وروستي

آیا په دې پوهېږې چې تمساح هم د غاښ طبیب لري؟!

هو, هغه دغه مرغۍ ده چې سقساق او یا زقزاق ورته ویل کیږي.

او تمساح چې کله خوله وازه کړي،دغه مرغۍ ورننوځي او د تمساح دغاښو په مینځ کې پاتې خوراک خوري، لکه دا یې چې د غاښو ډاکټره وي هغه چې د تمساح غاښونه پاکوي او دی ډاډه وي، ان چې کله دا د تمساح په خوله کې او هغه پرې خوله راجوخته کړي نو دا په خپلو ورزونو دوه ازغي لري تمساح سخته په عذابوي چې کله خوله بنده کړي؛ نو دېته اړ کېږي چې خوله بیا خلاصه کړي، سبحان الله! دغه مرغۍ په تمساح ډېره ویرېږي کله چې دا پر ونه کې وي او ښکاریان وویني داسې چیغه کوي چې تمساح ورسره اموخته ده هغه زر په اوبو کې غوپه کوي او تښتي، نو پاک دی هغه ذات چې په هر څه کې د هغه نښه شته او په دې دلالت کوي چې هغه یو دی( فسبحان من له في کل شئ آیة تدل علی أنه الواحد).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*