وروستي

د مصنوعي او جوړشوو وېښتانو شرعي حکم څه دي؟

پښتو ژباړه : مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي
 [ پوښتنه ] که مصنوعي يعني جوړ شوي وېښتان داسي شخص استعمال کړي چې د هغه په سر باندي وېښتان نه وي يعني پک وي نو په شرعي لحاظ دا کار څرنګه دی؟.
 د يو حديث مطابق پکتوب يعني په سر وېښتان نلرل يو عيب دی، الله تعالی يو ملائک درې کسانو ته د امتحان او آزمويني لپاره را وليږل؛ په هغوی کي يو ړوند دويم  جذامي ( خوړين ) دريم پک يعني په سر وېښتان نه لرونکي وو، ددي حديث نه معلومه شوه چې پکوالی يو عيب دی چې ددي ختمول پکار ده، پدې وجه الله تعالی د پک لپاره ملائک د امتحان کولو لپاره راليږلي؛ نو ددي په وجه مصنوعي او جوړ شوي وېښتان لګول پکار دي، موږ ته د قرآن او سنت په رڼا کي ددي  مسئلي وضاحت وکړئ، همدارنګه په سر باندي د وېښتانو را شنه کولو ( کرَلو ) لپاره  يوه بله نوي طريقه د (( هير ټرانسپلانټ )) په نوم هم راوتلي ده چې د هغي په واسطه انسان د يو ځای نه وېښتان را وباسي او بل ځای کي ئې نال ( وکري )، آيا دا طريقه صحيح ده؟.
 [ ځواب ] ويګ (Wig  ) يعني په سرباندي جوړ شوي وېښتان لګول يا د اصلي وېښتانو سره نور مصنوعي وېښتان يوځای کول د شريعت له نظره صحيح ندي. ( پرته د علاجه لکه د هيئر ټرانسپلانټ طريقه چې علاج ) يعني د وېښتانو کرلو ده.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په مصنوعي او جوړ شوو وېښتانو لګونکو باندي لعنت ويلي، په دې اړه يو څو احاديث وګورئ :
 (١) د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
 ((  لَعَنَ اللَّهُ الْوَاصِلَةَ وَالْمُسْتَوْصِلَةَ، وَالْوَاشِمَةَ وَالْمُسْتَوْشِمَةَ )).
[ بخاري کتاب اللباس باب وصل الشعر ( ۵۹۳۷ ) مسلم کتاب اللباس والزينة باب تحريم فعل الواصله والمستوصلة ( ۱۱۹ـ ۲۱۲۴ ) ابوداود کتاب الترجل باب في  صله الشعر ( ۴۱۶۸ ) ترمذي کتاب الادب باب ما جاء في الواصله والمستوصله والواشمه والمستوشمه ( ۲۷۸۳ ) نسائي کتاب الزينة ( ۵۲۶۴، ۵۱۱۰ ].
د الله تعالی لعنت دي وي په ( مصنوعي ) وېښتانو لګونکي باندي او په هغه چا باندي چې دا وېښتان بل ته ورلګوي، خال لګونکي باندي او په هغه چا باندي چې بل ته خال ورلګوي.
(٢) د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
 (( لَعَنَ اللَّهُ الْوَاصِلَةَ وَالْمُسْتَوْصِلَةَ، وَالْوَاشِمَةَ وَالْمُسْتَوْشِمَةَ )).
[ بخاري کتاب اللباس باب وصل الشعر ( ۵۹۳۳ ) مسند احمد ۲/ ۳۳۹ ].
نبي کريم صلی الله عليه وسلم په هغه چالعنت کړی چې ( مصنوعي ) وېښتان خپل ځانته لګوي، يائې بلته لګوي، خالونه خپل ځانته لګوي او يائې بل ته ورلګوي.
 (٣ ) د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی:
 (( لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: آكِلُ الرِّبَا، وَمُوكِلُهُ، وَالْوَاصِلَةُ، وَالْمُسْتَوْصِلَةُ، وَالْمُحَلَّلُ، وَالْمُحَلَّلُ لَهُ )).
 رسول الله صلی الله عليه وسلم په سود خوړونکي، سود ورکونکي، ( مصنوعي ) وېښتان خپل ځانته لګونکي، بل ته ورلګونکي، حلاله کونکي او بل چاته حلاله ورکونکي ( دوی  ټولو  ) باندي لعنت ويلي. [ مسندابويعلی ۹/ ۲۳۸ ( ۵۳۵۰ )، مسنداحمد ۱/ ۴۴۸، بيهقي ۷/ ۲۰۸ ].
عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايلي:
(( لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ. وَالْوَاصِلاَتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ ، فَبَلَغَ ذَلِكَ امْرَأَةً مِنْ بَنِى أَسَدٍ يُقَالُ لَهَا أُمُّ يَعْقُوبَ، فَقَالَتْ بَلَغَنِى عَنْكَ أَنَّكَ لَعَنْتَ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ وَالْوَاصِلاَتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ تَعَالَى!!؟.
فَقَالَ وَمَا لِى لاَ أَلْعَنُ مَنْ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَهُوَ فِى كِتَابِ اللَّهِ تَعَالَى!.
قَالَتْ لَقَدْ قَرَأْتُ مَا بَيْنَ لَوْحَىِ الْمُصْحَفِ فَمَا وَجَدْتُهُ!!.
فَقَالَ وَاللَّهِ لَئِنْ كُنْتِ قَرَأْتِيهِ لَقَدْ وَجَدْتِيهِ ثُمَّ قَرَأَ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا  )).
[ ابوداود کتاب الترجل، باب في صلة العشر ( ۴۱۶۹  ].
الله تعالى دي په هغو ښځو لعنت وکړي چې خال لګونکي وي يا بل چاته  خالونه ورلګوي، مصنوعي وېښتان لګونکو وي، د خپلو وريځو وېښتان ايستونکي وي او يا د ښائست لپاره خپل مخکي غاښوته ازاده وي؛ څوک چې د الله تعالى خِلقَتْ بدلوي.
دا خبره د بنو اسد قوم يوي ښځي ته ورسېده، هغي ته ئي ام يعقوب ويل،نو هغي ( عبد الله بن مسعود رضی الله عنه ته ) وويل: ماته دا خبره را رسيدلي ده چې تا په خال لګونکو، يا بل چاته  ورلګونکو، مصنوعي وېښتان لګونکو، د خپلو وريځو په وېښتانو ايستونکو، د ښائست لپاره خپل مخکي غاښونه آزادونکو ښځو چې د الله تعالى خِلقَتْ بدلونکي دي، لعنت ويلی!!؟.
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ورته وفرمايل: په چا چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم لعنت ويلی؛ نو زه به په هغوی باندي ولي لعنت نه وايم؟ سره لدې چې دا د الله په کتاب کي هم شته!! نو هغي ښځي وويل: ما خو د دي دواړو تختو په منځ کي ټول قرآن ويلی ( ليکن ) ما خو دا لعنت يو ځای هم پکښي ندی موندلی؟!!، ابن مسعود رضی الله عنه هغي ته وفرمايل: قسم په الله، که چيري تا په ( غَور سره) ويلى وای نو تا به يقيناً پکښي موندلی وو، آيا تا دا آيات ندی لوستلی: او کوم شى چې تاسی ته رسول الله صلی الله عليه وسلم درکړي نو هغه واخلئ او د کوم شي څخه چې  مو منع کوي نو د هغه څخه منع شئ.
دا حديث امام ابوداود د خپلو استاذانو ( محمدبن عيسی او عثمان بن ابی شيبه ) څخه نقل کړی، او د (( واصلات )) لفظ ئي د محمدبن عيسی څخه نقل کړی.
( ۵ ) د حميد بن عبدالرحمن بن عوف رحمة الله عليه څخه روايت دی:
((  أَنَّهُ سَمِعَ مُعَاوِيَةَ بْنَ أَبِي سُفْيَانَ عَامَ حَجَّ عَلَى المِنْبَرِ، فَتَنَاوَلَ قُصَّةً مِنْ شَعَرٍ، وَكَانَتْ فِي يَدَيْ حَرَسِيٍّ، فَقَالَ: يَا أَهْلَ المَدِينَةِ، أَيْنَ عُلَمَاؤُكُمْ؟ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَنْهَى  عَنْ مِثْلِ هَذِهِ؟ وَيَقُولُ: «إِنَّمَا هَلَكَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ حِينَ اتَّخَذَهَا نِسَاؤُهُمْ )).
