ترتیب کوونکی: مولانااحمدشاه

الحمدلله حمداکثیرآطیبامبارکافیه والصلوة والسلام علی رسول الله صلی الله علیه وسلم خاتم النبیین محمد واله وصحبه اجمعین

امابعد:الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتی ورضیت لکم الاسلام دینا

ژباړه: الله تعالی فرمایلی دی چی اوس ماستاسو دین پوره کړیدی او په تاسی می نعمت پوره کړیدی او ستاسو له پاره مو اسلام دین غوره کړی دی سورة مایده (ایة ۳۱) قل ان کنتم تحبون الله فاتبعونی یحببکم الله و یغفرلکم ذنوبکم الایة ال عمران (۳۱)

ژباړه: ته ورته ووایه ای نبی صلی الله علیه وسلم که چیرته تاسو مینه کوی دالله تعالی سره نوزما تابعداری وکړی الله تعالی به تاسوسره مینه وکړی او ستاسو ګناهو نه به وبښي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی من احدث فی امرنا هذامالیس منه فهورد

ژباړه:  چاچی راپیدا کړو زمونږ په دین کی هغه څه چی د دین د اسلام څخه نه وی نوهغه رد او مردود او منلو وړ نه دی په دین کی متفق علیه اوپه روایت د مسلم کی ورسره داهم راغلی دی چی چا دغسی عمل وکړو چی زمونږ د دین اصل او نقل ورباندی نه وی نوهغه رد او مردود دی مسلم دغه حدیث په نمبر(۴۵۹۰)نقل کړی دی نومیلادالنبی او مولود شریف درسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدایښت ورځ لمانځل دا بدعت او مکروه عمل او کار دی په دین اسلام قران اوسنت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو، فقهاو کرامو، محدیثنو، مفسرینو، او امامانو ندی لمانځلی اونه یی د دی جواز او فتوا ورکړیده ځکه چی د خیرالقرون په زمانه کی د دی هیڅ نوم او نشان نه وو اونه رسول الله صلی الله علیه وسلم اونه خلفاء راشدینواونه امام ابوحنیفه اونه امام شافعی امام مالک او نه امام احمد بن حنبل اونه امام بخاری دا میلاد لمانځلی دی اونه یی پيژندلو اونه دهغوی په زمانه کی د دی وجود و نوهر کله چی په خیرون القرون کی دین او جواز نه وو نواوس هم دین کی زیادت اوتیری دی اوالله تعالی فرمایی چی مادین او نعمت درته کامل کړی اوپوره کړی دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو او تابعینو خلاف کړنه ده اونن یی بعضی بدعتیان اوخواهش پرست خلک دا دین ګرځوی او اهل حق علماو په دغه بدعت اوناروا عمل رد کړیی چی وروسته به یی حوالی ذکرشی

دمیلادایجادکوونکی څوک دی؟

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په میلاد چی اول ثوبیه وینځه ازاده کړه د هغه تره ابولهب جاهل او بی دینه او د قرآن اوسنت اود رسول الله صلی الله علیه وسلم عنادی دښمن و چی الله تعالی د هغه په رد اوعذاب او ذلت کی سورة لهب نازل کړو چی ابولهب تباه شو د مال ښځی او زامنو سره په دنیا او اخرت کی اوبیاپه شپږسوه هجری (۶۰۰)

کی یو ظالم او مسرف بادشاه او یوګمراه او خبیث درباری ملا د دغه میلاد ایجاد او ترویج شروع کړود بعضی خلکودخوشحالولو اودفاسدوسیاسی غرضونولپاره نودغه خبیث بدعتی او درباری ملا به ورته ددروغوحوالی اوفتواګانی ورکولی اودغه بادشاه ورباندی خرچ کولو او خلکوته به یی دوکه ورکوله چی دادرسول الله صلی الله علیه وسلم محبت اومینه کوونکی دی لکه په خوږوکی چی زهر چاته ورکوی ددی

تفصیل اودلایل دادی:

چی په شپږسوه(۶۰۰)هـ کی ظالم بادشاه اوخبیث ملاداترویج اوایجاد وکړودعلماووپه حوالواومعلوماتوسره یی وګوره علامه انورشاه الکشمیری رحمه الله حنفی اودیوبندی عالم دترمذی په شرح العرف الشذی اول جلدصـ۲۳۲طبع مکتبه رحمانیه لاهورباب ماجاءفی التکبیر فی العیدین په شرح کی ليکی واحداثه (المولود) صوفی فی عهدسلطان اربل فی ۶۰۰هـ ولم یکن التصنیف فی هذه البدعة یلیق بشآن الحفاظ والمحدثین شاه صاحب فرمایی چی دا یوپیر ایجاد کړیدی په ۶۰۰هـ د اربل بادشاه په وخت کی او شریعت کی څه اصل اونقل ثبوت نلری (اوبیادوه بابه مخکی شرح کی لیکی چی قال الحذاق ان البدعة لیست(الاسییة)ترجمه هوښیارو علماو ویلی دی چی بدعت نه ومی مګر سییه وی بدعت شرعی حسنه نلری بلکی هربدعت ګمراهی دی اودرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمان هم دی چی کل بدعة ضلالة مشکاة المصابیح باب الاعتصام بالکتاب والسنة حدیث نمبر(۱۴۱)علامه احمدبن محمد مصری المالکی لیکی کان ملکا مسرفا یآمرعلماءزمانه ان یعملوباستنبطاهم واجتهادهم وان لایتبعوالمذهب غیرهم حتی مالت الیه جماعة من العلماءوطایفة من الفضلاءویحتفل لمولدالنبی صلی الله علیه وسلم فی الربیع الاول وهو اول من الملوک احدث هذالعمل

لنډمطلب داچی دغه مسرف اوظالم بادشاه دغه میلادالنبی ایجادکړی دی اوپه دولسم دربیع الاول به یی لمانځلواوعلماءبه یی خپلوخواهشاتوته هڅول دشریعت پابندنه و القول المعتمدفی عمل کی وګوره چی الحاوی للفتاوی دسیوطی کی دی علامه ذهبی په دول الاسلام کی ليکی کان ینفق کل سنة علی مولدالنبی صلی الله علیه وسلم نحو ثلاثه مایة الف هرکال به دری لکه روپی دغه بادشاه په میلاد خرچ کولی اودغه بادشاه درباری ملاته ۱۰۰۰پونډه انعام ورکړو دول الاسلام للذهبی جـ۲صـ۱۰۴او حافظ ابن حجرعسقلانی ددغه خبیث اودرباری بدعتی ملابیان مونږ ته داسی کوی په لسان المیزان څلورم جلدصـ۲۹۴کی کان کثیرالوقیعة فی الایمة وفی السلف من العلماء خبیث السان احمق شدیدالکبرقلیل النظرفی امورالدین متهاونا مطلب او ترجمه یی داده ددین په امامانواوسلف صالحینوپسی به یی بدردویل اوډیردخبیثی ژبی والاانسان واوکم عقل احمق اوکبرجن وددین به کارونوکی علم اونظریی کم واوددین په کارونوکی سستی کوونکی و بیاپه څلورم جلد۴/صـ۲۹کی لیکی قال ابن النجاررایت الناس مجتمعین علی کذبه وضعفه علامه ابن حجردابن النجارنه نقل کوی چی ماخلک لیدل چی اتفاق یی کړی ودده په دروغجنوالی اوضعیف والی باندی شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله په اقتضاءالصراط المستقیم جـ۲صـ۶۱۵کی لیکی لم یفعله السلف مع قیام المقتضی له وعدم المانع فیه ولوکان خیرآمحضااورجحآلکان السلف احق به منا فانهم کانوااشدمحبة لرسول الله وتعظیمآله منا وهم علی  الخیراحرص یعنی سلف صالحینونه دی کړی چی هغوی درسول الله صلی علیه وسلم سره ډیره مینه درلوده اوډیرتعظیم اواحترام یی زمونږنه ورته زیات درلودله نو مطلب داچی درسول الله صلی الله علیه وسلم نه محبت دی اونه دهغه تعظیم دی علامه فاکهانی هم فرمایی لاعلم لهذا المولداصلافی کتاب ولاسنة ولاینقل عمله عن احد من علماءالامة الذین هم القدوة فی الدین المتمسکون باثارالمتقدمین بل هوبدعة احدثهاالمبطلون وشهوة اعتنی بهاالاکالون مطلب داچی شریعت کی هیڅ اصل نقل اولیل نه لری خواهش پرستانو دغه بدعت د خوراکی مفاد ولپاره ایجاد کړی دی وګوره المورد فی الکلام علی المولد الحاوی للفتاوی للسیوطی جـ۱صـ۲۲۳(دمیلاد په ردکی تفصیلی بحث لیکلی دی ابن امیرالحاج په المدخل دویم جلد ص ۲۲۳څخه ۲۴۵پوری)

