وروستي

د مكي د حرم خطبه / عنوان: د نبي نرمي او آساني‎

بسم الله الرحمن الرحيم 
د مكي حرم خطبه: فضيلة الشيخ الدكتور ماهر بن حمد المعيقلي
عنوان: د نبيﷺ نرمي او اساني
27محرم 1438هـ، 28 اكتوبر 2016م 
ترجمه: مفتي عبد الولي خان
اوله خطبه
ټول تعريفونه خاص هغه الله لره دي چې مونږ ته يې د اسلام عظيم نعمت عطا كړى دى.او اساني او نرمي يې د ټول انسانيت لپاره د دې دين منهج او تګلاره ګرځولي دي. زه ګواهي كوم چې نشته هېڅ حق معبود مګر الله دى چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري.
مونږ ته هغه په دې دين سره عزت رابښلې دى او د دين د واضحې تګلارې د پيروۍ حكم يې راته كړى دى.
او زه ګواهي كوم چې زمونږ نبيﷺ د هغه بنده او رسول دى. رب تعالٰى هغه د عالَمونو لپاره رحمت رالېږلى دى. د الله درود دې وي پر هغه باندې او په اولينو او اخرينو كې د هغه پر اٰل باندې، د هغه پر روښان مخو صحابه وو باندې او پر هغه چا باندې چې تر قيامته په نېكۍ سره د دوى پيروي كوي.
اما بعد، اى د مسلمانانو ډلې!
زه خپل ځان او تاسو ته د الله تعالٰى د تقوٰى وصيت او وينا كوم.
اى د اسلام امته!
نن سبا مونږ په نړۍ كې وينو چې ډېرې شبهې او تهمتونه په اسلام او مسلمانانو پورې تړلى شي په اسلام او مسلمانانو باندې تهمت ويلى شي چې دوى متعصب دي، فرقه پرست دي، يا متشدد او انتها پسند دي. حال دا چې اسلام له دغو ټولو بدو اوصافو نه بري او پاك دى. اسلام خو د رحمت او عدالت دين دى، د نرمۍ او محبت دين دى.
ابن عباس وايي چې له نبيﷺ نه پوښتنه وشوه چې په دينونو كې كوم دين الله ته ډېر زيات محبوب دى؟ ويې فرمايل: له شركه لرې د نرمۍ والا دين. دا امام احمد په حسن سند سره روايت كړى دى.
يعنې د توحيد والا او د عمل په لحاظ نرمۍ والا دين.
كله چې نبيﷺ مُعاذ او ابو موسٰى يمن ته د حاكمانو او معلمانو په طور لېږل نو ورته ويې فرمايل: تاسو دواړه (پر خلكو) اساني كوئ، سختي مه كوئ. خلكو ته خوشحالي وركوئ، نفرت مه خوروئ، دواړه د يو بل خبره منئ، اختلاف سره مه كوئ. متفق عليه.
الله تعالٰى فرمايي:
’’اﷲ اراده نه لري چې په تاسو باندې څه حرج (سختي) راولي، او لېکن غواړي چې تاسو  ښه پاک کړي او په تاسو باندې خپل نعمتونه پوره کړي، د دې لپاره چې تاسو شکر وباسئ‘‘ (المائدة 6:5)
ابن كثير يې په تفسير كې فرمايلي: يعنې د دې لپاره چې تاسو د هغه د نعمتونو شكر ادا كړئ، چې تاسو لپاره يې داسې دين رالېږلى دى چې په كې فراخي، نرمي او مهربانيانې دي، او نرمښت وتسامح او اسانتياوې دي. (ابن كثير)
نبيﷺ پخپله هم په معاملاتو او راكړه وركړه كې د نرمۍ او چشم پوشۍ ترغيب وركوي. د لوړو اخلاقو د راخپلولو حكم كوي. او له جګړو او چينجنتوب نه منع كوي او هغه چا ته د رحمت دعا كوي چې په دغو اوصافو سره مزين او ښكلى وي.
