وروستي

امام ابوحنيفه رحمه الله

رضوان الله فيضاني

ای امام ابوحنيفه تر مذهب دې شم قربان
ستا مسير ښه برابر دی په حديث او په قرآن

ته خادم د ښکلي دين وې ډېر صادق او هم امين وې
د اخلاقو نمونه وې د هر چا د زړه تسکين وې
ستا پر نوم باندې نازېږي لر او بر ټول مؤمنان

تا د علم مشال بل کړ پر الله دې توکل کړ
له کږو لارو پر څنګ تلې پر صفا لار دې مزل کړ
د قرآن او احاديثو وې ډېر ښکلی ترجمان

عبادت دې مشغولا وه فقاهت دا ستا ښکلا وه
همېشه به ستا په ژبه د الله حمد او ثنا وه
مغفرت به دې غوښته تل له الله رحيم رحمان

ثمرقند که بخارا ده که ترکيه ده که بوسنيا ده
لارويان ستا د مسلک دي شام عراق که کُل اسيا ده
ستا له فيضه مستفيض شو لر او بر ټول خراسان

ته هر چا ته محترم يې په رښتيا امام اعظم يې
تاريکيو ته رڼا يې زخمي زړونو ته ملهم يې
( فيضاني ) باندې ډېر ګران يې زما روح يې زما ځان

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*