 [ موطا مالک کتاب الشعرباب السنة في الشعر۲/ ۷۲۲، بخاري کتاب اللباس باب وصل الشعر ( ۵۹۳۲ ) مسلم کتاب اللباس والزينة ( ۱۲۲ـ ۲۱۲۷ ) ابوداود کتاب الترجل باب في صلة الشعر (۴۱۶۷ ) ترمذي کتاب الادب باب ما جاء في کراهية اتخاذ القصة ( ۵۲۶۰ ) نسائي کتاب الزينة باب الوصل في الشعر ( ۵۲۶۰ ].
ده د امير معاويه بن ابي سفيان رضی الله عنه څخه په هغه کال واوريدل په کوم کال چي هغه حج کول او هغه ( خلکو ته ) په منبر باندي ( خطبه ور کوله )
معاويه رضی الله عنه د خپل يو غلام د لاس څخه د وېښتانو يوه ګيډۍ ( ويګ ) را واخستله؛ وې ويل: اې د مديني خلکو! ستاسي علماء چيري دي؟ ما په خپله د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چي هغه لدې ګېډۍ وېښتانو څخه منعه کوله او رسول الله صلی الله عليه وسلم دا هم وفرمايل: د بني اسرائيلو ښځو چي کله دا کار شروع کړ نو پدې وخت کي بني اسرائيل هلاک شول.
( ۶ ) د سعيدبن المسيّب رحمة الله عليه څخه روايت دی چي يوه ورځ معاويه رضی الله عنه وفرمايل:
 ((  إِنَّكُمْ قَدْ أَحْدَثْتُمْ زِيَّ سَوْءٍ: وَإِنَّ نَبِيَّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَنِ الزُّورِ قَالَ: وَجَاءَ رَجُلٌ بِعَصًا عَلَى رَأْسِهَا خِرْقَةٌ قَالَ مُعَاوِيَةُ: أَلَا وَهَذَا الزُّورُ قَالَ قَتَادَةُ: يَعْنِي مَا يُكَثِّرُ بِهِ النِّسَاءُ أَشْعَارَهُنَّ مِنَ الْخِرَقِ  )).
[ مسلم کتاب اللباس والزينة ( ۱۲۴ـ ۲۱۲۷ ). مسنداحمد ۴/ ۹۳ ].
تاسي ډير بد رواج، کلتور ( پيشن ) پيدا کړی، يقينا نبي کريم صلی الله عليه وسلم د (( زور )) څخه منع فرمايلي، يو سړي يوه همسا راوړه چي د هغه په سر کي يوه د رخت يوه ټکړه وه، نو معاويه رضی الله عنه وويل: خبرشئ همدغه (( زور )) دی.
د حديث روايت کونکي امام قتاده رحمه الله وايې: لدې څخه ئې مطلب دا دی چې: ښځي په کوم چيرړو او ټکُرو باندي وېښتان ډيروي.
( ۷ ) د ام المؤمين عائشي رضی الله عنها څخه روايت دی:
 (( أَنَّ جَارِيَةً مِنَ الأَنْصَارِ تَزَوَّجَتْ، وَأَنَّهَا مَرِضَتْ فَتَمَعَّطَ شَعَرُهَا، فَأَرَادُوا أَنْ يَصِلُوهَا، فَسَأَلُوا النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «لَعَنَ اللَّهُ الوَاصِلَةَ وَالمُسْتَوْصِلَة )).
[ بخاري کتاب اللباس باب وصل الشعر ( ۵۹۳۴ ) مسلم کتاب اللباس والزينة ( ۱۱۷ـ ۲۱۲۳ ) نسائي ۸/ ۱۴۶ ( ۵۱۱۲ ) مسند احمد ۶/ ۱۱۱،  ۱۱۶،  ۲۲۸، ۲۳۴، مسند طيا ليسی ۱/ ۳۵۷ ( ۱۸۴۰) تاريخ بغداد ۱۱/ ۳۰۹ مسند ابي يعلی ۸/ ۱۹۴ ( ۴۷۵۳ ].
د يوي انصارۍ پيغلي واده وشو، دا مريضه شوه د سر وېښتان ئې ورژېدل، نو د کورنئ غړو ئې غوښتل چي دېته مصنوعي وېښتان ( ويګ ) ور په سر کړي، نو هغوی پدې اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه، نو هغه ورته وفرمايل: الله تعالی په مصنوعي وېښتانو لګونکي او بل چا ته ورلګونکي لعنت کړی.
