د لوی څښتن تعالی د پېرزوینو څخه پر مونږ او تاسې باندی یوه هم د لمر د تودوخي پېرزوینه ده.
څه فکر کوئ؟
که چېری له نړۍ څخه د لمر تودوخه لرې شي او دا وړیا رڼا خاموشه شي، آیا ژوند به امکان ولري ؟ او که یې ولري؛ نو تر څومره وخته؟
د لمر د حرارت په ورکېدو سره به ځمکه هم د نورو سیارو په څېر دومره سړه او واورینه شي چې د ژوندکولو وړتیا به ونهلري، ځکه چې په اصل کې د ځمکې د سوړوالی درجه (منفي دوه نیم سوه درجې) ده.
نو آیا د الله تعالی د دې ستر نعمت شکر مو پرځای کړیدی؟
(قلیلاً ما تشکرون) )سورة السجدة/۹۹) او په تاسو کې ډېر کم داسی دي چې شکر کوي.
څرګندونه مو لاندې وليکئ