وروستي

ثقافت د ولس د اسلامي هویت نمایندګي کوي

محمد مزمل اسلامي

د افغانستان دشرعیاتو پوهنځي او د اسلامي ثقافت څانګې دهیڅ سیاسي لوري، ګوند او ټولنې په قبضه کښې ندي بلکي دنورو پوهنځیو او څانګو په توګه دلوړو زده کړو وزارت لخوا دثابتو او منل شویو آکادمیکو معیارونو پر اساس تشکیل شوي دي، کادرونه یې د خپل ثابت لائحوي پروسیجر له لارې جذبیږي، او ټولې چارې یې د پوهنځیو او او پوهنتونو د علمي شوراګانو او رهبرۍ هیئتونو له خوا تنظیم، اداره او پرمخ بیول کیږي.

دشرعیاتو پوهنځیو نصاب او دهغه مفردات، مراجع او ماخذونه دنورو پوهنځیو په څیر دافغانستان دشرعیاتو پوهنځیو په متعددو ګډو او مسلسلو سمینارونو کې چې دلوړو زده کړو وزارت لخوا یې مستقیما اشراف کیده نوی سوی او وزارت منظور کړی او رسما یې په مکتوبي بڼه ټولو پوهنځیوته استولی دی، اوس دافغانستان په ټولو شرعیاتو پوهنځیو کښی دلوړو زده کړو وزارت لخوا منظور سوی نصاب تدریسیږي.

داسلامي ثقافت نصاب د مضامینو، مفرادتو او مراجعوپه شمول په پوره تفصیل سره دشرعیاتو پوهنځیو دنصاب په تازه کولو په مسلسلو سمینارونو کښی تکمیل سوی او د وزارت لخوا منظور سوی اوپه رسمي بڼه دافغانستان ټولو پوهنځیو ته استول شوی دی.

داسلامي ثقافت دمضامینو تدریس له هغو پوهنتون شموله مضامینو څخه دی چی دټولو پوهنځیو په ټولو سمسترونو کې د افغانستان د ولسي جرګې لخوا دهغو په عقیدوي، فکري، او اخلاقي شدید ضرورت او افادیت د ځانګړي تاکید او ټینګار پر اساس مقرر او تدریس یې د ټولو پوهنځیو په ټولو سمسترونو کښې حتمي او لازمي ګرځول سوی دی.

دافغانستان په دولتي او غیر دولتي پوهنتونو کښې داسلامي ثقافت مضمون دافغانستان دمسلمان ولس دجهاد او مبارزې د بري څخه وروسته د دې ولس د دین او عقیدې د استازي او شعار په توګه په ټولو پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسساتو کښې لازمي ګرځول سوی او تدریسیږي، ځکه خو اسلامي ثقافت ددې ولس د معارف او لوړو زده کړو د اسلامي هویت نمایندګي کوي.

شرعیاتو پوهنځۍ او اسلامي ثقافت څانګې او د دوی استاذان او محصلین په افغانستان کې په مجموع کې د دې ولس د دیني مراجعو او دیني شخصیتونو له جملې څخه دي، ددوی پرضد سوء او منفي تبلیغات دیمکراسۍ ته دخطر او افراطیت تر نامه لاندې له دین سره د دښمنۍ هغه لړۍ ده چې هدف یې د دین او دیني مراجعو او دیني شخصیتونو بدنامول او دهغو په اړه د ولس عامه ذهنیت مغشوشول دي او پدې کړیدلي ولس کښې دیوې بلې فتنې اور بلول دي ، چې ډیرې خطرناکې پایلې به ولري.