( ۸ ) د اسماء بنت ابی بکر الصديق رضی الله عنها نه روايت دی چې:
((  أَنَّ امْرَأَةً جَاءَتْ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَتْ: إِنِّي أَنْكَحْتُ ابْنَتِي، ثُمَّ أَصَابَهَا شَكْوَى، فَتَمَرَّقَ رَأْسُهَا، وَزَوْجُهَا يَسْتَحِثُّنِي بِهَا، أَفَأَصِلُ رَأْسَهَا؟ فَسَبَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: الوَاصِلَةَ وَالمُسْتَوْصِلَةَ )).
[ بخاري کتاب اللباس باب وصل الشعر ( ۵۹۳۵ )، مسلم کتاب اللباس والزينة باب تحريم فعل الواصلة والمستوصلة ( ۱۱۶ـ ۲۱۲۲ )، شرح السنة باب النهي عن وصل الشعروالوشم ۱۲/ ۱۰۲ ( ۳۱۸۸ )، مسند احمد ۶/ ۳۴۵، ۳۴۶، ۳۵۰، ۳۵۳ ].
نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته يوه ښځه راغله؛ هغي وويل: ما خپله لور يو سړي ته په نکاح کړي، بيا هغي ته بيماري ورپېښه شوه او د سر وېښتان ئې ورژېدل، ددې مېړه غواړي چي زه ددي په وېښتانو پسي مصنوعي وېښتان ور ځوړند کړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ددي په اوريدو سره په مصنوعي وېښتانو لګونکي او بل بل ته ورلکونکي لعنت وويل.
د پورتنو صحيحو، صريحو او محکمو احاديثو نه دا خبره واضحه شوه چې مصنوعي وېښتان ناروا او منعه دي او دا کار جعلسازي او دهوکه ده، تردې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي ښځي ته هم د مصنوعي وېښتانو لګولو اجازه ورنکړه د چا وېښتان چې د بيماري او مرض په وجه رژيدلي وو، او ميړه ئې هم ددي خواهش لرل چې زما ښځه دي مصنوعي وېښتان استعمال کړي، ليکن امام اعظم محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم په داسي کار کولو باندي لعنت وويل، ښکاره خبره ده چې ښځو ته د سر وېښتان يو ډول ښائست دی او د مُحرِم په مخکي ډول او ښائست ښکاره کول يو فطري تقاضا او غوښتنه ده او اسلام هم د محرمو خلکو په مخکي ددي اجازه ورکوي ليکن لدې سره سره په نقلي او مصنوعي وېښتانو استعمالولو باندي سخت وعيد راغلی.
نو هر کله چې ښځي ته ددي اجازه نشته نو سړي ته به ددي مصنوعي وېښتانو اجازه څرنګه ورکړل شي، ددي د حرمت اطلاق خو په سړي باندي په طريقه اولی راځي، او په صحيح البخاري کتاب اللباس باب وصل الشعر ( ٥٩٣٨ ) کي معاويه رضی الله عنه دا د يهودو عمل ګڼلی، لکه د صحيح البخاري الفاظ داسي دي:
 ((  قَدِمَ مُعَاوِيَةُ الْمَدِينَةَ آخِرَ قَدْمَةٍ قَدِمَهَا ، فَخَطَبَنَا فَأَخْرَجَ كُبَّةً مِنْ شَعَرٍ قَالَ مَا كُنْتُ أَرَى أَحَدًا يَفْعَلُ هَذَا غَيْرَ الْيَهُودِ ، إِنَّ النَّبِىَّ – صلى الله عليه وسلم – سَمَّاهُ الزُّورَ . يَعْنِى الْوَاصِلَةَ فِى الشَّعَرِ )).
امير معاويه رضی الله عنه چې په اخرني ځل مديني ته راغی نو موږ ته ئي بيان ( خطبه ) وکړ، د خپل بيان وخت کي ئي د وېښتانو يوه ګيډۍ را ووېستله؛ وې ويل: زه فکر نکوم چې پدې باندي دي له يهوديانو څخه پرته بل څوک ډول او ښائست کوي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم مصنوعي وېښتانو استعمالولو ته زور ( دروغ، دهوکه ) ورته ويلي.
ددي حديث نه صراحةً معلومه شوه چې مصنوعي او له ځانه جوړ شوي وېښتان ( ويګ ) استعمالول د يهوديانو کار وو، او نن هم د هغوی عمل دی، نو پدې خاطر مسلمان سړي او ښځي دي ددي د استعمالولو څخه په مکمله توګه  ځان وساتي.