په صحيح البخاري كې له جابر بن عبد الله نه روايت دى چې رسول اللهﷺ فرمايي: الله دې رحم وكړي پر هغه كس باندې چې د خرڅولو (پلورلو) اخيستلو او د خپل قرض په غوښتلو كې نرمي كوي.
د رسول اللهﷺ شان دا و چې كله هم ورته د دوه كارونو تر مينځ اختيار وركړى شوى، نو هغه په دواړو كې تر ټولو اسان كار غوره كړى دى، خو چې دغه كار د ګناه نه وي.
جابر بن عبد الله وايي چې رسول اللهﷺ نرم مزاجه شخصيت و، نوويa يې په شرح كې وايي: يعنې د نرمو اخلاقو خاوند، د غوره صفاتو مالك، ډېر زيات نرمي كوونكى او د اخلاقو په لحاظ اساني كوونكى و.
لكه څنګه چې الله تعالٰى يې په مدح او تعريف كې فرمايي:
وَ اِنَّكَ لَعَلٰى خُلُقٍ عَظِيْمٍ۰۰۴
’’او بېشکه چې ته يقينًا د ډېرو لويو اخلاقو خاوند يې.‘‘ (القلم 4)
د الله بنده ګانو! دغه نرمي او مهرباني  د نبيﷺ د ژوند په مختلفو برخو كې څرګندېږي، په عباداتو كې، په معاملاتو كې  او په چلند او اخلاقو كې، له خپلوانو سره، له خپلو صحابه وو سره، او له خپلو دوستانو او حتا له دښمنانو سره. يقينًا نبيﷺ د ټولو انسانانو لپاره، د ټولو خلقو لپاره رحمت و، د هغوى دين او جنس ته له كتو نه بغير.
د بدر په غزوه كې د مشركانو له نورو اسيرانو (بنديانو) سره ابو العاص بن ربيع هم بندي و، دى د رسول اللهﷺ د لور زينبr خاوند و، كله چې د مكې اوسيدونكو د خپلو قيديانو د ازادولو لپاره مالونه ورولېږل، نو زينب د خپل خاوند ابو العاص د خلاصون لپاره هم څه مال ولېږه چې په هغه كې هغه هار هم و چې د هغې د مور خديجېr و، او هغې د زينب د واده په وخت كې هغې ته وركړى و، كله چې رسول اللهﷺ دغه هار وليده، نو سخت غمجن شو او خديجې ته يې دعا وكړه، بيا يې خپلو ملګرو ته وويل: كه ستاسو خوښه وي، د زينب بندي خوشې كړئ او د هغې هار هم واپس كړئ. صحابه وو ويل: بېخې سمه ده اى د الله رسوله!
دا حديث ابوداود له عايشې نه په حسن سند سره روايت كړى دى. په بخاري، مسلم او مسند احمد كې د جابرt بل حديث دى، دى وايي چې مونږ مونږ له رسول اللهﷺ سره د ذاتُ الرِقَاع په غزوه كې ملګري وو، مونږ به ګڼه او سايه داره ونه نبيﷺ ته پرېښودله (چې هلته ارام وكړي، نبيﷺ يو ځلې په همدې طريقې سره د يوې ونې لاندې ارام كولو) نو د مشركانو يو سړى راغى، نبيﷺ له دغې ونې لاندې يواځې پروت دى. مشرك سړى له تيكي وتلې تورې سره د نبيﷺ پر سر ودرېده، ويې ويل: اوس به څوك تا له ما نه بچ كوي؟ ويې فرمايل: الله، نو د هغه له لاسه توره ولوېده، رسول اللهﷺ راواخيسته، او ورته ويې فرمايل: تا به اوس له ما نه څوك بچ كوي؟ هغه وويل: ته له ما سره نېكي وكړه. ويې فرمايل: ته د دې ګواهي كوي چې له الله نه غير بل حق معبود نشته؟ هغه وويل: نه، خو زه له تا سره وعده كوم چې ستا په مقابله كې به جنګ نه كوم او نه به د هغه خلكو ملګرى كېږم چې له تا سره جنګ كوي. نو نبيﷺ هغه خوشې كړ. هغه خپلو ملګرو ته لاړ او ورته يې وويل: زه تاسو ته له تر ټولو غوره شخصيت له خوا نه راغلم.
