وروستي

شكوڼ ته ورته بوټی

له لابراتواري څیړنو څرګندیږي چې دغه بوټی د مدافعوي قوې د پیاوړتیا په کار لویږي؛ په دې شکوڼ
ته ورته نبات کې داسې زیات کاري مواد شتون لري چې د جسم مقاومت او مدافعې اغیز لري، چې له هغو ځینې هغه فعال مواد دي چې د ویرسونو او جراثیمو د تعقیم او له منځه وړو لپاره کارول کیږي. نو د دغه بوټي خوړل په جسم کې د دفاعي سیستم کار او فعالیت کې مرسته کوي.

دغه نبات او بوټی ډېر ډولونه لري، خو«شکوڼ ته ورته ارغواني»( Echinacea Purpurea)یې د نورو په پرتله ډېر کاري دی، څیړنو دا ښکاره کړېده چې د دې بوټي په درملنې سره په لوړو تنفسي مسالکو کې یې په ناروغۍ اخته کیدل یې ۵۸٪ سلنه را کم کړي دي، او د مرض اوږد والی یې یوه یوه نیمه ورځ راکم کړی دی.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*