 امام ابن قدامه رحمه الله عليه واېي:
 ((  فَهَذِهِ الْخِصَالُ مُحَرَّمَةٌ؛ لِأَنَّ النَّبِيَّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – لَعَنَ فَاعِلَهَا وَلَا يَجُوزُ لَعْنُ فَاعِلِ الْمُبَاحِ )). [ المغنی ۱/ ۱۲۹ ].
 په حديث کي ذکر شوي خويونه ( خصلتونه ) حرام دي ځکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي په کونکو باندي لعنت ويلي او په مباح کارکونکي باندي خو لعنت ويل جائز ندي، مطلب دا چې مصنوعي وېښتان استعمالول په سر باندي حرام دي ځکه پدې باندي په شريعت کي لعنت راغلی.
امام نووي رحمة الله عليه فرمايې:
 ((  وَهَذِهِ الْأَحَادِيثُ صَرِيحَةٌ فِي تَحْرِيمِ الْوَصْلِ وَلَعْنِ الْوَاصِلَةِ وَالْمُسْتَوْصِلَةِ مُطْلَقًا وَهَذَا هُوَ الظَّاهِرُ الْمُخْتَارُ )).
دا احاديث د وېګ په حراموالي، د وېګ په لګونکي او بل چاته ورلګونکي باندي د لعنت په کيدلو کي صريح او واضح دي، او همدغه مذهب ظاهره او مختار دی. [ شرح مسلم للنوي ۱۴/ ۸۷ د بيروت چاپ ، همدارنګه وګوره السراج الوهاج من کشف مطالب صحيح مسلم بن الحجاج ۲/ ۳۰۶، للنواب صديق حسن خان قنوجي رحمة الله عليه ].
قاضي عياض رحمة الله عليه فرمايې چي:
 ((  فَقَالَ مَالِكٌ وَالطَّبَرِيُّ وَكَثِيرُونَ أَوِ الْأَكْثَرُونَ الْوَصْلُ مَمْنُوعٌ بِكُلِّ شَيْءٍ سَوَاءٌ وَصَلَتْهُ بِشَعْرٍ أَوْ صُوفٍ أَوْ خِرَقٍ وَاحْتَجُّوا بِحَدِيثِ جابر الذى ذكره مُسْلِمٌ بَعْدَ هَذَا أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زَجَرَ أَنْ تَصِلَ الْمَرْأَةُ بِرَأْسِهَا شَيْئًا )).
امام مالک، امام طبري او د دين نورو ډيرو أمامانو رحمة الله عليهم فرمايلي:
په وېښتانو پسي هر شي ځوندول منع دي، برابره خبره ده که هغه د وېښتانو څخه جوړکړل شوی وي او يا وړۍ او رخت ( کپړي )  څخه جوړ کړل شوی وي، او امامانو د جابر بن عبدالله رضی الله عنهما ددي حديث څخه دليل نيولی، لکه امام مسلم رحمة الله عليه ددی نه وروسته ذکر کړي چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم ښځي ته پدې باندي رټل او زورنه ورکړي چې هغه دي د خپل سر (  په وېښتانو ) پسي څه شي ځوړند کړي.
[ دا حديث په صحيح مسلم کتاب اللباس والزينة ( ۱۲۱- ۲۱۲۶ )، او مسنداحمد ۳/ ۲۹۶، کي راغلی، همدارنګه وګوره غاية المرام د شيخ الباني رحمة الله عليه ( ۸۰، ۸۲ مخ )].
همدارنګه امام نووي فرمايې:
((  وَفِي هَذَا الْحَدِيثِ أَنَّ الْوَصْلَ حَرَامٌ سَوَاءٌ كان لمعذورةأو عروس أوغيرهما )).
او د ( اسماء ) پدې حديث کي دا خبره راغلي چي وېګ استعمالول حرام دی، برابره خبره ده که د معذور لپاره وي يا د ناوي لپاره وي او يا ددوی نه پرته ئي بل څوک وي. [ شرح مسلم للنوي ۱۴/ ۸۸ السراج الوهاج ۲/ ۳۰۶ ].
نواب صديق حسن خان رحمة الله عليه ددي نه وروسته فرمايې: ((  وَهُوَ الحَقُّ )). همدغه خبره حق ده.
حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله عليه فرمايې:
 ((  وَفِي هَذِهِ الْأَحَادِيثِ حُجَّةٌ لِمَنْ قَالَ يَحْرُمُ الْوَصْلُ فِي الشَّعْرِ وَالْوَشْمُ وَالنَّمْصُ عَلَى الْفَاعِلِ وَالْمَفْعُولِ بِهِ وَهِيَ حُجَّةٌ عَلَى مَنْ حَمَلَ النَّهْيَ فِيهِ عَلَى التَّنْزِيهِ لِأَنَّ دَلَالَةَ اللَّعْنِ عَلَى التَّحْرِيمِ مِنْ أَقْوَى الدَّلَالَاتِ بَلْ عِنْدَ بَعْضِهِمْ أَنَّهُ مِنْ عَلَامَاتِ الْكَبِيرَةِ )).
په دې احاديثو کي دداسي چا لپاره دليل دی چي وايې په وېښتانو کي وېګ لګول، په بدن خالونه لګول، د مخ وېښتان اېستل په فاعل او مفعول داوړو باندي حرام دي، او به دا په هغو خلکو باندي حجت او دليل دی څوک چي دا حديث په نهي تنزيهي حمل کوي، ددوی لپاره د لعنت د کلمي راتلل ددي په حرمت باندي ډير غټ دليل دی، بلکه د ځېني علماوو په نزد خو ( د يو څه متعلق د لعنت راتلل ) د کبېره او غټو ګناهونو له علاماتو څخه دی. [ فتح الباري ۱۰/ ۳۷۷ ].
د پورتنو ذکر شوو صحيحو احاديثو او د دين د امامانو د تشريحاتو او وضاحت څخه معلومه شوه چي مصنوعي او له ځانه جوړ شوي وېښتان استعمالول حرام او منع دي، او دا د يهودو د خوی او عاداتو څخه دی، سړي او ښځي ( ددي په حرمت کي ) يو شان حکم لري.
د پکتوب لپاره دي صحيح علاج وکړل شي، الله تعالی د هرې بيماري لپاره علاج او دوا پيدا کړي، د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
(( مَا أَنْزَلَ اللَّهُ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً )).
الله هېڅ مرض ندی پيدا کړی مګر د هغه لپاره ئي شفا ( علاج ) هم پيدا کړی.
[ بخاري کتاب الطب ( ۵۶۷۸ )].
اسامه بن شريک رضی الله عنه فرمايې:
 (( أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَصْحَابَهُ كَأَنَّمَا عَلَى رُءُوسِهِمُ الطَّيْرُ، فَسَلَّمْتُ ثُمَّ قَعَدْتُ، فَجَاءَ الْأَعْرَابُ مِنْ هَا هُنَا وَهَا هُنَا، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَنَتَدَاوَى؟ فَقَالَ: «تَدَاوَوْا فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ دَوَاءً، غَيْرَ دَاءٍ وَاحِدٍ الْهَرَمُ )).
[ ابوداود کتاب الطب باب  في الرجل يتداوي ( ۳۸۵۵ )، ترمذي کتاب الطب باب ماجا‌ء في الدواء والحث عليه ( ۳۰۳۸ )، ابن ماجه کتاب الطب باب ما انزل الله داء الا انزل له شفاء ( ۳۴۳۶ ) ].
زه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم خواته راغلم، صحابه کرام دده شاوخوا داسي ناست وو لکه په سرونو چي ئې مرغان ناست وي؛ ما سلام واچول بيا کېناستم، د بانډي خلک له يو ځای بل ځای څخه راغلل؛ نو هغوی وويل: اې د الله رسوله! آيا موږ ( د مرض ) علاج وکړو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: علاج کوئ، بېشکه الله تعالی هېڅ يوه بيماري نده پيدا کړي مګر د هغي لپاره ئې دوا هم نازله ( پيدا ) کړي، پرته له يوې بيماري څخه، چي هغه مرګ دی.
ددي حديث څخه معلومه چي د مرګ نه پرته نور د هر ډول  بيماري علاج شته، نو پدې خاطر د پکتوب دي علاج وکړل شي، او ستاسي په پوښتنه کي چي د علاج کومه طريقه ذکر شوی نو پدې کي خو په ظاهره باندي هېڅ ممانعت نه معلوميږي، دا داسي مثال لري لکه انسان د بدن يوه ټکړه پرې کړي او بل ځای ئي ولګوي؛ نو دا خو په اتفاق سره جائز او روا ده، نو همدغه ډول د يو ځای وېښتان که په سر ولګول او وکړل شي نو هېڅ منع پکي نه معلوميږي.
ليکوال: الشیخ  المفتي ابوالحسن مبشر احمد ربّاني حفظه الله

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*