وروستي

خاوند او مېرمن دې يو بل وزغمي‎

محمود حقاني

سهار مهال اطاق کې ناست وم ملګرى مې داسې حال کې راننوت چې ناهيلي او خفګان يې له تندي معلومېده ترې ومې پوښتل چې ولې خفه يې ؟ ويل يې ډېر ناورين حالت سره مخ يم ماسخوتن ناوخته د کار ځاى نه راشم مېرمنې ته ووايم خواړه راتيار کړه کله يې راوړي خو سره د بد اخلاقۍ او کله راغبرګه کړي چې زما د لاسه نه کيږي پخلنځي کې پراته دي ځانته يې تاوده کړه.

غوسه هم راځي خو د خداى له وېرې څه ورته نشم ويلاى.

رښتيا هم دنيا کې بداخلاقه مېرمن دوزخ وي د کور کلي له شرم نه به يې طلاقولى هم نه شئ خو ګذاره به دې هم ورسره نه کيږي.

زموږ ښکلي دين نکاح د ښځې او خاوند مينځ کې د احترام وړ عقد ټاکلى او د همدې په توسط سره پردى سړى او پردئ ښځه د ميني او محبت ژوند تېرولو فيصله کوي او زموږ د دين غوښتنه ده چې د نکاح نه وروسته بايد ښځه او خاوند د محبت نه ډک ژوند تېر کړي له همدې امله شريعت په دواړو داسې شرايط او حقوق لازم کړي چې د هغې په مراعاتولو سره دغه خپلوي د محبت سره برقراره پاتې کيږي.

خو زموږ ټولنه کې که د خاوند لاس بر شي نو بيا يې د زړه نه انساني عاطفه کډه وکړي او حقوق خو يې پرېږده بلکې د يو حيوان برخورد ورسره کوي په معمولي نيمګړتيا باندې يې وهي، ټکوي او ښکنځي او که د ښځې لاس بر شي نو بيا ډېر کرته خپل خاوند ورته د مزدور په څېر ښکاري.

حالانکې زموږ دين د يو بل سره د همکارۍ غوښتونکى دى بي بي عايشې رض نه چا پوښتنه وکړه چې نبى کريم صلى الله عليه وسلم کله کور ته راشي نو څه کوي بي بي ورته وفرمايل. کان فى مِهنة اهله. د خپل اهل عيال خدمت کوي چې کور کې مېږه، بيزه وي هغه رالوشي، ځانته جامې راخلي ګوري يې چې څه خو به ورکې نه وي، او خپلې څپلۍ ځانته پخپله ګنډي.

نو دا ټول د کور په کارونو د خپلو بيبيانو سره همکاري ده

بل لور ته که ښځه تېزه، بداخلاقه وي خاوند ستړى ستومانه کور ته راشي او ښځه د خپلې بداخلاقۍ مظاهره وکړي نو دا د هغې د هلاکېدو يو لوى لامل دى.

نبي عليه السلام فرمايي چې ما دوزخ کې د سړيو په نسبت ښځې زياتې وکتلې لامل يې دا دى چې د خپل خاوند ناشکري ډېره کوي، عليه السلام فاطمې رض ته وفرمايل چې خاوند مه خفه کوه او کار يې سره تقسيم کړو چې علي رض به د کور نه بهر کار کوي او ته د کور دننه.

د نبى عليه السلام ژوند، قول عمل زموږ لپاره اسوه حسنه ده که پخپلو کورونو کې د يو بل سره همکاري نه شو کولاى نو چې بداخلاقي او ظلم هم ونه کړو.

وفقنا الله جميعا

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*