نبيﷺ هغه په اسلام راوړلو مجبور نه كړ او نه يې پر هغه كړې ګستاخۍ هغه ته سزا وركړه، نو په دې وجه د هغه په زړه كې اسلام داخل شو، خپل قوم ته واپس لاړ او ډېرو خلقو ته د هغه په وجه هدايت په نصيب شو.
د نبيﷺ له عظيمې نرمۍ ځنې دا هم دي چې مشركانو ته به يې دعا كولې، په دې امېد چې الله به يې زړونه اسلام ته راواړوي.
په بخاري او مسلم كې د ابوهريرهt حديث دى، دى وايي چې د دَوس قبيلې سردار طفيل او د هغه ملګري مدينې ته راغلل او ويې ويل: اى د الله رسوله! دَوس قبېلې كفر وكړ، له ايمان راوړولو نه يې انكار وكړ، نو هغوى ته ښېرا وكړئ، نو چا وويل چې اوس خو به دَوس هلاك شي. نبيﷺ دعا شروع كړه، نو ويې ويل: اى الله! دَوس قبيلې ته هدايت وكړه او ما ته يې راوله، اى الله! دَوس قبيلې ته هدايت وكړه او رايې وله.
يهود هم په دې خبره پوه وو چې نبيﷺ كافرانو ته هم دعا كوي، نو هغوى به د نبيﷺ په مخكې پرنجي كول، نو نبيﷺ به هغوى هم محروم نه كړل، هغوى ته به يې د هدايت او د حال د ښه والي دعا كوله.
په جامع الترمذي كې په صحيح سند سره له ابو موسٰى اشعري نه روايت دى چې يهودانو به د نبيﷺ په وړاندې په دې امېد پرنجي كول چې نبيﷺ به ورته يَرْحَمُكَ الله (الله دې پر تاسو رحم وكړي) ووايي، نبيﷺ به ورته وفرمايل: الله دې تاسو ته هدايت نصيب كړي او ستاسو حال دې ښه كړي.
الله تعالٰى څه رښتيا ويلي دي:
وَ مَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِيْنَ۰۰۱۰۷
’’او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت.‘‘ (الأنبياء 107)
يقينًا نبيﷺ تر ټولو ښه اخلاق لرونكى، فراخه سينې والا، تر ټولو رښتينى، نرم طبيعت والا، په بودوباش او ناسته پاسته كې تر ټولو غوره و، تل به يې په خولې مسكاوه، خوږې خبرې كوونكى، او ډېر صله رحمه كوونكى، د سلام اچولو او خپرولو ډېر خواهش مند و، دا به يې نه خوښول چې له مجلس نه دې څوك ورته پاڅي او  په مجلس كې چې به كوم ځاى ورته ځاى ميلاو شه، هلته به كېناسته، له خلكو سره به يې ناسته ولاړه كوله، او هغوى ته به يې د امانت رهنمايي كوله او له خيانت او دوكې نه به يې منع كول، ښه ملګرتيا پالونكى و، د خلكو له خطاوو او تېروتنو نه به يې چشم پوشي كوله، د خطا كار عذر به يې قبلولو، او كله چې به ورته د چا خطا او غلطي ورسېدله نو هغه ته به يې مخامخ په ناخوښه انداز كې تنبيه نه كوله بلكې عمومي خبره به يې وكړه وبه يې فرمايل: په هغو خلكو څه چل شوى دى چې دا دا كارونه كوي؟
په خپلو ملګرو كې به يې له هر چا سره ډېره نرمي او مينه كوله، تر دې چې هر يو به دا خيال كاوه چې دى ورته تر ټولو زيات خوښ دى. په دوى كې د رايي او مشورې والا له خلكو نه به يې مشوره اخيستله، سره له دې چې د الله له جانبه به وحي ورته كېدله. له خپلو ملګرو سره به يې په كار كې ملګرتيا كوله، او كوم درانه او مشكل كارونه چې به هغوى كول، ده به هم ورسره كول. عثمان خليفه راشدt د دې صفاتو خلاصه داسې بيانوي: په الله قسم چې مونږ له رسول اللهﷺ سره په سفر او حضر كې ملګري پاتې شوي يو، هغه به زمونږ د مريضانو تپوس كولو، زمونږ جنازو ته به راتلو، له مونږ سره به يې يو ځاى غزا كوله، او په لږ او ډېر شي كې به يې هم مونږ نه هېرولو، بلكې زمونږ خيال به يې ساتلو. (دا حديث امام احمد به حسن سند سره روايت كړى دى)
