وروستي

د خپلې ميرمنې د اصلاح په هڅه کې اوسئ

که د سړي ميرمن صالحه وه، نو دا د پروردګار يوه مهرباني ده، خو که نيکي او ښېګڼه پکې نه وه، نو د مربي مسؤوليت دا دى چې د اصلاح په هڅه کې يې و اوسي، او دا ستونزې اکثره د لاندي حالاتو له امله رامنځ ته کيږي:
۱- سړى له داسې ښځې سره واده وکړي چې دينداره نه وي، ځکه دى پخپله په اول کې ديندارۍ ته دومره پاملرنه نه کوي.

۲- يا له داسې ښځې سره واده کوي چې ديندارۍ ته چندان پاملرنه نه کوي، خو دى ورسره واده کوي، تر څو يې اصلاح کړي.

۳- يا د همدې مخکينۍ ښځې سره د خپلو خپلوانو د فشار له کبله واده کوي.په داسې حالاتو کې لازم دی چې د اصلاح لپاره يې خپله ملا وتړي. سړى بايد د هر څه نه مخکې په دې پوه شي چې هدايت د الله تعالى له لوري وي، او الله تعالى هغه ذات دى چې اصلاح يې کوي، پر زکريا عليه السلام د الله تعالى يو احسان دا وو چې فرمايي: [وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ] [الانبياء: ٩٠ ]”او ښځه مو ورته صالحه کړه“

دلته ديني او بدني اصلاح دواړه يو شان دي. ابن عباس رضى الله عنه فرمايي: د زکريا عليه السلام مېرمن شنډه وه، ماشوم يې پيدا شو. عطاء رحمه الله فرمايي: د زکريا عليه السلام ښځه زبان درازه (ژبوره) وه، الله تعالى اصلاح کړه.

د ښځې اصلاح او سمونه مختلف وسائل لري، د هغو د جملې څخه ځينې په لاندې ډول دي:
١ ــ خاوند بايد هڅه وکړي تر څو د خپلې ميرمنې عبادات درست او صحيح کړي ، ټول عبادات يې يوازې د الله لپاره خالص شي.

٢ ــ خاوند بايد د خپلې ښځې د ايمان د اوچتوالي لپاره جدي هڅه وکړي؛ او دا کار په لاندې ډولونو ممکنه دى:

۳ ــ قيام الليل (د تهجد لمانځه) ته دې تشويق کړي.

۴ــ د قرانکريم تلاوت ته دې تشويق كړي.

۵ ـــ د اذکارو (مسنونه) ور يادول او پخپلو مناسبو وختونو کې يې لوستل.

۶ ـــ د خيرات او صدقې ورکولو ته تشويقول.

۷ ـــ د ګټورو اسلامي کتابونو لوستل.

۸ ــ د اسلامي او علمي موعظو اوريدل تر څو يې د ايمان په پياوړتيا کې کمک وکړي.

۹ ــ له خپلې ميرمن سره دې کمک وکړي تر څو نيکې او صالحې ښځې په ملګرتيا ونيسي، او يو له بل سره دوستي، نيکې خبرې او هدفمنده راشه درشه وکړي.

هر ډول شر او بدي دې له ميرمنې نه دفع کړي د بدو دوستانو او بدو ځايونو نه دې لرې وساتي، د هر ډول شرارت او بدۍ د نفوذ لارې دې د هغې د ژوند په حريم باندې وتړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*