وروستي

یووالی، د اسلام بنسټیزه غوښتنه

مجیب الرحمن عاصم

اسلام له خپلو پيروانو څخه هر هغه څه غواړي چې د هغه په واسطه د مسلمانانو قوت زياتېږي، هر هغه څه چې د مسلمانانو صف پياوړى کوي يو مطلوب کار دى او اسلامي شريعت زيات تأکيد ورباندې کوي، له ټولو نه اساسي څيز چې د مسلمانانو قوت او پياوړتيا زياتوي د مسلمانانو په منځ کې وحدت او يوالى دى، نو په همدې خاطر اسلام له خپلو پيروانو څخه غواړي چې په خپل منځ کې وحدت او يووالى ولري، الله تعالى په قرآن کريم کې فرمايي: ” وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا” د آل عمران سورت، (١٠٣) آيت.

ژباړه: د الله تعالى په رسۍ چې قرآن کريم دى منګولې ولګوئ او په خپل منځ کې اختلاف مه کوئ او هغه نعمتونه ياد کړئ چې الله تعالى په تاسې باندې کړي دي او هغه دا چې کله تاسې په خپل منځ کې سره دښمنان وئ، نو الله تعالى د تاسې په زړونو کې يو له بل سره مينه پيدا کړه نو د الله تعالى د پېرزوينې په سبب سره وروڼه وګرځېدئ.

د مسلمانانو په منځ کې وحدت او يوالى د الله تعالى يو لوى نعمت دى، کله چې د مسلمانانو په منځ کې وحدت او يوالى موجود وي، نو مسلمانان او اسلامي ټولنه به د ترقۍ لوړو پوړيو ته وخيژي او هر کله چې د مسلمانانو په منځ کې وحدت او يوالى له منځه لاړ شي، نو له هماغه ورځې څخه به د مسلمانانو زوال پيليږي، نو په همدې خاطر اسلام غواړي چې کله هم د مسلمانانو په منځ کې اختلاف پيدا شي نو بايد نور مسلمانان د دريمګړي په توګه د هغوى مشکلات حل او اختلاف يې له منځه يوسي او که کومه ډله روغې جوړې ته نه آماده کېدله نو بايد د هغې پر ضد اقدام وشي، الله تعالى په دې اړه فرمايي:

“وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ () إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ” د الحجرات سورت، (٩-١٠) آيتونه.

ژباړه: که چېرې د مسلمانانو دوه ډلې په خپل منځ کې جنګ وکړي نو د هغوى په منځ کې صلح وکړئ او که چېرې يوې ډلې له صلحې څخه سرغړونه وکړه او په بله ډله يې حمله وکړه نو له هغې ډلې سره جنګ وکړئ چې سرکشي کوي تر دې پورې چې د الله تعالى حکم ته غاړه کېږدي او کله يې چې د الله تعالى حکم ته غاړه کېښودله، نو بيا په عدل او انصاف سره د هغوى په منځ کې صلح وکړي، او عدل وکړئ په تحقيق سره الله تعالى انصاف کوونکي خوښوي، په تحقيق سره مسلمانان سره وروڼه دي نو د خپلو وروڼو په منځ کې صلح وکړئ او د الله تعالى څخه ووېرېږئ، د دې لپاره چې پر تاسې رحم وشي.

اسلام نه پرېږدي چې مسلمانان په تفرق او تشطط کې ژوند وکړي، بلکې دا غواړي چې د تل لپاره بايد سره متحد او متفق وي او که کله هم د دوى په منځ بې اتفاقي او نزاع منځ ته راځي نو بايد د هغې د حل لپاره هڅه او کوښښ وشي تر څو دغه اختلاف له منځه يوړل شي، وحدت او يوالى په هر وخت کې يو مطلوب عمل دى، تفرق او بې اتفاقي يو ناوړه او غيرمطلوب عمل دى.

مسلمانان برسېره پر دې چې بايد په خپل منځ کې وحدت او يووالى ولري، بايد په خپل منځ کې مينه او محبت هم ولري او يو پر بل ترحم او شفقت پکې پياوړى وي چې دا د کلک او پاخه يووالي نښه ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم په يو مبارک حديث کې چې امام بخاري او امام مسلم دواړو روايت کړى دى فرمايي: ” مثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وتَرَاحُمِهِمْ وتَعاطُفِهِم، مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَداعَى لهُ سائِرُ الْجسدِ بالسهَرِ والْحُمَّى” د مسلمانانو مثال په محبت، ترحم او مهربانۍ کې د يو جسم په شان دى کله چې د جسم يو اندام ته درد ورسېږي نو د بدن نور اندامونه په بې خوبۍ او تبه کې ورسره شريک وي.

مسلمانان برسېره پر دې چې بايد په خپل منځ کې وحدت او يووالى ولري، بايد په خپل منځ کې مينه او محبت هم ولري او يو پر بل ترحم او شفقت پکې پياوړى وي چې دا د کلک او پاخه يووالي نښه ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم په يو مبارک حديث کې چې امام بخاري او امام مسلم دواړو روايت کړى دى فرمايي: ” مثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وتَرَاحُمِهِمْ وتَعاطُفِهِم، مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَداعَى لهُ سائِرُ الْجسدِ بالسهَرِ والْحُمَّى” د مسلمانانو مثال په محبت، ترحم او مهربانۍ کې د يو جسم په شان دى کله چې د جسم يو اندام ته درد ورسېږي نو د بدن نور اندامونه په بې خوبۍ او تبه کې ورسره شريک وي.

