د (فریدې) په نامه یادیږي چې څه وخت دمخه یې دهند په هیواد کې دمهاجرت شپې او ورځې سبا کولې، دغې ځوانې نجلۍ ۲۰۰۹ م کال دفبروری په لومړۍ نیټه دیکشنبی په ورځ خپل داعتراض ږغ دآریانا افغانستان دتلویزیون لاری اوچت کړ او مستیقما خپله دسجیې سره مصاحبې ته حاضره شوه، ممکن زمونږ ډیرو وطنوالو دغه مصاحبه اوریدلې وي اوپه زړه يې وي.

نوموړی په ژړا ژړا کې وویل: چې زه یوه بې سر پر سته اوبې کوره او خواره ځوانه نجلی وم او دژوند لاره راڅخه ورکه وه، حیرانه وم چې څه وګړم بالاخره په کابل کې یو چا راته وویل چې دبشري حقونو وخپلواک کمیسیون ته چه مشره یې یوه ښخه ده چې سیما سمر نومیږي ورشه هغه به درسره مرسته وکړی.

فریده وایي زه هم ورغلم دسیما سمر سره مې وکتل اوهغې زما سره اول ښه وضیعت وکړ اوماته یې ددې په یو میلمستون کې ځای راکړ، وروسته څو ځله سیما سمر زما سره وکتل او زه به یې ومعاشرتی ژوند ته تشویق ولم او ډیرې ښې ښایسته او موډرنې جامې به یې راته په تن کولې او ځینو میلمستیا ګانو اوشخصي محافلونو ته به یې بیولم او ډیره یې جنسي استفادې او ګټې ته تشویقولم.

یوه ورځ یې په ډیرو ښکاره الفاظو کې راته وویل چې ستا سټایل او اندام دخارجیانو ډیر خو ښیږي، ته باید ځان دشخصي اسفادې په منظور اماده کړې او که هر وخت ضرورت و ته به زما سره یوځای ځې او دخارجي او داخلی میلمنو غوښتنه به پرځای کوې.

فریده وایې: سیما سمر ماته وویل چې دا کوم بد کار نه دی او هره ځوانه نجلۍ حق لري چې آزاد ژوند ولري او له ځوانۍ څخه خوند او مزه واخلي. په دغه باب سجیه کولای شي چې دفریدې دمصاحبې برخه په ژوندۍ توګه درسنیو په اختیار کې ورکړي ( البته دا یو خواهش دی).

دوهم : دمستندواوموثقو معلومات په اساس کوم وخت چې په ۲۰۰۸ م کال کې په کابل کې په سرینا هوټل باندې ځانمرګه حمله وشوه او ځان مرګو هوټل تر محاصرې لاندې ونیو، دهوتل په داخل کې ټول خارجي او داخلي میلمانه کلا بند پا تې ول چې په هغه وخت کی سیما سمر هم هلته دخارجي میلمنو سره بنده پا تې وه او له دې سره درې نورې ځوانې نجونې هم وې.

کله چې امنیتی مسؤولین وهوټل ته ننوزي اورې چې دهوټل په لاندنۍ طبقه کې دښځو ژړاوې دي کوم وخت چېهلته ورځي ګوري چې سیما سمر سره له درې ځوانو نجونو پرځمکه پرتې دي او څو نفره خارجي (میلمانه!) هم هلته پراته وو چې دهغو له جملې څخه یو یې دناروې دخارجه چارو وزیر ؤ.

دامنیتی مسولینو څخه یوه دا هم وویل چې هغو دریو نجنو چې دسیما سمر سره په هوټل کې کلا بندې وې او په ژړا ژړا یې چیغې وهلې چې (ما را سیما سمر بازی داده است وما را اینجا اورده بود که با مهمانان خارجی بیشینیم) او دا هم ویل شوي دي چې سیما سمر او هغه درې نورې ځوانې نجونی دخارجيانو په ګډون سخت دنشې په حال کې پر ځمکه پراته وو او ډیر شراب یې څښلي ول، بناء دنجیب الله کابلي دغه لاندې څرګندونې حقیقت او واقیعت لري چې څو کاله مخکې یې له رسنیو سره کړې دي او ویلي یې دي چې : د بشر د حقونو په خپلواک کمیسیون او د شهدا ارګناییزشن په نوم ټولنه کې، چې سیما سمر یې مشره ده ، له کونډو او نجونو څخه جنسی ګټه اخیستل کیږی، توجه وکړئ دښاغلی نجیب الله کابلي ځرګند ونو ته :

هغه خبریالانو ته وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د شاوخوا سلو هغو کسانو نومونه په ډاګه کړي چې د ده پر وینا په جنګي جنایتونو، اداري فساد او قاچاق کې لاس لري، د افغانستان د ملی مشارکت جبهې د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون پر رئیسې سیما سمر تور ولګاوه، چې د دغه کمیسیون له نوم او حیثیته شخصي ګټه اخلي او په لوى لاس یې د جنګي جنایت کارانو او د بشر د حقوقو د تېري کوونکو د محاکمې مخه نیولې ده. د دې جبهې مشر او د ولسی جرګې پخواني غړي نجیب الله کابلی په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: دا چې د افغانستان دبشر د حقونو خپلواک کمیسیون په تېرو اتو کلونوکې د یوه جنګي جنایت کار نوم هم افشا نه کړى شو، علت یې په دغه کمیسیون کې موجود اداری فساد دى ، نوموړي وویل، میرمن سمر د رشوت په بدل کې د جنګی جنایت کارانو له لیست نه د ځینو کسانو نومونه لرې کړی دی: د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیما سمر”دوستانو موږ داسې اسناد لرو، چې یوې ځانګړې محکمې ته به یې وسپارو، دا اسناد ښیی، چې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون له ځینو رهبرانو او قومندانانو دوه دوه نیم لک ډالره باج اخیستى دى او په جنایتونو یې سترګې پټې کړي دي، د څو تنو لست یې جوړ کړی دى او د ځینو نورو، چې هغوى هم جنایت کاران دي، لست یې نه دى جوړ کړی.

دهغه په وینا د بشري حقونو کمیسیون په خپله پر یو مافیایي باڼد بدل شوى دى. “کابلي همدا راز وویل: د بشر د حقونو په خپلواک کمیسیون او د شهدا ارګناییزشن په نوم ټولنه کې، چې سیما سمر یې مشره ده، له کونډو او نجونو څخه جنسي ګټه اخیستل کیږي. هغه وویل: د افغانستان د ملي مشارکت جبهه به، چې له لسګونو سیاسی ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو جوړه ده، د شاوخوا سلو کسانو، چې ده قومی ټیکه داران او په اداری فساد او د مخدره موادو په قاچاق کې ښکیل وبلل، نومونه هم ډیر ژر خپاره کړي.

په افغانستان کې ګڼ کسان د تېرو کلونو په جګړو او جنګی جنایتونو کې ښکیل بلل کیږي، خو تر اوسه پورې هیڅ کومې ادارې د دوى پر خلاف په کومې ملی او یا نړېوالې محکمې کې په رسمي توګه ادعا نه ده کړې ، دا ؤ هغه معلومات کوم چې دنجیب الله کابلی دځرکندونو په اساس دبشر دحقونو دخپلواک کمیسیون دمشرې سیما سمر په باب زما سره ؤ تا سو ته یې دمطالعې پخاطر ډالۍ کوم .

له ټول افغان ویب پاڼې نه په مننې

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*