وروستي

حقیقي نیکمرغي

د انترو پولوجیا یو عالم د ماشومانولپاره په سهیلي افریقا کې د داسې لوبې وړاندیز کړی دی.چې یوه له میوې ډکه ټوکرۍ یې یوې ونې ته نږدې کښیوده، او ماشومانو ته یې وویل: هر څوک چې هلته زر ځان ورسوي ټولې میوې به وګټي.

کله یې چې ورته وویل: منډه کړئ،د یو بل لاسونه سره و نیول، یوځای یې منډه کړه، بیا یو ځای کښیناستل، چې له جایزې ګټه پورته کړي.

کله یې چې ترې وپوښتل ولې مو داسې وکړل؟! په داسې حال حې ټوله میوه یوه هم ګټلی شوه، نو دوی په ځواب کې وویل:«اوبونتو»، څه ډول به زمونږ څخه یو نیکمرغه شي چې نور ګرد بدمرغه وي؟ « Ubuntu»اوبونتو(او بون تو)یوه افریقایي کلمه ده چې(انسانیت د نورو لپاره) معنا ورکوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*