دا د وحدت او يووالي غوښتنه ده، کله چې د مسلمانانو په منځ کې همداسې وحدت منځ ته راشي نو بيا کولاى شي چې د دنيا سيادت وکړي، هر کله چې يو مسلمان د نړۍ په يو ګوټ کې په مشکل او تکليف کې وي، نور مسلمانان د هغوى په درد او مشکل دردمن نشي، نو دا بيا د مسلمانانو په منځ کې حقيقي وحدت او مينه نده، بلکې لازمه او ضروري دا ده چې د دنيا په هر ګوټ او کونج کې چې مسلمانانو ته تکليف رسېږي، بايد د نړۍ مسلمانان په هغوى باندې غمجن شي او د مشکل د ليرې کولو لپاره يې لاس په کار شي او په هر قسم قربانۍ او سرښندنه چې کېږي بايد د مسلمانانو مرستې او کمک ته ورودانګي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

عن ابن عمر رضي اللَّه عنهما أَنَّ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «المُسْلِمُ أَخُو المُسْلِم، لا يظْلِمُه، ولا يُسْلِمه، منْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللَّهُ فِي حاجتِه، ومَنْ فَرَّج عنْ مُسْلِمٍ كُرْبةً فَرَّجَ اللَّهُ عنْهُ بِهَا كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يوْمَ الْقِيامَةِ ، ومَنْ ستر مُسْلِماً سَتَرهُ اللَّهُ يَوْم الْقِيَامَةِ» متفقٌ عليه.

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دى، ظلم به ورباندې نه کوي او نه به يې بل چا ته تسليموي، څوک چې د خپل ورور د حاجت پوره کولو پسي وي، نو الله تعالى به د هغه د حاجت پوره کولو پسي وي او چا چې د مسلمان څخه يو مشکل ليرې کړ، نو الله تعالى به د هغې په واسطه له ده څخه د قيامت د ورځې مشکل ليري کړي او چا چې په مسلمان پرده واچوله، الله تعالى به د قيامت په ورځ د هغه پر عيبونو پرده واچوي.

الله تعالى مسلمانان د اختلاف او تفرق څخه منع کړي دي، ځکه چې اختلاف او بي اتفاقي د مسلمانانو د کمزورۍ او ضعف سبب ګرځي، الله تعالى د آل عمران سورت په ١٠٥ آيت کې فرمايي: ” وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ” او د هغو کسانو په شان مه کېږئ چې تفرق او اختلاف يې وکړ وروسته له هغه چې دوى ته ښکاره دلائل راغلل او دې کسانو ته لوى عذاب دى، اختلاف او بې اتفاقي برسېره پر دې چې په دنيا کې د مسلمانانو د کمزورۍ او ضعف سبب ګرځي، په آخرت کې هم د هغوى د سخت عذاب سبب جوړېداى شي، همدارنګه الله تعالى د هغه چا په اړه چې په خپلو منځو کې اختلاف کوي داسې فرمايي: ” إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُواْ دِينَهُمْ وَكَانُواْ شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ” د الانعام سورت، (١٥٩) آيت.

ژباړه: په تحقيق سره هغو کسانو چې په خپل دين کې اختلاف وکړ او ډلې ډلې شول، ته د هغوى له ډلې څخه نه يې، د هغوى سرنوشت د الله تعالى لوري ته راجع کېږي، بيا به يې الله تعالى په هغه څه باندې خبر کړي چې دوى کړي دي، يعنې الله تعالى د خپل محبوب پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم بيزاري له هغو کسانو څخه اعلان کړه چې هغوى په خپلو منځو کې اختلاف کوي او همدارنګه له هغوى سره يې د سخت عذاب وعده وکړه.

الله تعالى په دې هکله چې نزاع او اختلاف د مسلمانانو قوت له منځه وړي فرمايي: ” وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ” د الانفال سورت، (٤٦) آيت، د الله تعالى او د هغه د رسول اطاعت او پيروي وکړئ او په خپل منځ کې نزاع مه کوئ، ځکه چې کمزروي به شئ او قوت به مو له منځه لاړ شي او په مشکلاتو صبر کوئ، په تحقيق سره الله تعالى د صبرکوونکو ملګرى دى.

له دې مبارک آيت شريف نه معلومېږي چې د مسلمانانو په منځ کې اختلاف د هغوى قوت له منځه وړي او بيا نشي کولاى د دښمن په مقابل کې ودرېږي، بلکې په هر ډګر کې به له ناکامۍ سره مخامخ کېږي او له خپلو سيالانو څخه به وروسته پاتې کېږي، خو بالعکس که چېرې وحدت او يووالى ولري، نو په هر ډګر کې به مخکې وي او د ترقۍ او پرمختګ لوړو منارونو ته به وخېژي.

تماس با ما
اسکایپ:quransun1234
ایمیل :quransun1@gmail.com
ویب سایت : www.quransunna.com
فیسبوک :https://www.facebook.com/www.quransunnat.comm/
تویتر:https://twitter.com/quransun1
یوتیوب:https://www.youtube.com/results?q=quran+sun

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*