یو څوک چې داسلام د نظامونو، افکارو او اساساتو او د غیر اسلامي نظامونو، افکارو اساساتو ترمنځ توپیر نشي کولی او سره ګډوي یې، دغیر اسلامي افکارو او نظامونو نقد، ردول او غندنه د افغانستان پر ضد ګڼي او هغه ته افراطیت او تشدد وایي هغه ته څنګه وخت ورکول کیږي چې دغسې غیر مسؤلانه خطرناکې څرګندونې وکړي او بیا دې د ولایت دملي تلویزون او رسنیو څخه په تکراري ډول خپرې سي؟ او که نوموړی په اسلامي افکارو او عقائدو باور نلري او د اسلام پر ځای نورو افکارو او نظامونو ته ترجیح ورکوي نو دا د ده بله ځانګړې فکري ستونزه ده چې اقلا باید له دولتي رسنیو څخه د افغان مسلمان ولس د معتقداتو پر ضد و نه کارول شي.

ددغو دیني مراجعو په اړه دغسې څرګندونې چې دلته افراطیت خپریږي او تشدد خپریږي او یا داچې دغه ملي مؤسسات د کوم ځانګړي ګوند او ډلې په قبضه کښي دي او یا داچې مضامین یې د افغانستان دنظام پرضد دي او افراطیت او تشدد خپروي داټولې بې اساسه او بې معنا خبرې دي چې هیڅ ډول ریښتینولي او واقعیت نلري.

د دغسې ناوړه تبلیغاتو اصلي لامل که د دیني فکر کمزورتیا او له اسلامي علومو او افکارو سره نابلدتیا نه وي نو بیا به د اسلام د دښمنانو په وړاندې له شهرت موندلو او دهغوی دلاس آله توب څخه بل څه نه وي.

دافغانستان په دغسې نازکو حالاتو کښې دغسې څرګندونې د سکولرستانو او د دین دښمنو افکارو د پلویانو له توطیو او دسیسو پرته بل څه نشي کیدای چې متاسفانه دکندهار ولایت له ملي تلویزون څخه په پوره شد او مد سره په تکراري ډول خپرې سوې.

یو څوک چې داسلام د نظامونو، افکارو او اساساتو او د غیر اسلامي نظامونو، افکارو اساساتو ترمنځ توپیر نشي کولی او سره ګډوي یې، دغیر اسلامي افکارو او نظامونو نقد، ردول او غندنه د افغانستان پر ضد ګڼي او هغه ته افراطیت او تشدد وایي هغه ته څنګه وخت ورکول کیږي چې دغسې غیر مسؤلانه خطرناکې څرګندونې وکړي او بیا دې د ولایت دملي تلویزون او رسنیو څخه په تکراري ډول خپرې سي؟

او که نوموړی په اسلامي افکارو او عقائدو باور نلري او د اسلام پر ځای نورو افکارو او نظامونو ته ترجیح ورکوي نو دا د ده بله ځانګړې فکري ستونزه ده چې اقلا باید له دولتي رسنیو څخه د افغان مسلمان ولس د معتقداتو پر ضد و نه کارول شي.

دغسې څرګندوونکي او دهغوی حامیان دې پدې پوه شي چې دافغانستان نظام د افغانستان د برحال اساسي قانون له مخې نه خو لادینه جمهوریت دی او نه دغرب لادینه دیمکرا سي ده، بلکې د افغانستان نظام د افغانستان د اساسي قانون د لومړۍ، دوهمې او درېمې مادې له مخې( اسلامي جمهوریت) دی چې پکښې به قانون، نظام، سیستمونه او ټول احکام او افکار د اسلام د مبین دین په رڼا کښې وي او هر هغه قانون، فکر، سیستم، او حکم به مردود او غیر قابل اعتبار وي چې داسلام له معتقداتو او احکامو سره په ټکر کښې وي.

دا دي د افغانستان د اساسي قانون لومړۍ درې مادې:

لومړۍ ماده: افغانستان، خپلواک، واحد او نه بیلیدونکی اسلامي جمهوري دولت دی.

دویمه ماده: د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دین، د اسلام سپیڅلی دین دی. دنورو ادیانو پیروان د خپل دین په پیروۍ او دخپلو دیني مراسمو په اجراء کې د قانون د حکمونو په حدودو کې ازاد دي.

درېیمه ماده: په افغانستان کې هیڅ قانون نشي کولای چې د اسلام د سپیڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف وي.)

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*