۱۶صفحی ردیی ورباندی لیکلی دی اوددی مفاسد مکروهات او نقصانات یی په ګوته کړیدی دا بحث ورته پوره دی اوهغه وایی چی بعضی خلک به دا ګمان کوی چی دابه لوی عبادت ثواب اواظهاردشعایرالله وی اوبه دی کی به ثواب وی او دا په ډیرو حرامو او بدعاتو باندی مشتمل اوډک عمل اوشی دی (لکه اوس چی میلادی ملایان اوپیران د عوامو دکاندارنو او تاجرانو څخه چندی روپي او خوراکی موادجمع کوی چی داثواب عبادت او د رسول الله علیه وسلم محبت اوتعظیم اوصدقه اوخیرات اوښه شی دی اودرسول الله علیه وسلم سیرت دی اوهغه دی اودغه دی نوعوام خلک خوپه دوی ښه ګمان کوی چی دالله تعالی والادی حال داچی دادین نه دی په دی مال خرچ کول اوچندی ورکول ناروا دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم تابعداری محبت اوتعظیم هروخت پکار دی اواکثرآدغه میلادیان درسول الله صلی الله علیه وسلم دسنت اواهل سنت سره بغض اودشمنی کوی او قسما قسم فتوی ورباند لګوی چی داوهابی، پنچ پیری، تبلیغی، اخوانی،سلفی،اهل حدیث، غیرمقلد، ګمراه او بی دینه دی ځانته اوخپلواعمالوته نه ګوری چی اهل حق څخه خلکوته نفرت ورکوی مونږ قران اوسنت ته دعوت ورکووسلف صالحینو په طریقه سره ټولوفقهاو او مذاهب حقه وته احترام اوعزت لروعلامه احمدبن محمد المغربی پخپله فتاوی کی لیکی قداتفق علماء المذاهب الاربعة بذم هذاالعمل مطلب:دغه میلاد النبی لمانځل په څلورمذهبه ناروادی.

د میلاد په رد کی د علماء کرامو د کتابونو حوالی دا دی:

امام نصیرالدین په ارشادالاخیارصـ ۲۰کی مجددالف ثانی حنفی په مکتوبات حصه جـ ۵صـ ۲۲کی شیخ سرفراز صفدرحنفی دیوبندی راه سنت صـ ۱۶کی تفهیم المسایل دشیخ ګوهرالرحمن صـ ۲۴۹شیخ الاسلام ردکړیده دین الحق بجواب جاه الحق ۲ ۱۳۷ کی علامه ابوصهیب محمد دواد ارشد کړی دی مجموع الفتاوی للشیخ ابن عثیمن جـ ۱صـ ۸۷فتاوی اسلامیه جـ ۱صـ ۳۹المدخل دابن امیرالحاج جـ ۲صـ ۱۲۹ــ ۱۴۵دعلامه فاکهانی اودعلامه عبدالرحمن المغربی اودعلامه ذهبی اودعلامه ابن حجردکتابونوحوالی مخکی ذکرشوی دی اوس دعلماء دیوبند دکتابونوحوالی دمیلادلنبی په ردکی وګوره