اَعُوْذُبِاللّٰهِ مِنَ الشَّيْطٰنِ الرَّجِيْمِ
لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ عَزِيْزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيْصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِيْنَ رَءُوْفٌ رَّحِيْمٌ۰۰۱۲۸
’’يقينًا يقينًا تاسو ته له هم ستاسو له جنسه نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تکليف كې اچوي په ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدايت) لپاره په تاسو باندې ډېر حرصناک دى، په مومنانو باندې ډېر نرمي کوونکى، ډېر مهربان دى.‘‘ (التوبه 128:8)
الله دې ما ته او تاسو ته په قرآن عظيم سره بركت راكړي، په هغو سره چې په ده كې ايتونه او له حكمته ډكه نصيحتونه دي، زه همدا وايم، او له الله نه د ځان او تاسو لپاره د هرې ګناه استغفار غواړم، تاسو هم له هغه نه استغفار غواړئ، يقينًا هم هغه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى.
دويمه خطبه
ټولې ستاينې خاص الله لره دي، ټولې ستاينې خاص هغه الله لره دي چې هغه چا ته توفيق وركوي چې د هغهٔ اطاعت او رضا غواړي. او هغه چې د اطاعت كوونكو لپاره يې د قيامت په ورځ د جنت وعده كړې ده. او زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك يې نشته. او زه ګواهي كوم چې محمدﷺ د هغه بنده او رسول دى. په مخلوق كې تر ټولو غوره او د هغه انتخاب دى او د الله درود دې وي پر هغه او د هغه پر اٰل او صحابه وو باندې او پر هغه چا باندې چې د هغه په لاره تللي دي.
اما بعد! اى د مومنانو ډلې.
په دې كې هېڅ شك نشته چې په نرمۍ او مهربانۍ سره داسې يوه ټولنه مينځ ته راځي چې مينه، پر يو بل باندې رحم، له يو بل سره مرسته او له يو بل سره ملګرتيا په كې سرداران وي لكه څنګه چې ويل شوي دي: نرم شخص د ښې ځمكې په شان دى، كه ته پرې تېرېدل غواړي نو درته ارامه شي، او كه په كې كرونده كرل غواړې نو درته نرمه شي، كه په كې عمارت جوړول غواړې نو اسانه شي او كه پرې ويده كېدل غواړې نو درته بستره جوړه شي.
په صحيح البخاري كې د ابوهريرهt روايت دى چې نبيﷺ فرمايي:
’’يقينًا دين بېخي نرم او اسان دى، څوك چې پر دين غالبه كېدل غواړي، پر هغه دين غالبه راځي، نو اعمال او خبرې مو درستې كړئ، يا درستۍ ته نږدې شئ. زېرى قبول كړئ. او د ورځې په اولې او اخري حصې كې او د شپې په څه حصې كې په عبادت كولو سره مدد حاصل كړئ.‘‘
نرمي او اساني په عقايدو، عباداتو، ادابو او اخلاقو ټولو كې ده، نو د اسلام عقيده تر ټولو صحيح او سمه ده، عبادتونه يې تر ټول ښكلي، برابر او عدل والا دي او اخلاق يې تر ټولو پاكيزه، كامل او بشپړ دي. نو دا داسې دين دى چې نه په كې څه تنګي شته او نه سختي. نه مشقت شته او نه شدت.
