وروستي

پېښور: ډیرې غوښو خوړلو ۱۷۰۰ کسان د روغتونو کړي

که څه هم د لوی اختر را رسېدو سره ډاکتران تر ټولو ډیر  ټینګار په دې کوي چې خلک باید د غوښې خوړلو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او هومره دې وخوري چې معده یې د هضمولو توان لري.

خو ډيری کسان د ډاکترانو په دې مشورو بیا سر نه خوږوي او له همدې کبله بیا په بېلابېلو ناروغیو اخته کیږي.

ایکسپریس پاکستانۍ ورځپاڼه وايي  چې همداسې کیسه  په پېښور کې شوې چېرې چې   د ډيرې غوښې خوړلو له کبله یواځې په دوه ورځو کې د معدې او نس په ناروغیو اخته کسانو چې روغتون ته تللي شمېر يې ۱۷۰۰ ته رسیدلی دی.

د لیډي ریډینګ دولتي روغتون ویاند د معلوماتو پر اساس  یواځې نن پنجشنبه ۲۰۰ کسان روغتون ته ور وړل شوي دي او د تېرې دوه ورځو راهیسې د معدې او نس په ناروغیو اخته کسانو شمېر د ۱۷سوه څخه اوښتی دی.

ناشر : قرآن سنت.کام
ایمیل :quransun1@gmail.com
ویب سایت : www.quransunna.com

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*