د میلاد رد د احنافو او دیوبندعلماء کرامو کتابونو څخه

احسن الفتاوی جـ۱ صـ ۳۳۸ــ ۳۴۷مفتی رشیداحمدلدهیانوی حنفی دیوبندی یی دری نقصانات په الف،ب،ج،سره ذکرکړیدی العرف الشذی علی الترمذی لشیخ کشمیری الحنفی الدیوبندی جـ ۱صـ ۲۳۲اصلاح الرسوم مولاناعبدالحی الکهنوی جـ ۴صـ ۳۳۵ــ ۱۰۹سنت اوبدعت دمفتی محمد شفیع دیوبندی فتاوی رشیدیه صـ ۱۳۳ ،۲۵۵ــ ۲۵۶کی شیخ رشیداحمد ګنګوهی صاحب میلادرد کړیدی فتاوی دارلعلوم دیوبند امدادالمفتین جـ۲ صـ ۱۷۲ــ ۱۷۵مفتی کفایت الله په کفایت المفتی کی جـ ۱صـ ۱۴۴کی ردکړیدی همدارنګه په جـ ۱صـ ۱۴۱دارنګه دشیح محمدحسین نیلوی صاحب کتاب (عیدمیلاد النبی اوراس کی شرعی حیثیت دارنګه دمفتی محمد ایاز صاحب کتاب (عیدمیلادالنبی حقیقت)ددی په رد کی لیکل شویدی اودزاهدی صاحب کتاب ناروابدعتونه اودودونه صـ ۸۵وګوره دمیلادالنبی داثبات لپاره چی هرڅومره کوښښ چاکړیدی اوکوی یی اودکاغذپاڼی توره وی یوشرعی دلیل دکتاب اوسنت اجماع صحیح قیاس اوخیرالقرون څخه نقل اوثبوت نلری ادځان څخه جوړشوی کتابونه اوفتاویی اوکاغذونه اوپوستری اوانګاه بنګاه اوهاهواودغه اوهغه اولالاکاکا ماما،ملاصاحب،پیرصاحب، صاحب زاده صاحب پاچاصاحب،خواجه صاحب،میاصاحب،سیدصاحب، خوبونه شعرونه کیسی اونقلونه اوحکایت نه چلیږی اونه دادین دی دین خوقران اوسنت درسول الله علیه وسلم دی

او د قران او سنت د علم او فهم مجالس او مجامع ته بدعت او ناروا نشی ویلی کیدی

اومیلادالنبی دین نه دی اوثبوت نلری اصل اونقل یی نشته دی اوددی نقصانات المدخل جـ ۲صـ۱۲۹ــ ۱۴۵پوری ذکرکړیدی

او اصلی خبری دلته دوه نوری دا دی.

۱ــ چی دوی دمیلاد النبی لپاره دولسم ربیع الاول خاص کوی نواول خودرسول الله صلی الله علیه وسلم په دولسم دربیع الاول یقنی ثابت ندی بلکی په تاریخ کی دامشهوره شویدی لکه علامه ابن عبدالبرپه الاستعاب جـ ۱صـ ۱۳۶کی لیکلی دی چی بعضی اهل علم او تاریخ وایی چی میلاددنبی علیه السلام پیدایښت په نهم یادولسم شویدی علامه نیلوی صاحب په مجله ګلستان اسلام ربیع الاول ۱۴۱۷هـ کی اومفتی محمد ایازصاحب په عیدمیلادالنبی شرعی حیثیت ۲۱ــ ۲۲ــ ۲۲ــ صفحوکی دابحث لیکلی دی چی په دی خواتفاق دی چی نبی علیه السلام ددوشنبی په ورځ وفات شویدی خودولسم ربیع الاول نه یوم ولادت اونه یوم وفات یقینی طورباندی څوک ثابت ولی شی اوکه ومنوچی دایوم ولادت او یوم وفات دی نودرسول الله علیه وسلم یوم وفات ولی نه لمانځی چی یوم ولادت یی لمانځی اورسول الله صلی الله علیه وسلم اوخلفاءراشدینواوامامانویوم میلاد ولی نه لمانځلوچی تاسی یی لمانځی ایاتاسی له هغوی څخه په دین اوخیرکی وړاندی یاست علامه ابن کثیر په تفسیر ابن کثیر دسورة احقاف دیوولسم ایة لاندی لیکی چی داهل سنت والجماعت دااصل اوقاعده دی چی کوم عمل اووینا درسول الله علیه وسلم اوصحابه کراموڅخه ثابت نوی نوهغه ته دوی بدعت واییی لکه زمونږچی دااصل اوقانون دی نوځکه میلادبدعت ګڼوځکه که داقول اوعمل خیراودین وی نوهغوی بیا نه پریښودلوځکه دهغوی حرص په خیراودین زمونږڅخه زیات وو نودولسم دربیع الاول نه یوم ولادت نه یوم وفات ده اوکه شی هم نوشریعت نه مونږته دخوشحالی اوغم حکم امرندی راکړی اودمومن حوشحالی اوغم اوشکراوصبر دشریعت په برابروی