اسلام په ټولنه كې د ښو اخلاقو په خپلولو زور اچولى دى، دې عمل ته يې د عباداتو درجه وركړې ده. نو پر مخ د روڼتيا او خوشالۍ اظهار عبادت دى، له لارې د تكليف رسوونكي څيز لرې كول عبادت، د مريض پوښتنه كول عبادت، د مېلمه اكرام او عزت كول عبادت، د خپلې ښځې په خوله كې نوړۍ وركول عبادت، په اسانۍ او نرمۍ باندې د الله شكر كول عبادت، له خلكو نه ضرر لرې كول عبادت او هر عمل چې د الله رضا په كې مقصود وي؛ عبادت دى.
په بخاري او مسلم كې د ا بوهريرهt روايت دى چې رسول اللهﷺ فرمايي: هره ورځ چې لمر په كې راخېژي. په هغې كې د دوه كسانو تر مينځ په عدل سره فيصله كول صدقه، له يو چا سره پر سپرلۍ په كېناستو كې مرسته كول يا ورته پرې سامان اوچتول صدقه، خوږه پاكيزه خبره كول صدقه، هر قدم چې لمانځه ته د تګ لپاره يې اوچتوي صدقه او له لارې نه تكليف رسوونكى شى لرې كول صدقه دي.
خو اى د الله بنده ګانو دا هم ياد لرئ چې د اسلام سماحت او نرمي هله څرګندېږي چې امت په خپل دين، ايمان، عقيده او د شريعت په تطبيق كې پاخه وي، د نبيﷺ نرمي او مهرباني د دوى او د الله د حدونو د نفاذ تر مينځ يا له مظلومانو سره د مرستې تر مينځ ركاوټ او مانع نه شوه جوړېداى.
په بخاري او مسلم كې راغلي دي چې كله د بنو مخزوم قبيلې پر يوې ښځې غلا ثابته شوه، نو نبيﷺ يې د لاس پرېكولو حكم وكړ او ويې فرمايل: په الله قسم! كه چېرې فاطمې بنت محمد(ﷺ) هم غلا كړې واى نو ما به د هغې لاس هم پرې كړى و.
په صحيح مسلم كې د انس بن مالكt روايت دى چې ما كله هم رسول اللهﷺ دومره غمګين نه و ليدلى څومره چې پر هغو اويا صحابه وو غمجن شوى و چې د بئر معونه په ورځ كافرانو په دوكې سره وژلي وو، هغوى ته به يې قاريان ويل، نو نبيﷺ پوره يوه مياشت د هغوى وژونكو ته ښېرا كولې.
كله چې د مكې كافرو قريشو له نبيﷺ سره كړې معاهده ماته كړه او د نبيﷺ د حليفې قبيلې خزاعه شل كسان يې ووژل، نو نبيﷺ سخت غصه شو او د مظلومانو انتقام يې واخيست، او په نتيجه كې د مكې ښكاره فتح نصيب شوه، نبيﷺ د كعبې په دروازه كې ودرېده، قريش په مسجد حرام كې جمع وو، ورته ويې فرمايل: اى د قريشو ډلې! ستاسو څه خيال دى چې زه له تاسو سره څه كوونكى يم؟ هغوى وويل: نېكي. ته خو عزتمن ورور او د عزتمن ورور زوى يې. نبيﷺ ورته وفرمايل: ځئ، تاسو ټول ازاد يئ.
نو د قدرت له حاصلېدو نه پس عفوه كول، له غلبې نه وروسته تواضع او عاجزي كول او له بدو كوونكو سره نرمي كول څومره ښكلي دي! او دا هر څه په رسول اللهﷺ كې واضح موجود وو.
نو لا إله إلا الله، دا دين څومره عظيم دى! د خير او رحمت دين، د بښنې او محبت دين، د اتفاق او له يو بل سره د مينې دين، او په كتاب او سنت باندې د منګولو لګولو دين.
