وروستي

د “معارف ستوری” سیالي لومړۍ کلیزه

محمد مدثر اسلامي

باور مې نشي چې یو کال دې تیر شوی وي. تیر کال همدا ورځ (د قوس ۲۰مه) د “معارف ستوری” ملي سیالي د چمتووالي لومړی پړاو پیل شو او د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د رهبري هیئت غړو د کار د رسمي افتتاح په پلمه د نجم په مرکزي دفتر کې پټۍ غوڅه کړله.
د نجم په نوښت جوړه شوې دا سیالي د هیواد د تعلیمي نظام په تاریخ کې بې ساري ګام و چې له یو پلوه یې د نجم استعداد او وړتیا ولس ته وښودله او له بل پلوه یې زرګونه زده کوونکو ته د مطالعې او مثبتې سیالي زمینه برابره کړله.
“معارف ستوری” سیالي کې د هیواد د لر او بر ولایتونو تر ۷۰ زره زده کوونکو نوم لیکنه کړې وه چې ۲۰ سلنه یې نجونې وې. د سیالي په لومړي پړاو کې د ۲۶ ولایتونو په کچه ولایتي ستوري او نور ګټونکي اعلان شوو او ګټونکو ته ګران بیه ډالۍ وویشل شولې.
د نجم کمکي عمر او لږو امکاناتو ته په کتلو د ډیرو زړه نه منله چې سیالي دې ترسره شي خو د یو لوړ پوړي دولتي چارواکي په وینا نجم دومره ستر کار په بریالي ډول وکړ چې د حکومت د یو یا څو وزارتونو له وسه پوره نه و. نجم د رضاکار فعالیت په تاریخ کې داسې معجزه وکړه چې بیلګه یې کمه لیدل کیږي. دا بریا د الهي مرستې او د نجم منسوبینو د اخلاص او قرباني پوروړې ګڼم.
د نجم د مشرتابه زیرکتیا، دقت او ستراتیژیک سوچ د سیالي د طرحې په اغیزمنتوب کې هغومره اغیز درلوده چې د نجم د منسوبینو او ملاتړو کوښښونو او سرښندنو یې په عملي کیدلو او بریا کې درلوده.
د نجم د منسوبینو لوړ همت، پیاوړي عزم او شاهکاري زیار په ډاګه کړله چې په ټولنه کې د رغنده کار په موخه دا متمایز ځوان ډلګی د افغان ځوان نسل خدمت لپاره د زحمت او تکلیف منلو تر لوړو پوړو رسیدلای شي.
د پوښتنو جوړولو مرکزي کمیټې شپې په ځان سبا کړلې چې د ټولو ولایتونو لپاره ځانګړې پارچې چمتو کړي، په ولایتونو کې د ازموینې د ورځې د تنظیم او ترتیب ستر بار ولایتي ادارو او ولایتي منسوبینو په غاړه واخیست او د پارچو کتلو لپاره د نجم منسوبینو هر بل کار پریښود او په ورځو او شپو یې پارچې په پوره پام او دقت سره وکتلې. په ولایتونو کې مې داسې ځوانان ولیدل چې د نجم دفتر ته یې نږدې کورونه وو خو د کار د ډیروالي له امله یې ورځې او شپې له کوره مساپرې کړې وې. د پارچو په کتلو کې د بوختیا له امله یې ډیری وخت ډوډۍ او چای ته پام نه کیده.
د ځوانانو دا ډول ژمنتیا ټولنې ته د ښې راتلونکې زیری ورکوي او د هغوی ریښتینې هڅې د داسې یو بدلون پیلامه کیدای شي چې پایله به یې هیواد کې سوله، وروري او پرمختګ شي.
د “معارف ستوری” سیالي د مرستندویانو او ملاتړو مالي او مادي مرستې د اتلولۍ تر کچې رسیدلې. سوداګرو، شرکتونو او ملي او قومي مشرانو نه یواځې د سیالي هرکلی وکړ بلکې په ګڼ شمیر مالي مرستو یې زمونږ حوصلې لوړې کړلې. مونږ یې د دې نیکۍ پوروړي یو. په باور ویلی شم چې د ځوانانو تر منځ د مالي مرستو د راټولولو په برخه کې هم د دې سیالي بیلګه نشته. له رغنده ټولنیزو کوښښونو د ولس مادي او معنوي مرسته د نجم د کار په پیاوړتیا او صحیح والي زمونږ باور زیاتوي.
له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره سره زرګونه زده کوونکي د ازموینې په ورځ د ازموینې میدانونو ته راغلل او له پوهې او زده کړې سره یې خپل تړاو ثابت کړ. د ګډون کوونکو تر منځ د ښځینه زده کوونکو شمیر او حضور د پام وړ وو چې ډیر ورته ګوته په غاښ وو. د کابل عیدګاه مسجد کې له ازموینې یوه ورځ وړاندې درنه چاودنه وشوه خو بیا هم راتلونکې ورځ د عیدګاه مسجد له هلکانو او نجونو ډک و. د زده کړو ځوانانو د کتارونو په منظره سترګې یخیدلې.
پدې توګه د نجم منسوبینو دنیا ته د افغانستان نوی تصویر وړاندې کړ چې له جګړې او تاوتریخوالي سره یې هیڅ اړیکه نه وه. د هیواد نوي تصویر کې زده کړه او د هیواد جوړولو ته ژمنتیا له ورایه بریښیدله. د ځوانانو په ځان باور، د نورو ځوانانو د وړتیاوو لوړولو تلوسه او د ځوان نسل د تعلیمي کیفیت ښه کولو غم د نوي تصویر داسې ځانګړنې وې چې په زړونو کې یې هیلې وټوکولې.
زه چې اوس د “معارف ستوری” سیالي د لومړۍ کلیزې په اړه خپل تاثر لیکم د نجم مشرتابه د دې سیالي د دویم پړاو لپاره چمتووالی نیسي. د دویم پړاو په بریالي ترسره کولو به نجم د رضاکار فعالیت په دایره کې نوې پولې وټاکي او د لا سترو بریالیتوبونو دروازې به وټکوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*