سوال: زمونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت پکی بیانوو او دغه او هغه: ځواب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبت او سیرت بیانول یواځی تر دولسم ربیع الاول پوری خاص ندی هروخت اوهره میاشته کی بغیر ددولسم ربیع الاولی څخه یی ولی نه بیانوی چی صرف په دغه میاشت کی اوپه دغه ورځ یی لمانځی دغه خاص کول بدعی عمل دی

سوال: نصاری اومسیحیان چی دعیسی علیه السلام د میلاد ورځ لمانځی دارنګه هندوان وغیره چی دخپل مشران ورځ لمانځي مونږ بی هم لمانځو مونږ خو دهغوی څخه څه کم نه یو؟

ځواب: همدغه خبره کی پوره ځواب دی چی هغی وی یی لمانځي اومونږبه یی نه لمانځو چی د غیرو مسلمو سره مشابهت رانشی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چاچی د یو قوم سره مشابهت وکړو نوده د هغوی څخه دی رواه ابودودفی کتاب الباس دحدیث نمبر (۴۰۳۳) مونږ به د هغوی د مشابهت څخه ځان ساتو لکه چی صحابوو او خیرالقرون دغه عمل ندی لمانځلی نومونږ به د غیرمسلمو سره دغه ناروا سیالی نه کوو

۲ــ په دغه ورځ خاصی صدقی اولباسونه تیارول رخصتی کول اودښځوتلل بعض محافلوته مکروه اونارواعمل دی

ځکه داداسلام عمل ندی اونه  اسلامی حوشحالی اواختردی صدقه اونیک عمل خوجایزدی خودځان څخه ورته تخصیص دوخت اوورځی اومیاشتی سره بدعت اونارواګرځی اودغه میلاد اخترګرځول دابل ناروادی چی په اسلام کی دریم اختر پیدا کول دی چی دا بدعت والایی پیدا کوی دصدقی اوعبادت لپاره د ځان څخه د وخت اوورځ خاص کول بدعت دی دلیل یی دا دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم چی یوازی د جمعی شپه د تهجد او د جمعی ورځ د نفلی روژی دپاره مه خاص کوی رواه مسلم حدیث نمبر(۲۷۳۹) نوصدقی او د خیر کار د شریعت مطابق هر وخت کولی شی

اودرسول الله صلی الله علیه وسلم په نوم باندی یوشی یاڅاروی نذرکول حرام اوعبادت دغیرالله اوشرک دی اوددغه  څاروی اوشی خو ړل حرام اوناروادي

ځکه چی داپه ذبح اومااهل به لغیرالله په حرمت کی راځی اوددغه نذر اوعبادت دغیرالله شرک دی دلایل یی دادی: سورة الانعام۶۵مومن۶۶ کی منع ده دعبادت دغیرالله څخه په نامه نذرحرام دی نبی، ولی، قبر، بت،ونه، ګټه، بادشاه، ریس، وزیر، درباره وغیره ټول غیرالله دی دلایل یی دا دی سورة البقره ۱۷۳مایده۳الانعام۱۴۵نحل۱۱۵د زیاتومعلوماتواودڅلور واړه مذاهبو د تفسیراو د فقهی د کتابونو حوالی په تفسیر احسن الکلام اول جلد۵۶۹څخه تر۵۷۰پوری وګوره اودامام ابوحنیفه رحمة الله علیه د مذهب د کتابونو لکه شامی ۲جـ صـ۱۲۸،۱۳۳مکتوبات امام ربانی جـ ۳صـ۷۱ مکتوب۴۱او بحرالرایق شرح کنز الدقایق جـ۲صـ۲۹۸فتاوی عزیزی جـ ۱صـ ۳۳کی لیکی چی داسی نذرکول دا حرام او شرک او عبادت د غیرالله دی اوددغه شی خوړل حرام دی نومیلاد لمانځل ناروا او د عبادت له پاره تخصیصات د ځان څخه جوړول بدعت دی او نذر دغیرالله حرام او شرک دی.

 الله تعالی دی مونږ څخه راضی شی امین ستاسو کامیابی په هیله