اى د مسلمانانو ډلې! پوه شئ، الله تاسو ته د ډېر يو عزتمن كار حكم كړى دى چې ابتدا يې له خپل ځانه كړې ده او فرمايلي يې دي:
’’بېشکه اﷲ او د هغه ملايک په نبي درود وايي: اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘
اى الله! درود راولېږه په محمد (ﷺ) باندې او د محمد(ﷺ) په ال باندې لكه څنكه چې تا درود لېږلي دي په ابراهيم (عليه الصلاة والسلام) باندې او د ابراهيم (عليه الصلاة والسلام) په اٰل باندې. اى الله بركت نازل كړه په محمد(ﷺ) او د محمد(ﷺ) په اٰل باندې لكه څنګه چې تا بركت نازل كړى دى په ابراهيم عليه الصلاة والسلام باندې او په اٰل د ابراهيم عليه الصلاة والسلام باندې، يقينًا ته ډېر ستايل شوى، ډېر د لويي او بزرګۍ والا يې.
اى الله! د دين حوزه او مركز تهٔ وژغوره، دا ملك او د مسلمانانو ټول ملكونه د امن او اطمينان والا وګرځوه، اى الله! اى تل ژونديه! د ټول عالم سنبالوونكيه! په خپل رحمت سره زمونږ فرياد واوره. زمونږ ټول احوال درست كړه، او مونږ خپلو ځانونو ته د سترګو د رپ هومره هم مه سپاره.
اى الله! د غمجنو مسلمانانو غمونه ختم كړه، د مصيبت زپلو مصيبتونه لرې كړه، له مقروضو خلكو نه قرضونه تهٔ ادا كړه، زمونږ مريضانو او د مسلمانانو مريضانو ته شفا وركړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات تهٔ سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. په خپل رحمت سره يا ارحمَ الراحمين.
اى الله! زمونږ حاكم په خپل توفيق سره مُوفَّق ولره، او په خپل مدد سره يې تاييد وكړه، او د اسلام او مسلمانانو له اړخه ورته ته غوره بدله وركړه اى ربَ العالمين! اى الله! د مسلمانانو د امورو ټولو واليانو او حاكمانو ته د هغه څه توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږې.
اى الله! څوك چې مونږ ته، زمونږ هېواد ته، زمونږ امنيتي محافظينو ځواكونو ته بد رسول غواړي، نو ته د هغو دغه چل او اراده پخپله د هغو د هلاكت سبب وګرځوه. اى قوي او غالب ذاته. اى د جلال او اكرام والا ربه! اى الله! زمونږ د هېواد د سرحدي محافظو ځواكونو ته مدد وكړه. اى الله! ته يې پر خپل دښمن او د هغوى پر دښمن غالب كړه، اى رب العلمين.
اى الله! زمونږ موروپلار وبښه، ځكه چې هغوى زمونږ په وړوكوالي كې زمونږ پالنه كړې ده، اى الله زمونږ په مورو پلار كې چې كوم وفات وي نو د هغو پر قبر د رحمت باران ووروه، او قبر يې د نظر تر حده فراخه كړه، او مونږ ورسره د نعمتونو په جنتونو كې يوځاى كړه. بې له حساب او عذابه. په خپل رحمت سره اى ارحم الراحيمن. او چې كوم په كې ژوندي دي، نو عمر يې زيات كړه او عمل يې ښايسته كړه او زمونږ او د هغو خاتمه په نېكۍ كړه. په خپل رحمت سره اى د جلال او اكرام والا. اى الله! پر مونږ باران نازل كړه او مونږ له نا امېدو نه مه ګرځوه.
اى الله! پر مونږ باران نازل كړه او مونږ له نا امېدو نه مه ګرځوه.
اى الله! پر مونږ باران نازل كړه او مونږ له نا امېدونه مه ګرځوه.
اى الله! پر مونږ باران ووروه. اى الله! پر مونږ باران ووروه. اى الله! پر مونږ باران ووروه.
په خپل رحمت، فضل، سخاوت او احسان سره اى ارحم الراحمين.
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰ وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲
’’ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات 182-180)

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*