وروستي

د نورو امید شه!

وايي په يوه روغتون کي دو مريضان بستر وه ، يو کړکۍ ته نیژدې او بل يو څه د کړکۍ نه لرې، کړکۍ ته نیژدې مريض به هر سهار پر چپرکټ کېناسته او د څنګ مريض ته به يې د کړکۍ ځخه د سترګو ليدلی حال بيانوه چي :

داسي پارک دی!

په پارک کي يو اوږد د اوبو ښايسته حوض دی.حوض کي هيلۍ ګرځي او شاوخوا ماشومان لوبي کوي.

کله کله به يې ويل چي ماشومان په اوبو کي کاغذي کيښتۍ اچوي.

په دې ټکي په ټکي بيان باندي دا بل مريض تصورکاوه او په همدې يې ورځ تېروله.

ورځي په همدې ډول تيرېدې چي يو سهار نرس راغی چي ويې ليد کړکۍ ته نزدې مريض په حق رسيدلی.
د مريض له مرګ وروسته بل مريض له نرس هيله وکړه چي چپرکټ يې کړکۍ ته نیژدې کړي.

کله چي نرس د مريض چپرکټ کړکۍ ته نیژدې کړ نو مريض د کړکۍ نه دباندي د ليدلو کوښښ وکړ خو څه يې تر سترګو نه شول، په حيرانۍ سره يې د نرس څخه پوښتنه وکړه:

هغه څه چي مريض ليدل او بيا يې بیانول نو زه يې ولي نه وینم؟

نرس ورته وويل هغه مريض هيڅ نه شو لیدلی ځکه هغه ړوند و.
د خپلو مشکلاتو سره سره د نورو سره خوشحالي شريکول او مرسته کول د لوړو خلګو نښه ده ، خوشحالي په شريکولو ډيريږي د نورو د ژوند اميد شئ او نورو ته اميد ورکړئ.

ژباړه: عبدالقدیر پوپل

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*